کور / تازه خبرونه / د سعودی مرستندویه کميټې په مانسهرې کې مرستې وويشلې

د سعودی مرستندویه کميټې په مانسهرې کې مرستې وويشلې

پېښور:د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کميټې د مانسهرې په درې کيمپونو خاکي، ايچړيا او شيخ اباد او بريړي کې په نهه سوه کورنيو د روژه ماتي (افطار الصائم) په نوم مرستې وويشلې، دغه مرستې چې په نهه سوه(900) کارتنه خوراکي توکو مشتملې وې، درې سوه (300) کارتنه په خاکي کيمپ او (600) په ايچړيا، شيخ اباد او بريړي کې وويشل شوې او په هر کارتن کې (لس کيلو وريجې، پنځه ليتره غوړي تيل، پنځه کيلو بوره، دوه کيلو دال، دوه کيلو لوبيا، دوه کيلوبيسن، دوه کيلو کجورې، يو کيلو تانج شربت، دوه کيلو وچې شودې،نيمه کيلو مالگه، نيمه کيلو تور چاى) ځاى په ځاى شوي وه، دا مرستې د پاکستان سيلاب ځپلو لپاره د شاه عبدالله کمپاين لخوا چمتو او د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کميټۍ په همکارۍ د دې مياشتې په پنځه ويشتمه نېټه وويشل شوې، د دغو مرستو د ويشلو پر مهال د مرستندويه کميټې د عاجلو مرستو مسوول استاد محمودالحق دکميټې په نمايندګۍ د بې وزلو سره خواخوږي څرګنده کړه او نوموړې مرستې يې د هغو مرستو لړۍ وګڼله چې د سعودي مسلمان ولس يې د خپلو پاکستاني او افغاني بې وزلو ورونو سره کوي.نوموړي د مرستې د ويشلو پر مهال خپلو وروڼو ته ډاډ ورکړ، او زياته يې کړه چې د سعودي مرستندويه کميټى هميشه بې وزلو ورونو سره مرسته کړې او تر خپله وسه به مرستو ته به دوام ورکوي.