کور / هراړخیز / د مومند معالجوی روغتون څخه نړی مننه !

د مومند معالجوی روغتون څخه نړی مننه !

د لراوبر يوه لوستونکي د کندهار ولايت د يوه روغتون هغه هڅه ستايلې ده چي له مخي به يې د روژې په مياشت کي د ناروغانو عملياتونه په وړيا توګه اجرا کوي . موږ ولس ته دخدمت په لاره کي د مومند روغتون دغه هڅه ستايو او رارسيدلئ متن کټ مټ خپروو .

درنو لوستنکو موږ او تاسی ټول پوهیږو چی افغانستان د هر پلوه کړیدلی او دردیدلی دی او اوس هم کړیږی نو په داسی هیواد کښی هر راز مرسته خصوصا طبی مرسته د هغه هیواد پر وګړو باندی ډیره مثبت اثر لری او ټول پوهیږو چی هیڅ هیواد د خصوصی سکټور د مرستی پرته نسی جوړیدای او که موږ او تاسی د دنیا پرمختللی هیوادو ته یو نظر واچو نو را ته جوته به شی چی د هر هیواد په پرمختګ کښی خصوصی سکټور د پام وړ ونډه درلودلی ده .

چی اصلی موضوع را څخه پاته نشی نو بیرته خپلی اصلی موضوع ته راځم هغه داسی چی تیره پنجشنبه چی د روژی د مبارکی میاشتی شپه وه کندهار تلویزون دخبرونو په پای کښی په خبرتیاو کښی می د یو خصوصی روغتون ډیر حیراونکی او خوشحاله کونکی خبر واوریدی چی متن یی همغسی په لاندی ډول درته وړاندی کوم.

د خبرتیا متن: ( په کندهار ولایت کښی مهمند معالجوی روغتون چی مخکی د ایوبی روغتون پنامه یادیدی د کندهار ښار ټولو ښاریانو ته خبر ورکوی چی ټول هغه عملیاتونه چی مخکی د نقدی پیسو په مقابل کښی تر سره کیدل اوس د روژی د مبارکی میاشتی په مناسبت سره په وړیا ډول تر سره کیږی. )

درنو لوستنکو تاسو باور وکړی چی د نوموړی خبر په اوریده سره می سترګو اوښکی وکړی او د نوموړی روغتون مسول ته می د زړه له قومی دعا وکړه او د خدای پاک شکر می ادا کړی او دعا می وکړه چی خدای پاک دی ټولو شتمنوهیوادوالو ته د مهمند معالجوی روغتون د مسول پشان توفیق ورکړی .

د نوموړی خبر په اوریدو سره می هوډ وکړی چی د مهمند روغتون او دهغه د مسول په اړه معلومات ټول کړم چی خوشبختانه د نوموړو معلوماتو په ټولو کښی تر ډیر حده پوری کامیابه شوم او په لاندی ډول هغه معلومات درسره شریکوم کوم چی ما تر لاسه کړیدی.

اوسنی مهمند روغتون چی مخکی د ایوبی روغتون پنامه یادیدی دری کاله مخکی ایوبی صاحب پر حاجی محمد صدیق باندی وپلوری چی اوسنی مسول یی هم حاجی محمد صدیق دی چی په اړه یی زیات معلومات نلرم خو د ډیرو زیار ورسته می په اړه لږ معلومات پیدا کړل هغه دا چی حاجی محمد صدیق د کندهار ولایت یو د بااحساسه ملی تجارانو څخه دی چی همیشه یی دا ډول مهمی مرستی کړی او همیشه یی بیوزله کندهاریانو دردونه دوا کړیدی او دده په اړه د معلوماتو ټولو په دوران ټولو دوستانو ده ده د عجزی په اړه ډیر توصیف راته وکړی چی دی ډیر عجزه شخصیت دی او د یادولو وړ ده چی د مهمند روغتون په هر بخش کښی د تیرو دوو کلونه په پرتله د پام وړ مثبت بدلونونه راغلی .

او په پای کښی زه یو ځل بیا د ټولو کندهاریانو په استازیتوب د ښاغلی حاجی محمد صدیق څخه زیاته مننه کوم او هیله ور څخه کوم چی پردی مرستو بسنه ونکړی بلکی خپل دا ډول مرستی همیشه جاری وساتی .

په درنښت

د کندهار ښار یو اوسیدونکی