له اوسنیو جګړه مارو ډلو سره د سولې او روغې جوړې او دبین الافغاني تفاهم او خبرو اترو دپیل په لاره کې یو لوی خنډ دادی چې دوسله والو ډلو لومړی شرط دادی چې باید بهرنیان له افغانستان څخه ووزي له هغه وروسته به خبرې پیلیږي.ددغو وسله والو ډلو ځینې مشران او ویندویان له رسنیو سره په مرکو کې وایي تر څو چې یو بهرنی هم په افغانستان کې وي، دوی حاضر نه دي چې له دولت، دسولې له عالي شورا او یا نورو افغانانو سره دسولې خبرې اترې وکړي.
دوی خلکو ته وایي چې له هیواد څخه دبهرنیانو د ایستلو لپاره را پاڅیدلي او ترهغو به وسله پر ځمکه کینږدي ترڅو چې بهرنیان له افغانستانه وتلي نه وي، دوی په دې لاره کې دخپلو مسلمانو هیوادوالو ډیرې وینې تویې کړې او ډیر مکتبونه، روغتونونه، پلونه او نور عام المنفعه ځایونه وران او له خاورو سره خاورې کړل.
خو په څو وروستیو اوونیو کې مو و لیدل چې د پاکستان پوځ یو ځل بیا دافغانستان په سرحدي سیمو پرله پسې بریدونه پیل کړل، په دې بریدونو کې پاکستان زموږ په سپیڅلې خاوره په سل ګونو توغندي ویشتي چې پکې زموږ هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي .
دغه بریدونه چې تیر کال پیل شوي وو، یو ځل بیا یې زور واخیست اواوس هم د کونړ او نورستان ولایتونو په سرحدي سیمو دوام لري. په افغانستان کې وسله والې ډلې نه خو ددغو بریدونو په اړه څه کوي او نه خویې غندي.
دلته سړي ته شک پیدا شي دوی چې د پردیو پر ضد دجګړو دعوه کوي نو آیا دا چې هره ورځ زموږ په خاوره بریدونه کوي دا پردي نه دي؟ ولې ددوی په مقابل کې پټه خوله دي؟ په افغانستان کې دنورو بهرنیو ځواکونو د شتون په اړه خو دملګروملتونو پریکړه هم شوې ده او په نړیواله کچه د دوی شتون قانوني بڼه لري خو زموږ ګاونډی هیواد چې هره ورځ په ښکاره زموږ په خاوره یرغل کوي هیڅ ډول جواز او بهانه نه لري.خو بیا هم وسله والې ډلې د دوی د بې شرمانه یرغل په مقابل کې نه یوازې هیڅ نه کوي بلکې لا ویل کیږي چې ورسره یوه خوله هم دي.
د افغانستان پر سپيڅلې خاوره د پاکستان وروستي بریدونه ، زموږ د هېواد په وړاندې د پنجاب د ستراتیژیکو موخو او نیتونو څرګندوی دی ، دچارو شنونکي په دې باور دي چې پاکستان دری لسیزې په بیلابیلو پلمو د افغانستان د بې ثباته کولو او ورانولو لپاره مختلیفي جنګي ډلې وروزلې او بیا یې دلته را واستولې. په وروستیو څو کلونو کې یې بله لوبه را واخیسته هم یې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره له نړیوالو او امریکا څخه امتیاز واخیست او ورسره جوخت یې خپلو استخباراتي لوبو ته دوام ورکړ او زموږ په هیواد کې د ورانولو لپاره یې نورې ډلې وروزلې.
ددغو شنونکو په باور پاکستان اوس په افغانستان کې د ځینو جنګي ډلو هلې ځلې بس نه بولي نو ځکه پخپله لاس په کار شو او زموږ پر هیواد یې بربنډ تیری وکړ.په هیواد کې هغه ډلې چې له بهرنیانو سره د دښمني دعوې کوي که همداسې چوپتیا غوره کړي او ددغه څرګند تیري په مخه کې ونه دریږي او دخپل هیواد له حریم څخه دفاع ونه کړي نو بیا به هغه شکونه له ټولو سره په یقین بدل شي چې په افغانستان جګړه مارې ډلې دنورو او په تیره دپاکستان دګټو لپاره جنګیږي. او هڅه کوي د پاکستان په امر په افغانستان جګړه او بې ثباتي اوږده کړي او دپاکستان ګټي وساتي.
دانتقاد همدغه ګوته د افغان دولت په لوري هم متوجه ده دوی هم لکه څنګه چې لازمه ده د دغه بهرني تیري د په شاتمبولو لپاره ګامونه نه دي پورته کړي.دافغانستان خلک ددې ترڅنګ چې زموږ پر هیواد دپاکستان دا تیری په کلکه غندي او ددغه تیري د دفع کولو لپاره هرډول قرباني ته چمتو دي، په دې حساس وخت کې د جګړه مارو ډلو کړه وړه هم په ځیرکۍ سره څاري.