وطن وران شو په جنګونو
په ماينونو په بمونو
ماشينګنو په اورونو
په ځان مرګو بريدونو
دا جنګونه به تر څو وي ؟؟؟
دا اورونه به تر څو وي ؟
ډيري ميندۍ شولۍ بورۍ
ډيري خويندۍ شولۍ کونډۍ
ماشومان مو يتيمان شول
په کوڅو کۍ سرګردان شول
پوهی زدکړی په ارمان شول
دا جنګونه به تر څو وي ؟
دا دردونه به تر څو وي ؟
ډيرو پريښي خپل وطن دی
خپله مينه خپل ګلشن دی
د خپل پلار نيکه مدفن دی
ځکه جنګ دی دلته جنګ دی
دا جنګونه به تر څو وي ؟
دا اورونه به تر څو وي ؟
دنيا وخوت آسمانو ته
پرمختګ لوړو سرو ته
د ژوند نوي پړاوو ته
خو زمونږ وطن کی جنګ دی
د اوږدو کلونو جنګ دی
دا جنګونه به تر څو وي ؟
دا دردونه به تر څو وي ؟
وطن وران شو ﻻ ورانيږي
د ا ميراث مو دپلرونو
په اورونو کی سوځيږي
شتمنی مو د نيکونو
په اوبو کی ﻻهو کيږي
څاڅکی وينه چه تويږي
د خالد زړه پری ځوريږي
دا جنګونه به تر څو وي؟
دا دردونه به تر څو وي ؟؟؟