موږ او تاسی پښتانه هم عجیب طبعت لرو صرف پدی خوشحاله یو چی د اعلحضرت احمد شابابا او اعلحضرت میرویس خان نیکه لمسایان یو او هر چا ته هم دا وایو او ځان هم در هر چا لوړ بولو او په میړانه یی نازیږو خو دا فکر مو هیڅکله ندی کړی چی هغو څه وکړل او موږ څه کوو هغو پیړی مخکی ډیلی او تهران فتح کړل او موږ اوس خپل سرحد نسو ساتلای او د هغو و مخ ته به د دنیا نامیانو خبری نشوای کولای او مونږ اوس د تور لینګیو پنجاپیانو او ایرانی اخوندانو غلامی کووو صرف د یو څو پیسو لپاره . نو ایا د دی خبرو پس موږ ځانو ته داعلیحضرت احمد شابابا او اعلیحضرت حاجی میرویس خان نیکه لمسیان ویلای شو کنه زما په فکر که خپل په ګریوان کی وګورو جواب به منفی وی
او بل دا چی موږ پدی خطاوتلی یو چی ریس جمهور مو پښتون دی خو دی ته فکر نکوو چی ایا هغه زموږ لپاره کو مثبت کارونه کړیدی که نه او ایا هغه زموږ په مشکلاتو ځان خبر کړیدی که نه خو متاسفانه موږ یی صرف په نامه باندی خوشحاله یو چی ولا ریس جمهور پښتون دی که څه هم زه د ریس جمهور خلاف نه یم ځکه چی ځینی مثبت کارونه یی هم کړیدی چی باید سترګی پری پټی نکړو خو زه د ځینو هغه خلګو یا هغو پښتنو مشرانو او دپارلمان او مشرانو جرګی دغړو څخه سخته ګیله لرم چی هغوی هم دخپلو ولایتونو لپاره هغومره څه ندی کړی لکه د افغانستان دغیر پښتنون میشتو ولایانو مشرانو او وکیلانو چی د خپلو ولایاتو لپاره کړیدی .
ګرانولوستنکو تاسو به خبر یاست چی د پښتو ژبی د نابودولو ډیر سخت کمپاین روان دی چی نوموړی کمپاین د ګاونډیانو لخوا په ډیرو لارو عملی کیږی چی یو د هغی څخه یی هم رسنی او مطبوعات دی زه دا نه وایم چی خدای مکړه ټولی رسنی پدی کښی شاملی دی خو د رسنیو اکثریت پدی کمپاین بوخت دی چی یوه بیلګه چی زه یی پخپله هم شاهد وم پلاندی ډول وړاندی کوم .
د 9/5/1390 تاریخ او دجعمی مبارکه ورځ وه کور ته راغلم تلویزون می چالان کړی چی کوم خبری چینل په ونیسم نو د چینلو په اړولو بوخت شوم چی طلوع نیوز په مخکښی راغلی چی د ملی اردو د روزنی او ښونی په اړه یی یو راپور چمتو کړی وه چی ډیرو برخو ته یی اشاره پکښی کړی وه خو له بده مرغه په نوموړی راپور کښی ځینی داسی خبری ذکر شوی وی چی بلقل د افغانیت خلاف وی او اوس زه د هغه خبریال د راپور صرف هغه برخه لاندی درته ذکر کوم کوم چی زه د پښتو ژبی د نابودی پر ضد د کمپاین یوه برخه بولم .
طلوع نیوز خبریال پښتو ته ژباړه : ( یو کار چی زه یی په 215 تندر قول اردو د سربازانو د درس په برخه کښی هیران او د کوم چی زه پخپله هم شاهد وم هغه دا چی کتابونه په دری ژبه وه خو استاد په پښتو ژبه تدریس کول ) د ژباړی پای .
د نوموړی موضوع په اړه خبریال د ملی دفاع وزارت د یوچارواکی سره هم مرکه درلوده چی هفه هم دا وغندل او وعده یی ورکړه چی دا موضوع به د وزارت د کلتوری چاره په کمیسون کښی هم یادوی او ددی موضوع څیړنه به حتما کوی نو زه اوس ستا ټولو لوستنکو څخه دا پوښتنه کوم چی ایا په پښتو باندی درس ویل او یا درس ورکول کوم جرم دی هغه هم په یو داسی یو ولایت کښی لکه هلمند چی اکثریث اوسیدونکی یی پښتانه دی خو د طلوع نیوز پورته راپور زه ډیر حیران کړم او حتی ما ته د پښتنو پر حال ژړا راغله او دخپل زړه د درد د لږولو لپاره می یو څو اوښکی توی کړی او دلوی او متعال څښتن ستر حضور ته می لاسونه پورته کړل او د پښتنو د دی غرقیدونکی کښتی د نجات دعا می وکړه.
زه تعصب نکوم او تعصب یو ناروا عمل بولم خو رشتیا ویل د ځان ، هر افغان او هر انسان حق ګڼم او رشتیا ویل تعصب نه ګڼم او هر هغه څوک چی تعصب کوی هغه افغان او بیا مسلمان نه بولم او که په کوم کور، دفتر او یا ملک کښی بی اتفاقی او تعصب راشی هغه خرابیږی او هرومرو به خرابیږی ځکه چی که تعصب او بی اتفاقی راغله نو خپله هر شی لمنځه ځی او خرابیږی
ګرانو وړونو او خویندو موږ او تاسی اوس په یو داسی وخت کښی قرار لرو چی که مو پښتو وویل یا ولیکل نو جرم مو وکړ او زموږ څخه به په یوه او بله پلمه تحقیقات کیږی چی ولی مو پښتو وویل یا ولیکل چی یو ښه بیلګه یی ما پورته ذکر کړل نو لدی امله پښتانه باید بیکاره کښیننی او پښتو ددغه حالت څخه راوباسی.
خو زه د پښتو د نوموړی حالت مسولین غیر له پښتنو څخه بل څوک نه بولم ځکه که پښتنو پخپلو منځو کښی اتفاق درلودای نو اوس به د پښتنو او د پښتو دغه حالت نه وای نو لدی امله یو ځل بیا پر ټولو پښتنو ږغ کوم چی بسته نور خوب بس دی را کښینی او خپلو منځو کښی اتفاق او اتحاد وکړی او پښتنو ته دا ویل غواړم چی په تاسی کښی اوس هم د اعلحضرت احمد شابابا او اعلحضرت میرویس خان نیکه وینه جریان لری او غیرت یی درکښی نغښتی دی او تاسی د هغه نیکو لمسیان یاست چی د دنیا ابر طاقتونه یی په ګونډو کړیدی او تاسی کښی اوس هم خپل د هغه نیکو غیرت پاته دی چی انګریز یی خپل د مللک څخه وشړی او روس یی په ګونډو کړی او داسی نور .
او یو بله غوښتنه د ټولو پښتنو څخه کوم چی خدای په خاطر خپل اولادونه باندی تعلیم وکړی او دا تعلیم باید یوازی تر مکتبه پوری محدود نه وی بلکه باید لوړی زدکړی هم په وکړی تر څو موږ پښتانه وتوانیږو چی په هر برخه کښی نړیوالو سره سیالی وکړو او ځینی خلګ دا وایی چی پښتانه ټمبلان دی اوشی یی نه زده کیږی خو زه ددی خبری سر سخت مخالف یم او زه به تاسو ته د پښتنو د لیاقت او د هغوی د خدای ورکړی استعداد یوه بیلګه وړاندی کړم هغه دا چی د دنیا څلورم مسلمان او لومړنی افغان چی فضا ته ختلی وه هغه ستر پښتون دافغانستان فخر ښاغلی عبدالحد مومند وو .
نو لدی څخه دا ثابیتیږی چی پښتنو ته خدای ج ډیر ښه استعداد ورکړیدی خو که دوی ښه ګټه تری پورته کړی او بل دا چی پښتانه ډیر ښه غیرت لری خو بدبختانه باید ووایم چی اتفاق نلری نو که پښتانه سره یو ځای شی او خپلو منځونو کښی اتفاق او اتحاد وکړی نو د دنیا هیڅ ابر طاقت به ددوی په مخ کښ ددریدو جرعت ونکړی .
نو په پای کښی یو ځل بیا پر ټولو پښتنو باندی ږغ کوم چی د خدای په لحاظ راویښ شی او د پښتو او پښتنو غرقیدونکی کښتی د غرقیدو څخه وژغوری او د پښتو لپاره په رشتیا او اخلاص سره کار وکړی تر څو مو خپله ایمانی او وجدانی وظیفه اجراکړی وی .