د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې له بیلابیلو نورو مسایلو سربیره په ختیزو سرحدي سیمو باندې د پاکستان له خاورې د راکتي حملو په اړه هم تبصرې کړي دي.
ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې په دغو حملو تبصره کړې او د نړیوالو ځواکونو پر چوپتیا یې انتقادونه کړي.
ویسا لیکلي پر افغانستان دغه بریدونه په داسې حال کې کې کیږي چې افغانستان له امریکا او ځینو اروپايي هیوادونو سره د ستراتیژيکو همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي.
ورخپآڼې کښلي له دې تړونونو سره سره د پاکستان له خاورې ددې راکټي حملو په وړاندې امریکا او اروپايي هیوادونو چوپ دي او په افغانستان کې میشت ځواکونه یې هم غبرګون نه ښيي.
خدمتګار ورځپآڼې بیا په خپل یوه مطلب کې ددغو بریدونو په اړه د افغان حکومت پر دریځ یوه تبصره لیکلې.
خدمتګار ورځپاڼې د ځینو کتوونکو نظر راخیستی چې ویلي یې دي، افغان حکومت د پاکستان له خاورې ددغو بریدونو په اړه لا هم شک کوي.
په مطلب کې د افغان حکومت د یوه جګپوړي چارواکي خبرو ته اشاره شوې، چې ویلې دي، لومړی باید ددغو بریدونو په اړه د راپورونو کره والي معلوم شي.
خدمتګار لیکلي پر کنړ او نورستان د پاکستان له خاورې د بریدونو پر ضد باید مدنې ټولنې او ولس مظاهرې وکړي.
هیواد ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې ددغو راکټي حملو په اړه د افغانستان د ملي امنیت د شورا د وروستۍ غونډې راپور خپور کړی.
په مطلب کې راغلی د ملي امنیت شورا امنیتي ارګانونو ته لارښوونه کړې، چې ژر تر ژره ددغو بریدونو په اړه یو بشپړ راپور برابر کړي.
هیواد د خپلې ننۍ ګڼې په سرمقالې کې له دوبنیو رخصتیو وروسته د ولسي جرګې د کار د پیلیدو موضوع څیړلې. هیواد لیکلي د ملي شورا غړي په خپلو درې میاشتو رخصتیو کې باید کلیو او بانډو ته تللي وي او اوس د خپلو خلکو د ستونزو په اړه د ولسي جرګې عمومي غونډې ته راپور ورکړي.
خو د هیواد د سرمقالې په یوې برخې کې راغلي، له بده مرغه چارواکي او د ولس استازي ولایتونو او کلیو ته دومره سفرونه نه لري څومره چې بهرنیو هیوادونو ته یې کوي.
محور ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې د ملي شورا د کار د پیلیدو موضوع څیړلې او ویلي یې دي، په تیرې دورې کې د ولسي جرګې لویه ستونزه د وکیلانو غیرحاضري وه.
په مطلب کې راغلي که چیرې سږ کال هم د ولسي جرګې په ورځینو غونډو کې د وکیلانو څوکۍ تشې وي نو دا کال به هم د تیر هغه په شان سم نتایج ونه لري.
د مطلب په دوام کې راغلي، تیر کال د وکیلانو د ډیرې غیرحاضرۍ له امله یو شمیر قوانین له تصویبه پاتې شول.