پېښور:په پېښور کې د مېشتو افغان ترانسپورت چلوونکو لخوا غونډه ترسره شوه. چې په کې د لرې او برې پښتونخوا د ترانسپورت چلوونکو د اتحادييو رئيسانو او يو شمېر لارۍ چلوونکو گډون درلودپه غونډه کې يوشميرستونزې په پام کې ونيول شوې . غونډې ته د ترانسپورت د اتحاديې مرستيال محب الله خان وويل د افغان ترانسپورت چلوونکي ډېرې ستونزې د افغان ترانسپورت څانگې له لوري حل شوي. محب الله زياته کړه چې په پېښور کې د ترانسپورت څانگې مدير حاجي غلام سخي د دوى ستونزې ترډيره بريده حل کړي او د پاتې ستونزو کې د خيبر پښتونخوا او افغان دولت سره خبرې کړي .غونډې ته يو شمېر نورو ترانسپورت چلوونکو هم ويناوې وکړه. د ترانسپورت له څانگې څخه يې خوښي ښکاره کړه. خو په پېښور کې د افغان ترانسپورت څانگې مدير حاجي غلام سخي بيا دغه کار خپله يوه ملي فريضه گڼي او زياتوي چې هيڅکله به هم د ترانسپورت په څانگه کې چا ته څۀ ستونزه راولاړه نه کړي نوموړي زياته چې هڅه به کوم که په راتلونکي کې کومه ستونزه پيدا شي دوى به يې د حل لارې گوري.