ویسا ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې سرمقاله د اداري فساد پر ستونزې او د هغې په هواري کې د پارلمان د رول په اړه لیکلي.
ویسا لیکلي د ولسي جرګې د کار له پيل سره سم له دې جرګې نه دا تمه کیږي، چې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره پر حکومتي ادارو خپله څارنه جدي کړي.
خو په مطلب کې ولسي جرګې ته دغه چاره ستونزمنه ګڼل شوې او لیکلي یې دي، له فساد سره د جدي مبارزې لپاره تر ټولو لومړی ولسي جرګې ته په کار ده، چې خپله د جرګې غړي له اداري فساد نه پاک کړي.
ویسا لیکلي د ادراي فساد په پیښو کې د وکیلانو ښکیلتیا او د هغوي ځینې غیرقانوني کړنې هغه څه دي چې د ولسي جرګې په عمومي توانايي منفي اغیز اچوي.
محور:
محور ورځپاڼې په یوه مطلب کې له پاکستان سره سرحدي ستونزې څیړلي دي.
محور د چارواکو په حواله لیکلي چې پاکستاني ځواکونه د ننګرهار په ځینو سرحدي سیمو کې له ډیورڼډ کرښې نه په کیکومترونو رامخې ته شوی دی.
ورځپاڼې د ننګرهار د قبایلو او قومونو د چارو د رئیس په حواله لیکلي پاکستاني ځواکونه په کامې، ګوشتې، او لالپورې ولسوالیو کې درې څلویښت کیلومتره د ډیورڼد له کرښې دیخوا را اوښتي دي.
محور لیکلي له پاکستان سره دغه سرحدي ستونزې او له خاورې څخه یې د راکټي حملو ستونزې نور دې حد ته رسیدلي چې یوارې په کابل کې د پاکستان د سفیر په احضارولو نشي هواریدای.
ورځپاڼې لیکلي افغان دولت کولای شي چې دغه ستونزې ملګرو ملتونو او ناټو سازمان ته وړاندې کړي، تر څو معلومه شي چې پاکستان له دغې لارې کوم دام غوړولی دی.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې همدا مسئله څیړلې او لیکلي یې دي، افغان دولت باید د پاکستان له خاورې د راکټي حملو مسئله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کړي.
ورځپاڼې لیکلي په یو شمېر ختیځو سرحدي سیمو د پاکستان له خاورې راکټي حملې په داسې حال کې دوام لري چې د پاکستان صدراعظم په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزی سره د یو بل د هېوادونو په چارو کې د نه مداخلې ژمنه وکړه.
هېواد دولتي ورځپاڼې نن هم په خپل لومړي مخ کې د جګپوړو چارواکو او ادارو د غونډو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.
د هېواد د لومړي په غټ سرلیک کې راغلي، د وزیرانو شورا په وروستۍ غونډه کې یو شمېر مهمې موضوع ګانې وڅیړل شوې او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د اداري فساد پرضد مبارزې کې د ولسی جرګې پر رول لیکلې.
سرنوشت لیکلي که ولسي جرګه په ریښتا د ادراي فساد پر ضد مبارزه غواړي، نو دغه مبارزه دې لومړی له ځانه پيل کړي، لکه څرنګه چې ځینو وکیلانو همداسې یوه غوښتنه کړې.
سرنوشت لیکلي په ولسي جرګې کې باید د ځینو کیلانو د معامله ګرۍ او د ادعا شوي فساد مخنیوی باید وشي.
ورځپاڼې د خپلې سرمقالې په پای کې لیکلي، که ولسي جرګه د ځان په اصلاح کولو وتوانیږي، له هغې وروسته یې د حکومت د اصلاح او دفساد د مخنیوي لپاره یې هڅې اغیزمنې پریوځي