دزمري دمياشتې په ٥نېټه په پلازمينه کابل کې دخوست ګرديز دلويې لارې دجوړيدو دچارو قرار دادبيا لاسليک شو، دقراردادپه داځل لاسليک سره بشپړ ډاد موجود دى چې ديادې لويې لارې دجوړيدو رغنيزې چارې به ژر ترژره بشپړشي اودافغانستان په کچه دغه لويه لاره به په اساسي توګه جوړه اوګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
ياد سرک چې دافغانستان داقتصادي ودې اوپرمختګ په ډګرکې اساسي لاره بلل کيږي دامريکا دمتحده ايالاتو ددولت په مالي لګښت سره جوړيږي چې رغنيز چارې يې تردې مهاله دپکتيا ولايت اړونده ساحه کې يوڅه پاتې اوخوست ولايت اړونده ساحه کې يې کارونه ترډيره بريده تکميل ته نږدې شوي ،قرار وچې ددغه ستراتيژيکې لارې دجوړيدو چارې له دې وړاندې بشپړې شوى واى ،خودځينو ستونزو له کبله يې کارونه ځنډيدلې وو.
دهېواد دغه لوى سرک دامريکا دمتحده ايالاتو دحکومت په مالي مرسته جوړيږي چې دسيمې ولسونه دامريکا متحده ايالاتو دنورو مرستو ترڅنګ ديادې مرستې څخه ډيرخوښ دي ځکه ددغه دسرک دکارونوپه بشپړيدو سره به له يوې خوا دخلکوپه وړاندې ډيرې پرتې ستونزې هوارې شي اودبلې خواپه دې سره دلازياتو اقتصادي پرمختګونو او سوداګريزو چارو دکړنديتوب لپاره لاره هواره شي.
دخوست ولايتي ادارې مشرتابه دخوست ګرديز لويې لارې دکارونو دبشپړيدو غوښتنه دافغانستان دکابينې په جلسه کې هم په ډاګه کړه وه چې په نتيجه کې دولايتي ادارې اوولسونودپرلپسې غوښتنو په اساس اودامريکا دمتحده ايالاتو دخلکو اوحکومت په مالي ملاتړ اوځانګړې توجه سره دادي يوځل بيا ديادې لويې لارې دپاتې کارونو دبشپړيدو په خاطرقرارداد نوى شو.
دسيمې ولسونو تل په خپلو ناسته کې دامريکا دمتحده ايالاتو دحکومت له دې مرستې مننه کړې له امريکا متحده ايالاتو اوافغان دولت څخه يې غوښتنه کوله چې دياد سرک دجوړيدو په چارو کې ګړندي اقدامات ترسره کړي.
خوست ولايتي ادارې دا ډاډ ترلاسه کړى چې ددغه ولايت په اړونده ساحه کې به ددغه سرک رغنيزې چارې ډيرې ژربشپړې شي او هغه تشويش به له منځ څخه لاړ شي چې دخلکوپه منځ کې ددغه سرک دجوړيدو دچارو دځنډ له امله راپيدا شوى و.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه