اسلام اباد :پژواک د خبرله مخې د پاکستان د کډوالو چارو وزارت وايي، چې د کابينې د پرېکړې له مخې، د روان زېږديز کال تر پايه بايد ټول افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.د پاکستان د کډوالو چارو وزير انجنير شوکت الله خان له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د وزيرانو شورا په ٢٠١٠ زېږديز کال پرېکړه کړې وه، چې تر ٢٠١٢ زېږديز کاله پورې بايد ټول افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.هغه زياته کړه، چې اوسمهال په پاکستان کې يو ميليون او اوه سوه زره قانوني راجستر شوي او يو ميليون غير قانوني افغان کډوال مېشت دي.نوموړى وايي: ((د کابينې له پرېکړې سره سم بايد افغان کډوال له ياد مهالوېش سره سم خپل هېواد ته ستانه شي.))انجنير شوکت الله خان د دې پوښتنې په ځواب کې، چې له ټاکلي مهالوېش وروسته به له افغان کډوالو سره څه ډول چلند کېږي، وويل، چې دوى به غير قانوني وګڼل شي او له قانون سره سم به ورسره چلند وشي.د هغه په وينا، مرکزي او ايالاتي حکومتونه به بيا پرېکړه کوي، چې له دغو افغان کډوالو سره چې له ټاکلي مهالوېش سره سم خپل هېوادته ستانه نه شي، څه ډول قانوني چلند وشي.د پاکستان د سرحدونو او کډوالو چارو وزير وويل، چې دوه کاله مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (يو. اېن. اېچ. سي. آر) سره د (افغان کډوالو د بېرته ستنېدو ستراتيژۍ) ((AMRS)) (Afghan Management and Repatriation Strategy) له مخې به تر ٢٠١٢ کاله پورې افغان کډوال بېرته پر خپله خوښه خپل هېواد ته ستنيږي.خو په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (يو. اېن. اېچ. سي. آر) د عامه اړيکو يوه غړې دنيا اسلم خان وايي، چې د روان زېږديز کال تر پايه د افغان کډوالو ستنېدل به پر خپله خوښه ترسره کېږي.د هغې په وينا، که چېرې څوک له ټاکلي مهالوېش څخه پاتې شول، نو هغوى ته به د لنډمهاله مودې لپاره د پاتې کېدو قانوني اجازه ورکول کېږي.نوموړې وويل، چې دغو کډوالو ته به د د سوداګرۍ، تحصيل او يا هم د کار په څېر اجازه نامې ورکول کېږي او پاکستان ورسره په دې اړه موافقه کړې ده.د کډوالو د عالي کمېشنرۍ دغې غړې وويل، چې د افغان کډوالو د قانوني اوسېدا لپاره د نوم ليکنې پروسه په ٢٠٠٦ زېږديز کال پيل شوې وه او په ٢٠٠٩ کال کې بيا تمديد شوه.په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مطبوعاتو مسوول زردشت شمس پژواک اژانس ته وويل، چې د افغان کډوالو په کوربه توب د پاکستان له دولت او خلکو خوښ دى خو په زوره د کډوالو له بېرته ستنولو سره يې مخالفت وښود.هغه زياته کړه، چې دا ستونزه درې اړخه لري او بايد په درې اړخيزه غونډه کې پرې بحث وشي.شمس له پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې د کډوالو په مسئله کې دې نړيوال قوانين او د جنيوا تړون په پام کې ونيسي.