د ډاکټر زيار د معياري پښتو تضادونه او تناقضونه
آ بله ورځ ناببره د معياري پښتو د اصولو او قواعدو په اړه د پوهاند ډاکټر زيار صاب ( صاحب) پر يوه ليکنه پېښ سوم، چي د« د رغاونيز يا پښوييز (گرامري) يووالي آرونه (پرنسيپونه) » په نامه يې خپره کړې وه . خدای شاهد دئ، نورو اثارو غوندي يې ددې ليکني د عنوان په مانا هم گرسره پوه نه سوم . کنداريان وایي : « په تياره کي گرده خلگ بېريږي؛ خو ځيني حال وايي، ځيني يې نه وايي . » زه باور لرم، که تاسي درانه لوستونکي هم د زړه حال و واياست، ښايي ډېری زماپه ډله کي اوسئ . فرق يوازي دونه بولم، چي زه خپل حال وايم؛ خو تاسي به په دې يا هغه پلمه خپل حال نه واياست . خير، که څه هم د ډاکټر زيار صاب د ليکنو هضمول ډېر گران او دروند کار دئ؛ هر څوک يې زغم نه لري؛ دا پلا مي د هر بل وار پر خلاف له ځانه سره ټينگ هوډ وکئ، چي هرومرو بې( به يې) له دې « علمي ارشاداتو » څخه څه نا څه بودوم . د گرانو لوستونکو د اسانۍ او دقيق قضاوت دپاره د ډاکټر صاب د« عالمانه نظريو» او خپلو ماتو گوډو انتقادي خبرو متن، د پوښتني او جواب په بڼه يو تر بل لاندي، په تور او شنه رنگ وړاندي کوم . په تور رنگ ليکل سوئ متن د ډاکټر صاب بیان دئ، چي کټ مټ را کاپي سوئ دئ؛ او په شنه او سره رنگ ليکل سوئ متن زما جوابي بيان دئ .
دا پرنسيپونه د يادشوي پروسيجر په رڼاكې د پورتنيو معياري يا ټوليزو پرنسيپونو د كارونې لپاره پر كار راتلاي شي او د هغو علمي كول كيدوني كولاى شي. په بله وينا داسې آرونه (پرنسيپونه) چې د هغو له مخې موږ په راز راز گړدودي گرامري ځېـلونو (وارينټونو) كې د غورځونې (اطراد) او يا غورونې (انتخاب) اجازه ولرلاى شو:
۱- دويو نكو ډېروالى،دا په دې مانا چې د يوه گرامري توك له مخې له څووارينټونو څخه هماغه يوه ته معياري ارزښت وركړ شي چې د ويونكو شمير يې ډير وي، لكه: (ورځ) د (روځ)، (ځمكه) د (زمكه)، (شته) د (سته) يا (ما نيولى دى) د (ما نيسلى دى) پر وړاندې. په دې لړ كې منځنۍ پښتو د نورو درېواړو گړدودي ډلو پرخلاف يو نيم تاريخي (لرغونى) آواز خوندي ساتلى، خو د ويونكيو د لږوالي پر بنسټ كره نه شي منل كېداى، لكه س په سگه، دېرس ، مسر، كسر… كې .
۱- پوهاند صاب! د ويونکو د ډېروالي او لږوالي يا اکثريت او اقليت مسأله به څوک سپينيي؟!
مهرباني وکئ وواياست، چي د کمي (کومي) لهجې ( گړدود) ويونکي ډېر او د کمي غې لږ دي؟! که څه اسناد او شواهد لرئ ، وړاندي يې کئ، که نو په پښتنو کي د دې يا هغي لهجې، دې يا هغه قبيلې، دې يا هغي خوا د ډېري او لږي خبري داستعمارگرانو طرحه ده؛ او يوازي د هغو و استعماري گټو ته خدمت کيي( کوي) . ستاسي په ياد دي که يا، په کابل کي د روسي يرغلگرو مزدور رژيم زموږ واحد ملت ( افغان ملت) پر شلو « مليتو» و وېشئ . د مليت پشتون، مليت تاجک، مليت ازبيک او مليت زحمتکش هزاره پوچي او بې مانا خبرې يې را و ايستې . د هيواد و ريښتينو بچانو ته د دې ناولو استعماري نخشو مخسد( مقصد) او مرام لمر غوندي روښانه ؤ؛ خو د روسي استعمار ځيره خورو د خپلو کرغېړنو گټو او امتيازاتو پر بنسټ، په هغه هيڅ سر نه خلاصاوه . په تېرو دېرشو کالو کي مو د دې نفاق او شقاق خونړۍ نتيجې د سر په سترگو و ليدلې . سره له هغه هم دا دئ نن د ډېري او لږي په نامه د پښتون قام و بېلولو او جنگولو ته ملاوي تړلي کیږي .
ډاکټر صاب! په دې خبره بايد سد و رسوو، چي د لږي او ډېري خبري په پښتنو کي شخړي، لانجې او ناخوالي راپورته کیي . د کندوز له امام صاب څخه بيا تر اټکه، له سوات او نورستان څخه بيا تر هراته پوري، ټول پښتنانه په سره اور کي ژوند کيي . کې( که يې) د روان ناورين په ختمولو کي څه مرسته نسو کولای، په لوی لاس يې بايد په نورو کړاوو او ناخوالو کي ښکېل نه کو.
له کمه ځايه وپوهېداست، چي « دېرس »، « کسر»، « مسر » او داسي نور تر « دېرش »، « کشر»، « مشر » او داسي نورو لرغوني دي؟ ايا په کوم ډبرليک( کتيبه) يا مستند اثر کي مو لېدلي دي، که خپل نظر واياست؟ که ستاسي ادعا سمه او مستنده يي( وي) بيا خو دا کار هيڅ عيب نه لري، چي دا لرغوني او اصيل تلفظونه په نور پښتنو کي هم باب سي . که باب هم نه سي، ايا ژبپوه ځان ته دا حق ور کولای سي، چي د ځينو پښتو ټکو سوچه او لرغوني شکلونه د هغو د ويونکو د شمار په سَوَب وکږي؟! عجبه خو دا ده، چي « دېرس »، « کسر»، « مسر » او داسي نورو ته د لرغونو بڼو په سترگه گورئ؛ خو « سو»، « سي »، « سته » او داسي نور مغيره شکلونه بيا د « پټي خزانې » پر ټولو اثارو او شواهدو سربېره، اصيل او لرغوني نه گڼئ؟! تاسي ته ښه مالومه ده، چي انگرېزي ژبه د نننۍ نړۍ تر ټولو مهذبه او پرمختللې ژبه ده . سره له دې هم، په دې ژبه کي تر اوسه پوري نه د بېلابېلو ټکو په وينگ یا تلفظ کي اختلافونه له منځه تللي دي؛ او نه يې هم په کښنگ يا ليکدود کي . د « سو » يا « شو»، « مسر» يا « مشر»، « ږغ » يا « غږ » په ليکلو سره اسمان و مځکي ته نه را لوېږي . که په داسي کوچنييو موچنييو توپيرو سره واقعاً اسمان و مځکي ته را لوېدای، نو انگرېزي ويوونکو خلگو بې کلونه کلونه مخکي لا مخه نيولې وای؛ مگر انگرېزي ويونکي اولسونه پوه، هوښيار او متمدن خلگ دي؛ پر داسي چټي، بې گټي او بې ځايه شيانو هيڅکله خپل ارزښتناک وخت نه ابته کيي . هغوی شپه او ورځ د ژبي د ادبي او علمي زېرمو و اَرَتولو او بډايولو ته کار کيي .که موږ یوه کلیمه په لسو – پينځلسو بڼو او شکلو ويلای، بيا نو دا ښه او گټوره خبره وه، چي يوه يا دوو شکلو ته د معياري په سترگه وگورو. البته، هغه هم نه د يوه يا دوو سرزورو کسانو په فرمان، بلکي د درست هيواد او حتا درستي سيمي د پياوړو ژبپوهانو، لغتپوهانو، متنپوهانو او څېړنکو تر علمي سلا مشوري وروسته .
۲- توپير او نه التباس،په دې مانا چې د يوه فونولوجيكي او گرامري توك له وارينڼونو څخه هماغه يوه ته معياري ارزښـت وركړ شي چې له نورو معياري امرل شوو توكونو سره يې توپيرو شي، په بله وينا، د التباس او يو له بله د ټـكر مخه يې ونيول شي. د ژبنيو توكونو تر منځ توپير او نه التباس يو ژبنى قانون او ناموس گڼل كېږي، لكه (شول) د (سول) پر وړاندې چې له (سوځل) سره يې ټكر راځي، همدارنگه سيورى – سورى ، پسور – سور، خپور – خور … در واخله.
۲- دا خبره کاملاً معقوله ده، چي د يوه ټکي په مغيره بڼو (variants) کي بايد هغه بڼه د معيار په توگه و منل سي، چي له نورو ټکو سره د التباس يا گډېدو پېچومه پېښه نه کړي؛ خو په دې برخه کي اساسي شرط دا دئ، چي دا اصل د ژبي په ټولو لهجو کي يو شان تطبيق سي؛ مثلاً : خوله ( کلاه) له خوله ( دهن) او خوله( عرق)، خواله ( خوا + له، بسويم، بطرفم) له خواله ( همرازی، دلجويی)، بريد( تېری، يرغل، حمله، يورش) له بريد( حد، سرحد، پوله)، راشه ( بيا، بياييد) له راشه ( رشه، حاصل گندم)، کومه ( کدام، تا کدام) له کومه ( دهن) او کومه ( می کنم)، شوه ( شُد) له شَوَه( شېوه، کښته، ځَوَړ، سراشيب، مقابل سربالا)، لرې( په ختيځه او مرکزي لهجه کي د ليري يا دور په مانا) له لرې( داری)، پېښې( حوادث، واقعات، رخداد ها، پيش آمد ها) له پېښې( تقليد کردن، ريشخند زدن، د يو چا ساز وهل)، مستې( نشه، وجد، نشاط، بې خودی، بې هوشی، بې حالی، بازۍ، لوبي، ساتېری) له مستې( ماست)، بلې ( برافروخته، مشتعل) له بلې( آرې، هو)، چې ( په ختيځه او مرکزي لهجه کي د « چي » پر ځای) له چې ( چي يې)، کې (ظرفي ادات) له کې( که يې، کي يې) . . . سره التباس پیدا کيي . د پښتو په بېلابېلو لهجو کي د داسي مشابه ټکو شمېر تر انده پاس دئ . پوښتنه دا ده، چي دا اصل او قاعده په خپله لهجه کي هم منئ که څنگه؟! په داسي حال کي، چي حتا د پوهاند صاب په اوسنۍ « ارشادي » ليکنه کي هم د داسي التباسو بولگې او مثالونه لږ نه دي، بيا نو د دې اصل و بشپړ او يومخيز تطبيق ته څنگه هيله کېدای سي ؟!
۳- د ويوالى (باقاعده گي)، دا مانا چې له بېلابېلو رغاونيزو (پښوييزو) ځېلونو څخه هماغو ته معياري ارزښت وركول كېږي چې بېدويي يا استثناء يې كمه وي، لكه دا دوى (قاعده) چې – زور(- a) په دوديز او بيا (فونيـميك) ليك كې د ښځينه پايلې په توگه په پام كې ونيول شي او ډېرگړې يې هم – ې (- e) ، نه دا چې د نورو دروگونو گړدودي ډلو پر وړاندې د كندهاري گړدود پر بنسټ تر خجن خپلواك (واوېل) وروسته a_ پر ə واړول شي او ə بيا په ډېر گړي كې پر _i.
همداسې په نرينه نومونو كې درواخله چې كندهاريان يې د نورې ډېرۍ پښتو _ay پاى د ناحجنۍ له كبله پر yə اړوي او بيا يې ډېرگړى هم د _ɪi پرځاى پر _yə پاى ته رسوي او داسې نور .
۳- د ډاکټر صاب د دې اصل په اړه فقط دونه پوه سوم، چي باقاعده ټکي دي تر بې قاعده ټکو معياري و پېژندل سي . نوري خبري يې نه وضاحت لري؛ او نه يې څه مثال ور کړئ دئ؛ ځکه نو څه تبصره هم نسم پر کولای . که تاسي درانه لوستونکي د دې اصل په پاته برخه پوهېدلي ياست، لطفاً ما هم په پوه کئ . تر هغه ځايه چي زه پوهېږم، د باقاعده او بې قاعده ټکو، عبارتو او گرامري جوړښتو په اړه مسلمه خبره دا ده، چي د هري ژبي په بېلابېلو لهجو کي د داسي حالتو پراخ مثالونه ليدل کيږي . که دې اصل ته په بشپړ او هر اړخيز ډول پام و سي، د ژبي له پرمختگ سره مرسته کولای سي؛ خو د خواشينۍ ځای دا دئ، چي زموږ ځيني ژبپوهان « خپل عيب د ولي مينځ، د بل عيب د کلي مينځ » گڼي؛ و خپلو بې قاعده ټکو ته هيڅکله د بې قاعده په سترگه نه گوري؛ مگر د نورو قند وکورت دواړه په يوه بيه تلي . په دې برخه کي علمي خبره دا ده، چي له يوې خوا د ژبي له ټولو بې قاعده حالتو سره يو شان چلن ( چلند) وسي؛ او له بلي خوا د بېلابېلو ټکو په ويلو او ليکلو کي مخفف يا لنډ شکلونه له بې قاعده حالتو سره گډ نسي . که مو دغه ناسم او بې قاعده حالتونه په ريشتيا سره بې قاعده و بلل؛ او د هغو پر ځای مو د سمو بڼو و کارولو ته غاړه کښېښووله، بیا نو د هري لهجې ويونکي د خپلو ناسمو او بې قاعده ټکو له پرېښوولو څخه نټه نه کيي : دوه ورځي ( سمه بڼه : دوې ورځي)، د مذکر دپاره د مؤنث ضمير کارول لکه : دا چيري ده؟ ( سمه بڼه : دی چيري دئ؟)، د مذکر دپاره د مؤنث فعل استعمالول لکه : هغه زموږ استاد ده( سمه بڼه : هغه زموږ استاد دئ)، د مفرد دپاره د جمعي يا برعکس د جمعي دپاره د مفردي صيغې کارول لکه : احمد زموږ خپلوان دئ ( سمه بڼه : احمد زموږ خپل دئ)، ډېر خلق راغلئ دئ ( سمه بڼه : ډېر خلق/ خلگ/ خلک راغلي دي)، په دوکان کي ډېر مالونه شته دئ( سمه بڼه : په دوکان کي ډېر مالونه سته . په دې جومله کي « دئ » ته هيڅ اړتيا نسته . کې بيا هم څوک وايي لږ تر لږه يې بايد د جمعي په بڼه و وايي : په دوکان کي ډېر مالونه شته دي) . ډاکټر زيار صاب په عمل کي دغه راز ناسمو حالتو ته د بې قاعدگۍ په سترگه نه گوري؛ ځکه خپل عيب د ولي مينځ دئ، هيڅکله يې نه ويني .
۴- سپما،دا مانا چې تر وسې وسې او وروستني بريده په لږو وييو كې ډيره مانا او مطلب وړاندې شي، بې له دې چې ابهام او گونگوالى پيښ شي، يوه خبره چې په يوه جمله كې راتلاى شي، دوو ته بايد ونه رسېږي او يوه جمله چې له پنـځو توكو څخه جوړېداى شي، په كارنه دي، اتو يا لسو توكو ته ورسي. البته په ادبي او هنـري ډگر كې د يوه مطلب څو څو رازه څـرگندول له سپما څخه سرغړاوى نه گڼـل كېږي، هغه هم په دې شرط چې نوې نوې مانيزې او بديعي رنگارنگۍ منځ ته راوړي، د چا خبره تكرار حسن اوسي، نه دا چې تشه لفاظى بڼه ولري. له بده مرغه زموږ ډېر ليكوال د ډېر پخواني ختيز دود تر اغېز لاندې د هممانيزو وييو او جملو بيا بيا كارول د خپل ليكني سبك ستر ټوك گڼي. سپما په كړاوړون (فعلي گردان) كې هم ډېره پاموړ بلل كېږي او هغه دا چې له بيلابيلو گړدودي ځېلونو يې هماغه لنډه دا امرل كېږي : لكه د (پوه شوم) پرځاى (وپوهيدم) يا د (ډوډۍ وخوړلې شوه) پرځاى (ډوډۍ وخوړل شوه) . په ويي غونډونو، لكه: كابل پوهنتون، د (د كابل پوهتنون)، (كابل ښار) د (د كابل ښار) … پر وړاندې . په نوېزونو كې، لكه: (رسنۍ) د (خبري يا خپرندويه رسنۍ) پر وړاندې.
۴- پوهاند زيار صاب د پښتو په ځينو اشنا او متحدالشکلو عبارتو کي د اداتو( پر، په، تر، ته، د، له، و) و لوېدو يا حذف کېدو ته د کليمو دسپما نوم ورکړئ دئ؛ حال دا چي په دغه راز عبارتو کي اصلاً د سپما خبره نسته .« کابل پوهنتون »، « آريانا افغان هوايي شرکت »،« سپين زر شرکت » او داسي نور عبارتونه ځکه د « د » و ادات ته اړتيا نه لري، چي د ډېر تکرار او عاموالي په وجه يې اوس د يوه واحد عبارت بڼه اخيستې ده؛ خو دا قاعده پر نا اشنا او ځانگړو عبارتو نه تطبيقيږي؛ د مثال په توگه موږ هيڅکله نسو ويلای : « زرغونه کتاب » يا « نل اوبه » . بايد هرومرو و وايو : « د زرغونې کتاب » يا « د نل اوبه » . دلته « د » د اضافت او ملکيت ښوولو دپاره د دغو عبارتو نه بېلېدونکې برخه گڼله کيږي . که افغان د چا نوم يي، بيا خو « افغان کور » د گرامر له اړخه سم نه دئ . بايد « د افغان کور » و ويل سي؛ ځکه کور ( مضاف) په افغان ( مضاف اليه) پوري اړه لري؛ مگر که دا عبارت په خلگو کي ډېر اشنا او عام سي، بيا يې په جوړښت کي و « د » ادات ته اړتيا نه پېښيږي . په دې حالت کي« افغان کور » په گډه د يوه واحد ترکيبي عبارت بڼه اخلي؛ د مثال په توگه هر څوک ويلای سي : افغان کور ته تللئ وم ؛ له افغان کوره راغلم ؛ په افغان کور کي غونډه وه او داسي نور .
د اشخاصو( حقيقي او حُکمي)، اثارو، اماکنو او داسي نورو په نومو کي و دغه راز بدلونو ته د سپما نوم ورکول علمي او دقيقه خبره نه ده؛ ځکه دا ډول سپما کول د ژبي په هر ځای او هر حالت کي جواز نه لري . په ژبو کي دا ټول بدلونونه نه د سپما، بلکي سلاست او روانۍ له مخي کيږي؛ ځکه خلگ هيڅکله و هغو ساختگي ټکو، ترکيبو او عبارتو ته غاړه نه ايږدي، چي د سادگۍ، اسانۍ او روانۍ له اصل سره ټکر ولري . تاسي وگورئ د کابل خلگو د انگرېزي ژبي ټاون ايس(Town Ace) عبارت د سادگۍ او اسانۍ په خاطر په « تونيس » واړاوه . د ډېري خواشينۍ ځای دئ، چي زيار صاب او د هغه لغت پردازه ملگري تر گرده په پښتو کي د عربي او پاړسي ژبي و هغو کليمو ته نوي ټکي تراشي، چي له پېړييو پېړييو راهيسي زموږ د ژبي، ادب او لغوي زېرمي نه بېلېدونکي برخه ده؛ خو« ټاون ايس » غوندي نوو ټکو ته بيا لاس تر زني ناست دي . په دې ډول گورو، چي عام خلگ د تاريخ په هر پړاو کي تر تش په نامه اکاډيمیسنانو، پوهاندانو او ډاکټرانو ډېر مخکي دي . ژبپوه او لغتپوه که خپل مسلکي مسووليت او رسالت سرته رسيي يا نه، خلگ د خپل طبيعي او غريزي عکس العمل له مخي هرومرو و نوو شيانو او پديدو ته د حل اسانه او ساده لار لټيي .
۵ – اساني او رواني،په دى جاج (مفهوم) چې د يوه ژبني توك د تلفظ (وينگ) او له دې سره بيا د ليك او چاپ … له مخې پښتنو او نا پښتنو ټولو لپاره اساني او رواني ولري . دا آر په پښتو زده كړه او ښوونه كې بيا په ځانگړي ډول د زيات ارزښت وړ دى، لكه (راوړ شو)او راكړ شو، د (راوړل شو) او (راكړل شو) يا پېړ د پريړ، درون – درانه د دروند – درانده پر وړاندې .
۵ – دلته ښاغلی زيار صاب د معياري ټکو په ټاکلو کي د اسانۍ او روانۍ و اصل ته گوته نيسي؛ خو په عمل کي باور نه پر لري . زه گرانو لوستونکو ته بلنه ورکوم، چي د پوهاند صاب نوي لغتونه يا نيولوجيزمونه(neologisms) وگوري؛ او په خپله قضاوت وکي، چي د نوو ټکو په جوړښت کې د سادگۍ، اسانۍ او روانۍ و اصل ته څونه پام کړئ دئ . ليري مه ځئ همدا مضمون يې په دقت ولولئ؛ اوگورئ، چي پر نوو لغتوسربېره يې د بېلابېلو ټکو، عبارتو او جوملو( جملو) په ترکيب کي د سلاست او سادگۍ و اصل ته څونه توجه کړې ده؟ اريان يم، چي د ډاکټر زيار صاب شاگردانو به د هغه له ليکچرو او لیکچر نوټو څخه څرنگه استفاده کوله؟ زه خو د استاد الفت، استاد ريشتين، استاد حبيب الله تږي، استاد صديق روهي، استاد بختاني او ډېرو نورو په ليکنو مړېده نه لرم؛ خو د زيار صاب د يوې مقالې لوستل مي د زړه سېک او شومه باسي . ما ته د دې توپير علت په دې کي ښکاري، چي نور ليکوال، شاعران او محققان د خلگو په ساده، خوږه او روانه پښتو خبري او ليکني کيي؛ خو ښاغلی زيار صاب په داسي ژبه اثار کاږي، چي د پښتون اولس ژبه نسي بلل کېدای . زه دې ژبي ته د پښتو پر ځای « مښتو» وايم، چي په حقيقت کي د زيار صاب د اختراع کړي ژبي او پښتو يو ترکيب دئ . د همدې دليل له مخي د دې ژبي زده کړه او پوهېدل د هر چا يا لږ تر لږه زما غوندي نالوستو يا لږ لوستو کسانو کار نه دئ . کشکي زيار صاب د « مښتو» پر ځای په خوږه او سپېڅلې پښتو ژبه خبري او ليکني کولای، چي پر لروبر پښتنو سربېره يې و ټولو افغانانو ته فيض رسېدلای .
۶ – خوږ غږي او بلاغت،چې يو ژبنى توك په ټولنه كې (دا كثريت له نظره) ركاكت او كراهيت ونه لري. د ساري په توگه له فونولوجيكي او گرامري او ان لغوي او محاوروي وارينټو د يوه گرانښت او خوږوالى زيات وي، لكه: (هيلۍ ته لامبو ښوول) د (كونډې ته غوول ښوول) پر وړاندې يا (نتل) د (رټل)، (وختېرى) د (وخت گوډى) پر وړاندې … .
۶ – مخکي مي د زيار صاب د خبرو او لیکنو پر فصاحت او بلاغت څو خبري وکړې . په دې لنډ بحث کي همدونه بس دي . دلته د پوهاند صاب پام و څو نورو ټکو ته را گرځوم :
د جناب زيار صاب په ليکنو کي لوی تضاد او تناقض دا دئ، چي له يوې خوا د عربي او پاړسي ژبي و ډېرو اشنا او مأنوسو کليمو ته خپل ټکي را باسي؛ مگر له بلي خوا بيا بې اړتيا د ژبي د عامو او مروجو ټکو پر ځای د عربي، پاړسي او انگرېزي ژبي لغتونه کاريي . په بله وينا، په هغه کار کي بېځايه گوتي وهي، چي بايد پر خپل حال پرېښوول سي؛ او هغه څه بيا په خپله اصلي يا مروړلې بڼه راخلي، چي عامو خلگو ته د اسانه پوهېدني په مخسد بايد په روښانه او واضح ټکو ترجمه سي . « کراهيت » يې يو ژوندی مثال دئ . که څه هم په پښتو، په تېره بيا جنوب – لوېديځه لهجه کي د دې مفهوم د افادې دپاره زياتره د« کهښت » ټکی کاريږي، چي خواگرځی، کرکه او نفرت يې نور مترادف ټکي دي . سره له دې هم ځيني کسان دا کليمه د« کراهيت » پر ځای د « کراهت » په بڼه ډېره استعماليي . په عربي متونو کي« کراهة » او« کراهية » دواړه راغلي دي . په پاړسي کي هم د پښتو په شان تر« کراهيت » د « کراهت » بڼه ډېره عامه او مروجه ده . البته، هيڅوک د اړتيا پر مهال د پاړسي، عربي، انگرېزي او نورو ټکو د کارولو مخالف نه دي؛ خو د زيار صاب غوندي کسانو له خوا، چي د عربي ټکو سيوری په توره وهي، د داسي ټکو استعمال د تعجب او اريانۍ وړ دئ . پوښتنه دا ده : کله چي په خپله ژبه کي اسانه، روانه، خوږه او ژوندۍ کليمه لرو، ايا د بلي ژبي د گراني او نا اشنا کليمې د استعمال جواز لرو که یا؟!
کې لرو کمه بڼه یې سمه ده : « کراهت » که « کراهيت » ؟!
تر دې مخکي يې د سپما تر سرليک لاندي د « ختيځ » کلیمه هم د لهجه يي تلفظ له مخي د« ختيز » په بڼه کښلې ده . تر هغه ځايه، چي زه پوهېږم د« ختيځ » ترکيبي ټکی د ختويا ختلو ځای ته وايي . که زه نه يم تېروتلئ، بيا خو په « ز » باندي د « ځ » اړول د کليمې و مانا ته لوی زيان پېښيي . ايا دا عمل د دې خبري څرگند ثبوت نه دئ، چي ډاکټر صاب په شعوري يا غيرشعوري توگه د کليمې اصلي او کره بڼه تر خاورو لاندي کيي؛ او پر ځای يې د خپلي لهجې و ناسم تلفظ ته عموميت ور بخښي . ښايي ډاکټر صاب به د دې ليکدود دپاره هم استدلال کيي، چي « ختيز » د اکثريت خلگو تلفظ دئ؛ ځکه نودلته د سم او ناسم خبره نه چليږي . زه اريان يم، چي پوهاند صاب ولي ځينو پېښوريانو غوندي « پښتو »، « پښتون » او « پښتونخوا » ټکي په « پختو »، « پختون » او « پختونخوا » نه دي اړولي؟! د اکثريت او اقليت ټاپه خو يې په خپل لاس کي نېولې ده؛ نېخه چي ولي يې په دغو مثالو کي نه ده لگولې؟! تر دې خبرو پوري د ډاکټر صاب په معياري پښتو کي يو بل تضاد او تناقض هم را په ياد سو . ډاکټر صاب په خبروکي د نوي ژبپوهني، په تېره بيا ږغپوهني(phonology/phonetics) له اصولو او قواعدو سره سم ټينگار کيي، چي د پښتو ټکو په معياري ليکدود کي بايد د هغو و صوتي يا اوازي ځانگړتياوو ته ټینگ پام وسي؛ خو په عمل کي له څو گوتو په شمار ټکو پرته د لرغونپالو( متقدمانو) له نرخه نه وزي . کليمه، جومله ، هونر، گونا، دوښمن، روستم، سوهراب، دونيا، مخسد او سوونه نور ټکي په داسي بڼه کاږي، چي د هغو له فينالوجيکو/ فونولوجيکو خصوصيتو سره هيڅ اړخ نه لگيي . استاد شپون په داسي حال کي چي په ژبپوهنه کي د نبوغ او استادۍ هيڅ دعوه نه لري؛ خو سره له هغه هم تر زيار صاب د دخيلو ټکو په املايي بڼوکي د هغو و صوتي ځانگړتياوو ته ډېر پام کيي . په بله وينا، زياتره دخيلي کليمې په هغه بڼه کاږي، چي د پښتنو له وينگ ( تلفظ) سره ډېره همرنگي يا نيژدېوالی لري . زه د دې ډلي پوخ ملگری يم . لکه څنگه چي مو هندي « جهگړا»، « کهرا»، « کهوټا» يا عربي « معلوم »، « تسبيح »،« محض » يا پاړسي « لشکر »، « آبدست » او « شهر » . . . په « جگړه »، « کره »، « کوټه »، « مالوم »، « تسپې »، « مازي »، « لښکر »، « اودس » او« ښار » . . . واړول د ژبي له نورو دخيلو ټکو سره هم بايد سَوکه سَوکه همدا چلن وکو . د ژبپوهني، ږغپوهني، عقل او منطق غوښتنه دا ده، چي هر څه بايد د پښتنو له مروج تلفظ سره همرنگي يا نيژدې والی ولري؛ خو د زيار صاب د نوي ژبپوهني او ږغپوهني آس، په دې ميدان کي پر نيمه لار ولاړ دئ .
بله خبره دا چي (كونډې ته غوول ښوول) او داسي نور بازاري مثالونه د هيچا، په تېره بيا علمي کسانو له شخصيت سره ښه نه ايسي . نه پوهېږم پوهاند صاب له دې مثال سره څه مينه او دلچسپي لري، چي په هر ځای کې پورته او کښته کيي؟ زيار صاب غوندي « علامه او فهامه » شخصيتو ته خو بايد د ژبپوهني په موضوعاتو کي د مثالو هيڅ کمی نه وای . که څوک د ضرورت له مخي اخلاقاً لڅي يا ناوړه خبري و وايي يا وليکي، هيڅوک يې دا عمل عيب نه گڼي؛ خو بې ضرورته يادونه يې د ټولني له مسلطو اخلاقي ارزښتو څخه د ليکوال پر بې خبرۍ او ليري والي دلالت کيي . بايد هېره نه کو، چي په پټو سترگو د پردي دود او دستور پيروي د ترقۍ او پرمختگ نخښه نه ده .
۷ – لرغونوالى،په دې جاج چې د وييزو او گرامري وارينټونو په ډله كې هماغو ته معياري ارزښت وركول كېږي چې يې تر نورو تاريخي او اېتمولوجيكي لرغونوالى ډېر وي، لكه: (ځمكه) د (مزكه)، (ولاړم) د (لاړم) پر وړاندې. دا چې له نجل – نجن، نجلۍ – نجنۍ، زما – دما، زموږ – دموږ، ستا – د تا او ستاسې – د تاسې، ژغ – جغ، جندره – ژندره، ژرنده – جرنده، نږور – نگور… څخه وروستي ځېلونه لرغوني دي، خو د ويونكيو زياتوالى او له دې سره كره والى د مخنيو پر خوا دى .
۷ – د معياري ټکو په چڼلو کي د لرغونتيا و اصل ته پام کول، سل په سل کي سمه او دقيقه خبره ده؛خو له بده مرغه چي ډاکټر صاب په عمل کي د يوه توت ارزښت نه ورکيي؛ مثلاً « بخښل »، « ښکنځل » « کښېناستل »،« کښېښوول/ کښېښودل »، « نخښه »، « ږغ » او داسي نور د پښتو ادب د بې شمارو اثارو په اِستِناد تر « بښل »، « کنځل »، « کیناستل »، « کېښوول/ کېښودل »، « نښه »، « غږ » او داسي نورو لرغوني دي . سره له دې هم زيار صاب او د هغه پيروان دا ټکي د خپلي لهجې د تلفظ له مخي کاږي . زه د ختيځي او مرکزي لهجې ويوونکي هيڅکله په دې کار نه کږم؛ ځکه په دې خبره ښه پوهېږم، چي د نورو ټولنيزو پديدو په شان د ژبي په دغه راز بدلونو کي د سیاسي، اجتماعي، فرهنگي، اقليمي او اقتصادي شرايطو پراخ او ژور لاس پروت دئ . د تأسف خبره فقط دا ده، چي زيار صاب، د هغه سياسي ملگري او شخصي خواخوږي د دې واقعيت په پوهېدو سره بيا هم سر و ډبري ته نيسي؛ او د سرغړوني دپاره يې په اصطلاح « دلايل » او « توجيهات » وړاندي کیي . زيار صاب کله کله وايي او کاږي، چي گوندي کلونه کلونه کنداريانو (مخسد يې علامه حبيبي، علامه رشاد، استاد بېنوا او نورو کنداري فرهنگيان دي) خپله لهجه پر نورو پښتنو تپلې وه؛ او اوس هغه وخت را رسېدلئ دئ، چي د ده په اصطلاح دا بې عدالتي ختمه؛ او پر ځای يې د نوي ژبپوهني تر پوښ لاندي د ده لهجه خپله لهجه دود سي؛ خو واقعيت قطعاً داسي نه دئ . کنداري استادان ټول ژوندي وه ، چي زيار صاب او د هغه سرزورو ملگرو د افغانستان په راديو تلوېزون کي د « ږغ »، « سو » او داسي نورو لرغونو تلفظو و ويونکو ته د نطاقۍ يا وياندۍ کار نه ورکاوه . که څه هم کنداري استادانو د « معياري پښتو » تر نامه لاندي د ښاغلي زيار او ملگرو چپه او راسته غوبلونه نه منل؛ خو سره له هغه هم د هيواد په فرهنگي ډگر ، خاصتاً ژبپوهنه کي هره پرېکړه عملاً د زيار صاب او ملگرو له خوا کېدله . که د افغانستان په خلگو او تعليمي نظام کي د پښتو د جنوب – لوېديځي لهجې ( اصطلاحاً کندارۍ لهجې) څه نفوذ او اغېزه تر سترگو کېدله، علت يې د هيواد په سياسي او فرهنگي برخه کي د کنداري استادانو او فرهنگيانو ناوړه نفوذ نه، بلکه هغه عوامل وه، چي زه يې د اسانۍ او عموميت په نامه يادوم؛ ځکه د پښتو جنوب – لوېديځه لهجه د لرغونو او اصيلو ږغو له پلوه د نورو پښتني لهجو په پرتله اَرَته او بډايه ده . د پښتو ځيني پخواني او اصيل ږغونه؛ لکه « ځ »، « څ »، « ژ »، « ږ »، « ښ » او داسي نور يې په بشپړ اصالت اوامانت خوندي کړي دي . له بله پلوه جنوب – لوېديځه لهجه د لغوي زېرمي له پلوه هم تر نورو پښتني لهجو ډېره پراخه او شتمنه ده؛ ځکه کندهار د تاريخ په اوږدو کي د افغانستان، په تېره بيا پښتنو د لوی تجارتي، فرهنگي او سياسي مرکز په توگه د نورو ژبو(سنسکريت، هندي، پاړسي او عربي) و فرهنگي راکړي ورکړي ته پراخ امکانات برابر کړي وه او دي . له همدې سَوَبه يې نه يوازي افغانان، بلکي ايرانيان او هنديان هم له ږغو، کليمو او عبارتو سره ډېره اشنايي لري . دلته د دوو – درو مثالو يادونه بې گټي نه ده . « خَت » سوچه پښتو ټکی دئ؛ خو زياتره پښتانه د « خت » پر ځای د عربي « قميص » مفغنه بڼه ياني«کميس » اسانه گڼي . « وگړي » د پښتو لرغونی او اصيل ټکی دئ؛ تر اوسه يې هم ځیني پښتانه په خبرو کي وایي . سره له دې هم د عموميت د اصل له مخي اوس د « خلگو/ خلکو » مفغن ټکي له هغه ميدان گټلئ دئ . « سهار » هم له همدې ډلي مفغنو ټکو څخه دئ، چي د « گهيځ » تر لرغوني او سپېڅلي پښتو ټکي زيات مروج او اشنا دئ . بې شکه د دې خبرو مانا دا نه ده، چي موږ بايد خپلي لرغوني او سپېڅلي کليمې له چلنه وغورځوو، بلکي مخسد یوازي د دې حقیقت بيان دئ، چي د عموميت او اسانۍ لاس پر هر څه غالِب دئ . البته، د عموميت اصل هم د قرآن کرښه نه ده . غيرعلمي او بې مانا دودونه بايد پر لرغونتيا، عموميت او ټينگښت سربېره خپل ځای و پرمختللو او علمي دودو ته پرېږدي؛ د مثال په ډول په پخوا زمانو کي زموږ نيکونو عموماً د اور او بتانو عبادت کاوه، ايا د عموميت د اصل له مخي بايد دا زوړ او لرغونی دود تل تر تله ژوندی او جاري ساتل سوئ وای؟! همدغه راز، لکه څنگه چي د پښتو ادب قلمي نوخسې( نخسې) ښيي، زموږ پلرو او نيکو د عربي او پاړسي ژبي د ژور نفوذ له کبله، په خپل ليکدود کي له عربي اِعراب او تشکيل څخه پراخ کار اخيستئ؛ مثلاً « گوندي »،« غوندي »، « وړاندي »، « چي »، « بلکي » او داسي نور ټکي بې د « گُندِ »،« غُندِ»،« وړاندِ »، « چه »، « بلکه » او داسي نورو په بڼه ليکل؛ خود هغو دې عام او مروج دود په پښتو کي هيڅ علمي اساس نه لاره؛ ځکه نو د زمانو په تېرېدو سره کرار کرار واوښتئ . نتيجه دا چي خپل ناوړه او غيرعلمي دودونه بايدپه ډېر اتيات او دقت له علمي ايجاباتو سره برابر کو.
تر دې لنډي يادوني وروسته بيرته را گرځو د معياري ټکو په غوره کولوکي د لرغونتيا و اصل ته . څونه د شرم او خواشينۍ خبره ده! نور خلگ چيري و رسېدل؛ او موږ شودَگان پر څه شيانو يو د بل کرنکې پرې کوو. په پښتنو کي به ترقي او پرمختگ څنگه منځ ته راځي، چي موږ د « ږغ » او« سو » يا « غږ » او « شو» له امله پښتانه د کار له انساني حق څخه بې برخي کوو؟! خپلسري، سرټمبگي او جهالت خو څه ښکرونه او لکۍ نه لري . دغه يې تر ټولو روښانه مثال دئ . تاسي بين المللي راديوگاني او تلوېزونونه وگورئ، په ډېر وياړ او خوښۍ سره وسپين، تور، عرب، پاکستاني، ايراني او حتا افغان ته کار ورکيي . دا هيڅکله شرط نه گڼي، چي نطاقان او خبريالان يې بايد خامخا د دې يا هغه لهجې له تلفظ سره سم خبرونه او رپوټونه و وایي . د ژبو و لهجه يي توپيرو ته نه د کمزورۍ او نيمگړتيا، بلکي رنگارنگۍ، پيوستون او بشري پرمختگ په سترگه کتل کيږي .
زه وايم « سو » او « شو »، « ږغ » او « غږ »، « کښېناستل » او « کيناستل » ټول د پښتو ژبي زېرمه او سرمايه ده . بايدهيڅکله يې له لاسه و نه باسو . دا د ژبي د معياري کولو لار نه ده، چي په جبر او اکراه سره يوه بڼه د بلي پر ځای و دروو . موږ بايد په دې علمي خبره سر خلاص کو، چي په ژبه کي معيار راوستل د يوې ټولني په سياسي، اجتماعي، فرهنگي او اقتصادي اړېکو پوري اړه لري . د معيار په اړه د ژبپوهانو يا حکومتي چارواکو پرېکړي هم تر هغه مهاله د اوبو د سر کرښي بلل کيږی، چي د دغه راز شرايطو او اړېکو ملاتړ له ځانه سره و نه لري . کله مو پر دې خبره يو څه سوچ او غَوَر کړئ دئ، چي د افغانستان په پاړسي ( دري) کي اوسنی معيار( ښه يا بد) چا منځ ته راوړئ دئ؟ په پاړسي کي خو هيچا داسي ژبپوهان نه دي ليدلي، چي د سوټي په زور يې پر خلگو د ژبي معيارونه تپلي يي . جواب روښانه دئ . د دري ژبي اوسني معيارونه په واقعيت کي هغو سياسي، اجتماعي، فکري، فرهنگي او اقتصادي شرايطو جوړ کړل، چي د دري ويوونکو خلگو ټولنيژ ژونديې اغېزمن کړئ ؤ او دئ . نتيجه دا چي معياري ژبه، که و غواړو يا و نه غواړو، هرومرو منځ ته راځي؛ خلگ د طبيعي قانون له مخي خپل ناوړه او زموخته ټکي، ترکيبونه، عبارتونه او گرامري جوړښتونه پرېږدي؛ او پر ځای يې د نورو اسانه او خواږه بديلونه اخلي . داسي پړاو ته د رسېدو ورځي، مياشتي او کلونه په ټولنيز ژوندانه کي د خلگو تر منځ د بېلابېلو اړېکو او مناسباتو په مزبوتوالي او پراختيا پوري اړه لري . موږ که د پښتو ژبي د معياري توب چغي او نارې وهو، بايد د پښتنو تر منځ د بېلابېلو اړېکو و پراختيا او ټينگښت ته ډېر پام وکو.
زه وايم او کاکا! ته که د « ږغ »، « کښېناستل »، « ښکنځل » او داسي نورو په ويلو کي مشکل لرې، زې ( زه يې) پر سر او سترگو منم؛ ځکه زه هم له مشکلاتو او نيمگړتیاوو خالي نه يم؛ اما د مشکل حل دا دئ، چي زه بې په خپله بڼه وايم او ليکم؛ تې ( ته يې) په خپله بڼه وايه او ليکه؛ په دې ډول به نو هم ته يې هم به زه؛ خوکه ته ډبري ته سر نيسې؛ او وايي، چي له دې دوو – درو مغيره بڼو څخه به هرومرو يوه جوړېږي، بيا نو زه پر خپله اصيله او لرغونې بڼه ټينگ ولاړ يم؛ او هيچا ته حق نه ورکوم، چي د پښتو ټکو د لرغونو او اصيلو بڼو پر ځای مي د خپلو اوښتو او مسخ سوو بڼو و ويلو او ليکلو ته اړ کي؛ ځکه داسي پرېکړه علمي او منطقي اساس نه لري؛ او هر غيرعلمي اقدام پايښت نسي کولای .
په پښتو لهجو کي د اکثريت او اقليت يا ډېري او لږي ادعاوي نه اِستِناد او ملاتړ لري؛ او نه هم علمي تاداو او بنسټ . اِستِناد او ملاتړ په دې نه لري، چي موږ خو تر اوسه حتا د هيواد د وگړو بشپړه او دقيقه سرشمېرنه لا نه لرو، د پښتو لهجو د ويوونکو احصاييه خو پر لو( لويه) لار پرېږدئ . د يوې ژبي، په تېره بيا پښتو ژبي د بېلابېلو لهجو د ويوونکو سمه او دقيقه سرشمېرنه د پوهنځی د يوه ډيپارټمينټ څه چي حتا د يوه پوهنتون يا بلي تحقيقي مؤسسې تر سويې هم لوړ کار دئ؛ ځکه د پښتو ژبي د مختلفو لهجو د دقيقي احصاييې دپاره د حکومتو او دولتو په سويه د افغانستان، پاکستان او هندوستان و همکارييو او گډو مرستو ته اړتيا ده؛ ځکه د پښتو ژبي په بېلابېلو لهجو پوري تړلي پښتانه په دې درو هيوادو کي خواره واره دي . عِلمي اساس په دې نه لري، چي د يوې ژبي په مختلفو لهجو کي دا خبره له امکانه ليري نه ده، چي د اکثريت لهجه په غرو او دښتو کي کلابنده يي؛ تر خپلو غرو او ډاگو آ خوا يې څوک و نه پېژني؛ خو د اقليت وگړو له لهجي سره ټول خلگ اشنايي ولري . د همدې دليل له مخي ما ته د اکثريت او اقليت د هندسي فارمول پر ځای د عموميت او اسانۍ اصول، ډېر علمي او معقول ايسي . زموږ ځيني لهجې تر اوسه پوري په خپلو غرو او درو کي ايسار دي؛ ټول پښتانه يې له لغوي زېرمي، وراشو او نورو ژبنييو ځانگړتيا وو سره اشنايي نه لري؛ ترويجول او عامول يې ډېر وخت غواړي . ژبه د پوهولو او پوهېدلو وسيله ده . په هر څه چي خلگ ژر او اسانه وپوهېږی، په هغه لهجه خبري کول گټه لري . د ژبي د معياري کېدو علمي او طبيعي بهير هم په واقعيت کي پر دغه لار روان دئ . دا موږ يو چي په بې ځايه تعصبو او خپلسرييو سره د ژبي د علمي او طبيعي معياري کېدو مخه نيسو؛ ځکه خلگ هغه څه خوښيي او اخلي، چي په ويلواو ليکلو کې تکليف و نه لري . داسي ټکي بېله شکه همغه عام، اشنا او اسانه ټکي دي .
حق خو دا دئ، چي زيار صاب د معياري پښتو په را منځ ته کولو کي د ځينو نورو اصولو تر څنگ د لرغونتيا تر اصل هم تېر سي؛ ځکه يوازي په خوله ويل هيڅ څه گټه نه لري . زيار صاب چي په منطق او استدلال کي وڅلورو دېوالو ته ودرېږي، بيا نو يا د ډېري او لږي و بې بنياده فارمول ته لاس اچيي يا د خپلي ډاکټرۍ په کاغذو خلگ بېريي . زه وايم هغه ډاکټري، پوهاندي، اکاډيميسني او استادي څوک په بلا وهي، چي پر علمي استدلال او منطقو ولاړه نه يي . که د اکثريت او اقليت په بې بنياده او غيرعلمي خبرو پسي وگرځو، بيا خو د معياري کولو و نورو اصولواو قواعدو ته هيڅ ځای نه پاتيږي؛ ځکه د اکثريت لهجه که سمه يي يا ناسمه بايد په پټو سترگو پر نورو لهجو هم و تپل سي؛ حال دا چي علمي مسألې هيڅکله د اکثريت او اقليت د فارمول له مخي نه حليږي . په علمي مسألو کي همېشه د استدلال پياوړيتا ته ارزښت ورکول کيږي . موږ ټول پوهېږو، چي د مځکي د گرځېدو په باره کي د گاليلې نظريه د هغه په ژوند کي هيچا نه منله؛ خو نن ټول جهان د هغه و دې علمي کشف ته ژور درناوی کيي .
موږ بايد د مېخانيکي او غيرعلمي معياري کولو پر ځای د ژبي و اسانولو، پراخولو او علمي کولو ته پام وکو . « سو » يا « شو »، « ږغ » يا « غږ »، « کښېناستل » يا « کېناستل » په يوازي سر و پښتو ته هيڅ نسي ورکولای؛ خو ښه ليکنه، ژوره څېړنه او خوندوره ژباړه وپښتو ژبي ته ډېر څه ورکولای سي . موږ بايد په دې خبرو پسي سر و نه گرځوو، چي دا ښه ليکنه، ژوره څېړنه او خوندوره ترجمه چا کړې ده؛ په جوملو کې « سو » او « سي » ليکلي دي، که « شو » او « شي » . پښتانه دونه بې شعوره او جاهل نه دي، چي په دې کوچنییو او بې ارزښته توپیرو پوه نسي . دا کوچنۍ موچنۍ رنگارنگي د ژوند مالگه ده . لکه څنگه چي مي مخکي د انگرېزي ژبي مثال و وايه، په هيڅ وجه د خلگو د يووالي او پرمختگ مخه نه نيسي .
پښتانه ليکوال، څېړونکي او روښانفکران بايد د قبيله يي او لهجه يي اختلافو پر ځای و خپلو حياتي مسألو ته پام واړيي . د افغانستان په اوسنييو شرايطو کي د پښتانه ليکوال، عالِم او روښانفکره تر ټولو ستر ملي مسووليت او رسالت دا دئ، چي له پښتون اولس سره د پردو يرغلگرو، مزدور رژيم او جنگي ډلو ټپلو د زور زياتي پر ضد د احتجاج ږغ پورته کي . ايا دا خبره منطق لري، چي د پښتو شعر، ادب او نورو فرهنگي ارزښتو د ساتني او پرمختگ په نامه دوري هوري ځغاستي کوو؛ خو د مظلومو او بېوزلو پښتنو و ويرجن حالت ته ځانونه ناگاره اچوو؟! ايا ژبه، ادب، فرهنگ، دين او مذهب بې خلگو څه مانا او ارزښت لري؟! ايا دا د انسانيت او افغانيت خبره ده، چي ټول افغانان، په تېره بيا اسکېرلي پښتانه شپه او ورځ د زړه ويني خوري؛ خو موږ په دې يا هغه غونډه کي يوازي د ځان په غټاوي پسي منډي وهو؟! ايا د افغان اولس د روان ناورين د ختمولو په نیامت مو هم څه ويلي، څه ليکلي يا چيري ځغستلي دي که څنگه؟!
د « سو » او « شو»، « ږغ » او « غږ »، « کښېناستل » او « کېناستل » او داسي نورو لهجه يي او قبيله يي توپيرو پر ځای بايد خپل ټول واک او ځواک و دي ته واړوو، چي د پښتون اولس فکرونه روښانه سي؛ په پښتني کلو او بانډوکي د پوهني ډېوې بلي سي؛ په مکتبو او پوهنتونو کي د پښتنو شاگرادانو او محصلانو شمېر لا زيات او زيات سي؛ هيڅ پښتانه ته د پښتو ويلو او پښتو ليکلو په گونا سپکاوی ونسي؛ او پښتو ژبه د ژوندانه په ټولو برخو کي د مروړلي او زموخته ترجمې له ثانوي دريځ څخه د تأليف، تحقيق او تخليق و مقام ته لوړه سي . . .
په پای کي له ډاکټر صاب څخه هيله کوم، چي زما وسپينو او انتقادي خبرو ته د شخصي او سياسي مخالفت يا لهجه پالني او سمت پالني رنگ ور نه کړي؛ ځکه زه د انسانيت او حقيقت د مکتب پيرو يم . د لهجې، ژبي، قوم او مذهب په لوموکي نغښتل د ځان مرگ بولم .