د روزګان ولايت امنيتي مسئولين وايي چي په دې ولايت کي ئې د وسله والو طالبانو پر خلاف عمليات کړي چي په پايله کي ئې تر څلوېښتو زيات وسله وال وژل سوي .
د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند فريد عايل رسنيو ته ويلي چي دا عمليات ئې د ترينکوټ او چارچينو اولسوالۍ په اړونده سيمو کي پيل کړي.
نوموړى وايي چي په دې عملياتو کي دوه پوليس هم ټپيان سوي او اولسي وګړو ته کمه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.