پېښور:د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کميټې د جلوزو په ترکمنو کيمپ کې په درې سوه څلوېښت (340) افغاني مهاجرو کورنيو د روژه ماتي (افطار الصائم) په نوم مرستې وويشلې، دغه مرستې چې په درې سوه څلوېښت (340) کارتنه خوراکي توکو مشتملې وې او په هر کارتن کې (لس کيلو وريجې، پنځه ليتره غوړي تيل، پنځه کيلو بوره، دوه کيلو دال، دوه کيلوبيسن، دوه کيلو کجورې، يو کيلو تانج شربت، دوه کيلو وچې شودې،نيمه کيلو مالگه، نيمه کيلو تور چاى) ځاى په ځاى شوي وه،دا مرستې د پاکستان سيلاب ځپلو لپاره د شاه عبدالله کمپاين لخوا چمتو او د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کميټۍ په همکارۍ جلوزو کې د روانې مياشتې په اووه ويشتمه نېټه د افغان کمشنريټ کمانډر الله داد دراني په موجوديت کې وويشل شوې.د دغو مرستو د ويشلو پر مهال د مرستندويه کميټې د رسنيو څانګې مسوول فيضان الله ناصري دکميټې په نمايندګۍ د بې وزلو سره خواخوږي څرګنده کړه او بې وزلو ته يې د لا زياتو مرستو ډاډ ورکړ، او زياته يې کړه چې دا مرستې د هغه دوامداره مرستو لړۍ ده کومې چې د سعودي مسلمان ولس د مسلمانو پاکستاني او افغاني بې وزلو سره کوي.د يادونې وړ ده چې د سعودي کميټې د خپل تاسيس د لومړۍ ورځې راپديخوا د پاکستاني او افغاني بې وزلو ورونو سره په پرلپسې ډول مرستې کړې او په هره برخه کې يې د هغوى مشکل حس کړى او د مرستې اقدام يې کړى دى.