دا پلا درته د پښتني- افغاني فرهنگ له مخکښو څېروسره د مرکو په لړکې يو داسې نوښتگر ليکوال او ويناوال در پېژنو، چې پهټوله رښتينولۍ يې خپلې پنځونې د افغان اولس د وياړونو او دردونو ځلونې او انځورنې ته ځانگړې کړې دي. زموږ دغه پياوړیليکوال او نوښتگر شاعر گران او منلی عبدالغفور لېوال دی. ده په خپل ځوان منگ (۳۸کلنۍ) کې گڼ څېړنيز اثار او ادبيپنځونې چاپ ته سپارلي او نور ډېر څه يې د چاپي او برېښنايي رسنيو له لارې خپاره کړي دي.
موږ د دغه هڅاند او پياوړي پوهيال او فرهنگيال د اند و ژوند د ښه ترا پېژندنې په موخه د يو لنډ ژوند ليک په ملتيا دڅونومورو علمي او ادبي څېرو ليدتوگې تر لاسه کړې دی. هيله ده، ورسره نورې څرگندتياوې به يې هر گوره، له شعري بېلگوسرهد مرکې په ترڅ ترڅ کې درنو مينه والو ته وړاندې شي. دا تاسې او پياوړی ويناوال لېوال صاحب.
ښاغلی عبدالغفور لیوال د علي محمد خان زوی دی. دی په خټه صاحب زاده حسین خیل دی چې پر (۱۹۷۴) زیږدیز کال د کابل ولایت د (موسهي) ولسوالۍ په یوه درنه کورنۍ کې زیږیدلی دی.
نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د کابل ښار په اعتبار خان لیسه کې او خپلې لوړې زده کړې یې پر (۱۳۷۲ل) کال د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پښتو څانګه کې پیل او یو کال وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په پښتو څانګهکې تر سره کړې دي. پر (۱۳۸۳ل) کال د یو سکالر شپ ( بورس ) له مخې امریکا ته ولاړ او په ژورنالیزم او سیاسي علوموکې یې خپل څانګپوهیز لاسوند له (مریلنډ پوهنتون) څخه ترلاسه کړ.
رسمي، علمي او ټولنیزې چارې او دندې:
– پر (۱۳۷۴) لمریز کال د (هنداره) خپرونې خبریال او د کتنپلاوي غړی.
ـ پر (۱۳۷۴-۱۳۷۶ ل) کال د کابل پوهنتون د فرهنګي شورا مرستیال.
– پر (۱۳۷۷-۱۳۸۰ ل) کال دافغانستان د مرستو د بشري حقوقو د څانګې غړی.
– پر ( ۱۳۸۰ ل) کال په کابل کې د (جګړې او سولې د راپور جوړونې د انستیتوت) لومړنی کتونکی(اډیتور) او مسوول.
– پر (۱۳۸۱ ل) کال په کابل کې د آزادۍ رادیو د پښتو څانګې کتونکی او خبریال.
– پر (۱۳۸۱-۱۳۸۲ ل) کال د افغانستان د اساسي قانون د کمیسیون د مطبوعاتي څانګې مشر او د دارلانشا ویاند.
– پر (۱۳۸۴ل) کال د افغانستان د وزیرانو شورا فرهنګي سلاکار او د فرهنګي چارو د ادارې مشر.
په هېواد كې دبېړنۍ لويې جرګې لپاره دهېواد دليكوالو، شاعرانو او ژورناليستانو غوره شوی استازى او د اساسي قانون د لويېجرګې د رسنیزو چارو دسمون پازوال.
له (۱۳۸۵) لمریز کال راهیسې د افغانستان د سیمه ییزو څیړنو (مطالعاتو) مرکز لومړنی مشر دی چې دعلومو اکاډمۍ ترڅنګدیوه علمي ـ څیړنیز مرکز په توګه پرانیستل شوی دی. همدارنګه دافغان ادبي بهیر، رشاد کره کتنې او د (( علم او ادب دخپراوي ټولنې )) همېشنی غړی هم دی.
چاپ شوي څیړنیز اوپنځیز آثاریې په لاندې ډول دي:
ـ د شعرونو لومړنۍ ټولګه (( مخه ښه او دوه منظومې )) یې پر (۱۳۷۶ل) کال په پېښور کې چاپ شوې ده.
ـ دویمه شعري ټولګه ( ژړا ، اور ، مینه ) یې پر (۱۳۷۷ل) کال په پېښور کې چاپ شوې ده.
ـ د( هوسۍ تاریخي، حماسي منظومه) یې پر (۱۳۷۸ل) کال په پېښور کې چاپ شوې ده.
ـ د (ارشاك او اوشاس تاریخي، حماسي منظومه) یې پر (۱۳۸۰ل) کال په پېښورکې چاپ شوې ده.
ـ د (وريښمو تول) دپښتو شعر اوسمهالي بهير كره كتنه یې پر(۱۳۸۱ل) کال په كابل کې چاپ شوې ده.
ـ د (ماشومانو لپاره کیسې او بوختیاوې) یې د ماشومانو د ادبیاتو په اړه پر( ۱۳۸۱ل) کال په كابل کې چاپ شوې ده.
ـ د ( نیلو فرو کیسې ) راټولونه (دافغان ښځو په اړه دبيلابيلو ليكوالو كيسې) یې پر ( ١٣٨١ ل ) کال په پېښورکې چاپ شوې ده.
ـ د ( کله چې ته خپه شې ) شعري ټولګه یې پر (۱۳۸۲ل) کال په کابل کې چاپ شوې ده.
ـ د (نه ته مې هيره نه وې ) شعري ټولګه یې پر (۱۳۸۴ل ) کال په کابل کې چاپ شوې ده.
ـ د ( ټرای ښځې، ژباړه) اثر یې (له ارواښاد اسد اسمایي سره ګډ) پر (۱۳۸۷ل ) کال په کابل کې چاپ شوې دی.
ـ د ( ښځې لام او ایلینو، تاریخي، حماسي منظومه) یې پر (۱۳۸۸ل ) کال په کابل کې چاپ شوې ده.
ـ د (ادبي یادښتونه، د څیړنیزو مقالو ټولګه) یې پر (۱۳۸۹ل ) کال په کابل کې چاپ شوې ده.
ـ د (ته زما ټوله شاعري یې) شعري ټولګه یې د لومړي ځل لپاره پر (۱۳۸۹ل ) په کابل کې او د دویم ځل لپاره پر (۱۳۹۰ل)کال په پیښور کې چاپ شوې ده.
ـ د (اروايي ښامار) د پوهاند سید بهاالدین مجروح پښتوادبي آثارو رواني څېړنه یې پر(۱۳۸۹ل) کال په پکتیا کې چاپ شوې ده.
ـ د (درېیمه لاره، دسیاسي ـ ټولنیزو مقالوټولګه) یې پر(۱۳۸۹ ل ) کال په کابل کې چاپ شوې ده.
ـ د (شعري سېمبولونه ، دادبي تیوري په اړه علمي رساله) یې پر (۱۳۹۰ل)کال په کابل کې چاپ شوې ده.
(۱۳۹۱ل)کال ـ د (راه سوم، سیاسي ټولنیزې مقالې ، دغوث جانباز دري ژباړه )یې پر
په کابل کې چاپ شوې ده.
ـ د (افغانیزم ، سیاسي ټولنیزې مقالې) یې پر (۱۳۹۱ ل)کال په کابل کې چاپ شوې ده.
او له (سل) څخه ډیرې علمي سیاسي، ټولنیزاومسلکي مقالې یې د هیواد په مهالنیو کې چاپ شوې دي.ځینې ناچاپ کتابونه هم لري چې ډیر ژر به چاپ شي.
ـ اکاډيميسن پوهاند عبدالشکور رشاد چې د پښتو ادب یونومیالې او پوخ لیکوال دی، د لیوال صاحب د یواثر په اړه چې (د هوسۍمنظومه) نومیږي شپږ مخيزه سريزه کښلې ده. ده په خپله سریزه کې عبدالغفور لېوال يو رمزنګار شاعر بللى او زياته کړې يېده، چې د هوسۍ ډرامه
په پښتو ادب کې د خپل اسلوب له مخې، د رمزنګارۍ يوه ښه بیلګه ده. استاد رشاد صاحب وایي:
( دلته موږ وینو چې زموږ ځوان رمزنګار په څومره مهارت د وطن پلورونکو او پردي پالو له مخه څخه د چل او دروهي نقاب هیسته کړی دی. څوک چې د هوسۍ ډرامه ولولي یا یې واوري زه باور لرم دا به ومني چې په دې ډرامه کې د پيښو ترکیب او څومره ابتکار لري. (plot) تسلسل
مافوق الطبعیت کردارونه پکښې نسته، تشبیهات او استعارې یې په زړه پورې دي تخییل یې عالي دی، د بیان ژبه یې اغیزناکه، سلیسه او محاوري ته نژدې ده ـ مکالمې یې له حال او محل سره برابرې دي، ابتذال نه لري ځینې مکالمې یې د دښمنانو په مقابل کې خسمونه او نفرتونه پاروي، ځینې مکالمې یې د ویاړونو د بیا ژوندانه هڅې او د غرور غریزې له خوبه پاڅوي.
د خوشالۍ خبره ده چې زموږ ځوان شاعر توانیدلی دی د ډرامې د لوستونکو یا اوریدونکو په زړونو او ذهنونو کې د وطن سرشاره مینه او د ویښتابه ښاغلي هڅې د افتخاراتو د راستنولو له تودې جذبې سره وخوځوي…)
ښاغلي لیوال په خپلو شعرونو کې د افغاني ټولنې ریښتینې څیره له ټولو ورپېښو دردونو او کړاوونو سره په ډیره میړانه او زړورتیا په شاعرانه احساس او هنرمندانه ژبه خپلو هیوادوالو، لوستونکو اواوریدونکو ته په ډاګه کړې ده. ده ته خدای پاک یو لوی ادبي او شعري استعداد او وړتیا ور په برخه کړې ده.ده د خپل لوړ فکر او ریاضت په هڅو خپل شعري موخه او پیغام له جولیز او مانیز پلوه پسوللي او رنګین کړي چې ته به وایې سړی د یوه هنري فلم ننداره کوي. دې بیلګو ته یې ځیر شئ :
د یو خړ ماښام فضا ده په دره کې
لومړني ستوري سترګګ وهي آسمان کې
د درې له دواړه لوريو شنو ځنګلونه
دچنچڼو غږ لا اوس هم پورته کېږي
چېرې بوم غږ رابهر کړي له ځنګله نه
داسې ښکاري شپه په بیړه را روانه
یو کاروان راځي په لاره له چتراله
دوه سپاره یې مخامخ شول په دره کې
يو سپين آس پرې اسماني ټیکری رپيږي
په سمند باندې يو دنګ زلمی ښکاريږي
په چوپتیاکې سپاره مل دلوی کاروان شول
په ځنګله کې چې خاموش جوړه مارغان شول
په دره باندې رڼا دسپوږمۍ راغله
سیند دستورو شنه هینداره شوه ځليږي
يوې ښکلې سر د پلار پر ټټر ايښي
په رکاب کې یې دځوان توره ځليږي
او یا وایي:
روح لـکه هېنداره
زر ځلې كافر شومه بيا دې مسلمان كړمه
زه له خټو جوړ ادم مينې دې انسان كړمه
روح مې آيينه غوندې ته يې د ښكلا تصوير
څومره رانږدې شولې څومره دې جانان كړمه
تا ته چې درګورمه څنګه به مومن شمه
ستا په عشق كې ډوب يمه څنګه دې ايمان كړمه
څاڅكى د شبنم يمه پروت په يوه شنه پاڼه
يو ځل كه راوګورې څاڅكى به باران كړمه
هره ساه مې زړه كې يې هره ساه مې سترګو كې
چېرته دې پيدا كړمه چېرته دې پنهان كړمه
ـ پوهاند دوکتور مجاوراحمدزیار، چې زموږ دهیواد نومیالی فرهنگيال څواړخيز منلی شخصیت ژبپوهاند او ادبپوهاند، ليکوال،رسنوال او تکړه وينا وال دی د ښاغلي غفور لیوال د شعري ټولګې په اړه، چې (ته زما ټوله شاعري یې) نومیږي، په خپله یوهلیکنه کې داسې کښلي دي:
[ ((ته زما ټوله شاعري يې)) يو زړه راکښونکی شاعرانه نوم دی چې دپښتني- افغاني ځوان پښت استازندويه نوښتگر شاعرغفور لېوال پکې د خپلې ازادې او نيم ازادې ريالېستي شاعرۍ گردې پنځونې په يوځايي ډول رانغښتې دي. شاعرانه نوم يې پهدې بولم چې زما په څېر، د ژبني هنر او بيا يې د هنري ترين ځېل نور مينه وال ځنې د يوې رښتيني او نوښتگرانه شاعرۍ جاجاخېستلای شي، يو داسې نوم چې په ليدو او اورېدو سره مو د يوه ورته نومولي انځور د ذهن پر پرده راټوکېږي.که نه، له وچکلک دوديز نامه((کليات)) څخه، له پنډوالي او پېړوالي پرته، بل څه جاج رامخته کېدای شو!
نوره د هرچا خوښه او خورمنځ چې پخپله غفور لېوال څه وړ شاعر نوموي، خو زه يې د تېرو هېرو او نوو حماسو تاندوونکیاو پنځوونکی بولم، او له همدې ليد توگې اوگوټپېره يې د ارزولو يوه هڅه کوم.)]
ـ د ښاغلي پوهاند دوکتورزیار صاحب د خبرو پر استناد د ښاغلي لیوال په شعرونو کې د پخوانیو او نویو حماسو اغیز، کلیوالي او تاریخي کرکترونه او وییپانګه په ډیر ښکلي او زړه راښکونکي شکل داسې انځور شوې دي، چې د هر با احساسه انسان جذبات او ولولې راپاروي. لکه دا بیلګې :
د هیندوکوښ پر هسکو څوکو وې لا واورې پرتې
خو پسرلی د کاپیسا مېلمه و
او په بګرام کې د ګلونو څپو
د آریایي پېغلو لمنو ته عطرونه شیندل
پاس په دره کې لمر ته
ځنګلونه بیا ویښېدل
د کاپیسا دښتې وې ټولې له غاټولو ډکې
د پسرلي داسې ښایسته ورځې وې
چې د بګرام ماڼۍ کې
د ښادۍ ډول اتڼ ته وګړزیده
زلمېو واچولې څڼې ورته
پېغلې ګیډۍ ګیډۍ را تاوې شولې
ګرده کړۍ یې د اتڼ جوړه کړه
سرې عنابي پېالې راوګرځېدې
ښکلیو ساقیانو ډک خمان ګرځول
شپه چراغانه لکه ورځ ښکاریده
دخوشالۍ او د ښکلا شیبو کې
کوم مساپر چانه پوښتنه وکړه
چې دغه جشن دا ښادي ولې ده؟
دومره بې حده خوشالي ولې ده؟
کاپیساوال ورته ځواب کې وویل:
تر تا قربان شم ناخبره وروره
د آریایانو دبری په خاطر
زموږ د خپلې خپلواکي په خاطر
….
پايله:
عشق په اسمان کې د ارشاک او اوشاس لاره څاري
عشق آريانا څخه د خپل ابديت نښې خپل دربارته غواړي
عشق د محبوبو له موسکاسره د بل جهان سفر پيلوي
عشق سرنوشت څخه کسات اخلي
عشق يوه لويه هنگامه جوړوي
عشق
يوه
داسې
افسانه جوړوي.
او یا وایي:
زموږ کلی زموږ مېنه
د لوړو څوکو هسکو دنگو غرونو
د سردرو د شنو لمنو خواکې
هلته يو کلی وو د مينې کلی
زه د دې کلي شپونکی
لا ډېر زلمی وم چې په مينه پوه شوم
….
شمله اوچته، غاړه هسکه، يو سوبمن شهزاده
د هسکو غرونو د گوربت په شانې
څومره مغرور څومره واکمن شهزاده
چې يې لات دېو يوځلې بيا وو پر گونډو راوستی
لکه فاتح ابدالي
….
ـ ښاغلې ډاکتر صاحب ببرک ارغند هغه نومیالې او وتلې ژورنالیست، نوښتګر او مخکښ داستان لیکونکې دی، چې د ده نوم دیونامتو داستان لیکوني په توګه زموږ دهیواد د ادبیاتو په تاریخ کې څرګنده او ځلانده بیلګه ده. دی په خپله یوه لیکنه کې دښاغلي لیوال د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه داسې وایي:
(مسعود عزیز و گرامی با این فصلی که گشوده اید ( منظورم تبجیل و معرفی نویسنده گان وشاعران کشور است ) به یقین بهبیان نیت نیک تان ، شایسته پرداخته اید و ادای این دَین ژورنالیستکی ، فرهنگی ، ادبی و افغانی تان سزاوار تحسین و ستایش است. امید دارم از ادامه اش خسته نشوید.
خوشحالم که این بار با پرداختن به شاعر گرانمایه ، آگاه ، و شیرین کلامی چون جناب عبدالغفور لیوال پرداخته اید کهاشعارش همیشه تازه گی ، جنبش و تحرک دارد و خواندنش روح و روان آدمی را شاد میگرداند . به قول دانشمندی ( زندهگی را به وسیلۀ قلم بر کاغذ جاری میسازد.)
میدانیم که یک اثر ادبی به ویژه یک پارچه شعر تنها در زمان خلق شدنش به وجود می آید نی پیش از آن با طرح و نه پساز آن با باز نگری و زمانی میتواند خوبترین گردد که به دنبال حقیقت باشد ، حقیقتی که امروزه دسترسی به آن تقریبا غیرممکن است و پی غیر ممکن رفتن به نظر من خوبترین است و شعر باید که خوبترین باشد.
(دی شیخ با چراغ همی گشت گرد شهر
کز دیو ودد ملولم و انسانم آرزوست
گفتند : یافت می نشود جسته ایم ما
گفت : آنکه یافت می نشود آنم آرزوست)
جناب عبدالغفور لیوال از جمله شاعرانی دادخواهیست که پی حقیقت راه میزند و پیامهای انسانی خویش را با واژه ها وتصویرهای زیبا وساده و روان بیان میدارد . اشعارش مملو ازنکته یابیها و باریک اندیشیهاست .اشعارش به آیینۀ شفافی میماندکه حوادث دردناک کشور را صادقانه بازتاب میدهد . عمر شان طولانی باد.)
ـ ښاغلي عبدالغفورلیوال په خپلو شعرونو کې له هیواد او هیواوالو سره، پښتون ټبر، پښتوژبې او پښتونولي او انسان او انسانیتسره پاکه او سپیڅلې مینه، د پښتني او اخلاقي ارزښتونو، د ملي، ټولنیزواو انساني ولولو اوعواطفو په اړه استدلال، منطق، علمي او ادبي څیړنې، یووالي او ورورولي، ملي و کر(هویت)، دآزادۍ او دموکراسۍ غږ، انصاف او عدالت، دخلکو برابرې رښتینېحقوق او ورورګلوي، دسولې او سوکالې مفکورې، او د پردیسۍ ژوند په ډیر ښکلي سیمبولونو، تصویرونو او خیالونو کې په ډیر هنرمندانه شکل او شعري ژبه داسې انځور کړې دي، چې د هرلوستونکې او اوریدونکې په ذهن او زړه کې ښکلا او مینه راپاروي، او ترینه خوند و پند اخلي. د بیلګې په توګه د ده دا بیتونه لولو:
اوښـکه
جانانه د خوږو سترګو تصویر سره دې ژاړم
د خوب او خیال له تور اوسپین تعبیر سره دې ژاړم
دا تا راته ویلي و چې بند ګې به مې ساتې
ته نه یې د یادونو له زنځیر سره دې ژاړم
ستا اوښکه مې تاویزکړه ګرځومه یې په غاړه
له پیر سره دې ژاړم له فقیر سره دې ژاړم
بس تاکې چې اوسیږم لیونی یمه وطنه
خندا سره دې خاندم او له ویر سره دې ژاړم
برخلیک دې دی چې خپله مینه خښه کړې په خپله
لیواله بدقسمته له تقدیر سره دې ژاړم
او یا وایي:
يو ټاپو د جذاميانو
څه ماڼۍ د نازولو شوې کوڅې د دروېز ګرو
څه لوی ښار مو د حسینو جوړمالت شو د سوالګرو
څه درنې درنې شملې مو شولې لپې د کپ سوال ته
غرونه غرونه لوپټې مو نن ګرو شوې په جوازګرو
هر زر ګرمو آهنګر شو جوړوي په غبرګو لاسو
له نتکیو نه د ښکلو تور کچکول د قلندرو
په لاسو کې د سندرو زولنې شوې د ځګیرویو
د رباب د شرنګ حجره مو شوه جونګړه د کوډګرو
زه بې وسه بې ګرېوانه، چېرې وساتم ستا اوښکې
رانه یووړې مرغلرې ها پردیو سوداګرو
کلی نه دی هدیره ده یو څو مړي په کې ګرځي
نه ګودر شته نه منګي شته نه کتار یې د دلبرو
….
او یا وایي:
يومساپر
تو به مې کړې وه چې ماته شوه توبه مې وکړه
شیخ او ساقي سره همدومره ګوزاره مې وکړه
ته به مې خوب غوندې په یاد کې ساتې ښکلې یاره
یو مساپر وم، دلته راغلم یوه شپه مې وکړه
افغانستان غوندې زخمي زړګی مې راوړ درته
جا نانه راشه، شونډې راوړه څه چاره مې وکړه
دې ته دې هم لویه ګناه وویل زما قاتله
چې ځنکدن کې دوطن خواته سجده مې وکړه
زه ستړی نه وم خو پښتو مې مخ ته ودریده
توره مې ماته کړه دښمن سره جرګه مې وکړه
او یا وایي:
د لنډيو شرنګ
شب پرست یم خپل یزدان سره مې شپه ده
ستا له زلفو او باران سره مې شپه ده
مجلسی یاران مې ستوري او سپوږمۍ دي
مساپریم شنه آسمان سره مې شپه ده
ستا د سترګو څه نیکمرغه اسارت دی
چې له تیراوله کمان سره مې شپه ده
له ګونګرو یې د لنډ یو شرنګا اورم
ستاله ټیک او له پیزوان سره مې شپه ده
چې ویده شمه بس جنګ په خوب کې وینم
ستا د حسن له افغان سره مې شپه ده
او یا وایي:
مـات غرور
پورته دې باڼه کړه د ادا په غېږ کې شپه راکړه
ووروه زلفې د ښکلا په غېږ کې شپه راکړه
شونډو کهنګارو ته د مینې د آیت په نوم
شونډې را نږدې کړه د دعا په غېږ کې شپه راکړه
زه یم، یو څو اوښکې دمه ستا د بارخو سیورو ته
خیر دی مساپر یم د خندا په غېږ کې شپه راکړه
مات غرور خو نه یم چې د ناز غېږ نه مې وشړې
سترګو کې دې خوب یمه اشنا په غېږ کې شپه راکړه
خپل دې یم، پښتون دې یم، غزل دې یم، لېوال دې یم
ځار شم پښتنې نن د حیا په غېږ کې شپه راکړه
که چیرې د ښاغلي لیوال شعرونه په غور سره وګورو، نو دا را څرګندیږي چې د ده په شعرونو کې عیني او ذهني انخورونه په ډیرعالي او ښایسته شکل ترسیم شوې دي.
آغلې نجیبه ایوبي چې د دري ژبې یوه پیاوړې او تکړه شاعره ده، او کله کله په پښتو ژبه هم شاعري کوي او د ښاغلي لیوال د شاعرۍ مینه واله ده په خپله یو لیکنه کې ښاغلی لیوال د یو انځورګرشاعر په توګه داسې راپیژني:
(هغه تصويرونه، چې لېوال پخپلو شعرونو كې راوړي، په رښتني توګه مجذوب كوونكي دي، له عملي ژوند او تجربو سره خپلهځانګړې همغږي او پيوستون لري. هر انسان كولى شي، چې خپل ځان او خپله دنيا د ليوال په شعر كې ومومي. انځورګري دليوال د شعرونو يو له خصوصيتونو څخه ده، دغه انځورګري دومره ښكلې او ظريفانه ترسره كوي، چې زه فكر كوم هغه به ډېركم كسان وي، چې د ليوال شعر يې لوستى وي او دغه ظرافتونه او نازكخيالۍ يې نه وي درك كړي…)
په رښتیا سره د لیوال صاحب شعرونه د اولس د رښتیني ژوند اوحالاتواصلي او واقعي تصویرونه انعکاسوي. د بیلګې په توګه د ده د شعرونو دا بیتونه ګورو.
ژوند لکه سپينې اوبه
خیال د ژوندون نه ساتو دومره بې تدبیره یو
ستا سترګو ته نیغ ګورو موږ څومره بې پیره یو
ډک خم په سر اړوو، وعظ د ملا نه اورو
ښکلو سره مینه کړو نور نو بې تقصیره یو
ژامه د لیوه باسو مرګ مو پرې لوریږي نه
ښکار ته کمان نه لرو زړونو ته بې تېره یو
رنګ سره بلد نه یو زړونه مو دي سپین ساده
خیال د انځورګر لولو خپله بې تصویره یو
ژوند سپینو اوبو غوندې غواړو یې نغمو غوندې
ستړي یې له وینو یو ستړي یې له ویره یو
او یا وایي:
پـير
بوی د نرګسو له دې باغه په څه ویر وتلی
خیال نه مې پټ ستا دخوږو سترګو تصویر وتلی
کله ماتیږي تا ګنډلی که جفا کړې که ناز
زړه نه مې تېر و بېر دا ستا د بڼو تیر وتلی
ساقي له مخ نه دې نور نه اوري نن زما په ګومان
له میکدې څخه ناراضه کوم فقیر وتلی
دا خلک پېژني یوازې د خزان بادونه
له دې د یاره دخوږو وږمو بهیر وتلی
دا مریدان به خو د یو بل په کنایو یادوي
دې خانقاه څخه لیواله د عشق پیر وتلی
پوهاند دوکټور مجاور احمدزیار، چې زموږ د هیواد یو نامتولیکوال، د ژبې او ادب پیاوړی کارپوه، مخکښ او هڅاند شاعر دی، په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي لیوال د شاعرۍ په اړه داسې وایي:
( گران او هڅاند لېوال د نوي ځوان پښت له هغو گوتشمېرو نوښتگروشاعرانو څخه گڼل کېږي چې د بېلابېلو فرهنگي وړتياوو اوبوختياوو په لړکې يې شعر وشاعري د يوې
(proficiency) ورهڼې يا مسلک
تر پوړۍ راخپله کړې او له هماغو ړومبنيو ازمېښتونو او نوښتونو راهيسې يې لمن ټينگه او ترينگه ساتلې ده.
ما دوه کاله وړاندې هڅه کړې وه، د دغه نوښتگر ويناوال د يوځايي ټولگې((ته زما ټوله شاعري يې))د درو سرو بوللو په ارزونهکې له دوو(ژب- ښکلاييزو او ژب- انديزو) ټوليو (مقولو) څخه، هغه هم له يوه ځغلنده ليده سره، پر دويمه يوڅه زياته رڼا واچوماو لومړۍ ((ژب- ښکلاييزه)) ټولۍيې له لويه سره، په تېره دنننۍ (هنري) جوله نورو کره کتونکيو ته پرېږدم، چې د ټوليزېشعري کره کتنې له بېلابېلو آرونو او ټول و ټوک سره يې يو مخيزې کرونې او ارزونې ته مټې راونغاړي . خو ورسره دانجنير صاحب قادر مسعود مرکې داپلمه پر لاس راکړه چې دوروستی اړخ يوه لنډه ارزونه يې هم وکړم، هغه هم د درو ډېروغورو ځانگړتياوو له پلوه:
لومړۍ- د دوديز بېقافيه نيم ازاد شعر، يا په لويديزه نومونه
))blank ((سپين
تر څنگ يې زموږ د غورځنگ په پليونۍ بشپړ ازاد شعر هم ښه ترا ازمايلی دی. (بدلمېچ ۳۱۷-۳۳۰)
دويمه- په داسې اکرکې چې په رومانتيکوځېلونو(غزل، ازادو انځوريزو ميناتوريوکې) د هماغه منځني پېر په پليونۍ پرته او نېغه(افقي او صعودي) انځورگري هممهاله سمبا لوي، لکه په ((تصوير- ۷۳مخ)) کې، خو په داستاني شعر او بيا حماسه کې د نورونومهالو نو ښتگرو غوندې ډېر زور پر نېغه هغه اچوي، لکه د ټولگې په ورپسې بېلگه ((مساپر)) کې. هرگوره، ورته پرتله اوتوپير يې د غزلو او بوللو يا سرودونو ترمنځ لا ښه ترا راجوتېدای شي.
درییمه- تر عيني انځورونو په خوا کې يې ذهني انځورونه هم ښایسه ډیر کارولي او په
دې لړ کې یې تشخیص
(symbols) ، سېمبولونو (animation) انطباق ،(personification)
پوره پام وړ دي. (mythes) او اسطورې
کیسه یې شعر او حماسي بوللې يې خو سرترپايه په همداسې انځورونو انځورلې او پسوللې دي.
باور دی چې د ننني مخکښ پښتو شعر مينه وال به يې له وړاندې کړو بېلگوڅخه پوره جاج او خوند واخلي.)
((ستاسې د ټولو زيار))
ـ د زیار صاحب د خبرو پر استناد، لیوال صاحب هغه پوخ، نوښتګر او نازکخیال شاعر دی، چې د ده په شاعرۍ کې شعري وییونه، عاطفي رنګ او ادبي خوند غاړه غړۍ شوي، بدیعي صنعتونه، استعارات، کنایات، تشبیهات، سیمبولونه یې ډیر زړه راکښوني او په زړه پورې دي. د بیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو:
بارانونه او ډيوې
تیاره ده، تروږمۍ ده، ستا یادونه او ډیوې
له سترګو سره جنګ کوي خوبونه او ډیوې
ستا زلفې یې په مخ دانه وانه وې خورې کړې
بېګاه یو ځای راغلي وو بادونه او ډیوې
ګیډۍ ګڼ کمیسونه په کې چټې پښتنې
واه ! ښکلي یوځای شوي دي ګلونه او ډیوې
دا خلک خړو کلیو کې بس خپل جانان ته پریږدﺉ
دا خلک درنه نه غواړي ښارونه اوډیوې
په تنده دی په منډه دی ملت مې په تیاره کې
خاونده! یو ځای ورکړې بارانونه او ډیوې
او یا وایي:
د تصوير خندا
جانانه څوک چېرې هم داسې ناروا نه کوي
چې زړه کې ناست وي خو پروا د زړه وا لا نه کوي
دومره ډېر فرق دی ستا د سترګواو د خلکو ترمنځ
خبرې ټول کوي خوهیڅ څوک یې ادا نه کوي
چې ته را ونه ګورې روح به مې ځان څه وویني
چې تصویر نه وی آیینه چا ته خندا نه کوي
اخر په زموږ زړونه د خدای(ج) حسن په خوب و ویني
دغه مین ماشومان هیڅکله ګناه نه کوي
وايي مرګ سخت دی روح له تنه جدا کیږي مګر
ما دوطن بیلتون لیدلی هیڅ پروا نه کوي
اویا وایي:
غـځونې
ځلېږې آیینه کې چې ښکارېږي آیینه کې
د خپل ښایست له سترګو راورېږي آیینه کې
ته پاڼه پاڼه ژوند یې او زه ذهن د ځنګلونو
آبشار زما شاهد دی چې شنه کېږي آیینه کې
باڼه په سجده پرېوتل د اوښکو په محراب کې
اى حسنه څه مغرور یې خو ماتېږې آیینه کې
جوهر زما د وینو انعکاس کوي ستا مخ کې
دا رنګ د حیا نه دی، چې سره کېږې آیینه کې
زه لاس د انځورګر یم تا به څنګه کړم راټوله
ته څومره څانګې څانګې لا غځېږې آیینه کې
اویا وایي:
د سـترګو ماتې هېندارې
یوڅوک دې په سندرو او په ویر یادوي
مرید دی په حلقه کې نوم د پیریاد وي
د زلفو په تړلو موڅوک کله ناز وي
زموږ د جنون نښې په زنځیر یاد وي
زما د لمدو سترګو ماتې ماتې آیینې
دوینو، اوښکو منځ کې ستا تصویر یادوي
چې زړونه رانه یوسي خپل ښایست ته شي مغرورې
چې زړونه مو رامات کړي نوتقدیر یادوي
د یارد نامه توري مې سلګیو کې ماتیږي
دا څوک په دې دنیا کې مافقیر یادوي
او داسې نور….
– دی په خپلو شعرونو کې د بد مرغېو، وحشت، او له جګړې سره خپله کرکه داسې څرګندوي.
هو دلته مينه نه شته
دلته هرڅه شته دي خو مینه نه شته
دلته د مور د لاس توده ډوډۍ غلمینه نه شته
دلته رګونوکې شراب ګرځي او زړونه په هوس دربیږي
دلته زما او ستا په شان وجود کې وینه نه شته
دلته رنګونه دي، غوغا ده او شوخي ډېره ده
دلته سپیڅلې او ساده ښکلا زما د کلي
هغه په سترګو توره او په مخ سپینه نه شته
زه دلته دوی ته خپل هرڅه یادوم
دوی را ته خاندي وايي
هو هلته هرڅه دي او دلته نه شته
وګوره دلته سپینه سوله ده او جنګ هم نه شته
دلته غلاهم نه شته تالان هم نه شته
دلته یوازې وداني شته و رانول چېرې دي
هو دلته مینه نه شته
خو په لاسو د انسان
د انسان مړینه نه شته
واشنګټن DC2004/ 29 اگست
او داسې نور…
ـ په دې کې شک نه شته، چې د لیوال صاحب د شاعرۍ ژبه که هغه غزل او که ازاد شعردی، ډیره ساده، روانه، رنګینه او خوږه ده. د ده شعرونه ډیر ښکلي او زړه راښکونکي دي.خو دی په پښتو آزاد شعر کې د لوی لاس خاوند شاعر دی.
ښاغلی استاد اسدالله غضنفر چې زموږ دهیواد یو تکړه او نامتولیکوال او نوښتګرادیب او کره کتونکی دی، په خپله یو لیکنه کې د ښاغلي لیوال د شعر او شاعرۍ په اړه داسې وایي:
(په تېرو څو كلونو كې، چې ما د پښتو يو ډېر ښه ازاد شعر لوستى دى او خوند يې راكړى، هغه د مكتبۍ په نامه د ليوال صاحبازاد شعر دى. په دې شعر كې يو ډېر مظبوط پلاټ موجود دى، يعنې د شعر مصرې، د شعر جملې او مختلفې برخې يې يو بلسره تړلې دي. موږ معمولا وينو، چې شاعران د شعر د موسيقۍ او يا هم د خپلو احساساتو تر اثر لاندې راځي او ځينې جملېهسې اضافه شعر ته ورواچوي. زموږ په ډېرو نثرونو كې دا ستونزه شته، اما د مكتبۍ نظم كه څه هم اوږد نظم دى، خو بيا هميوه جمله او كه ووايو حتي يوه كلمه هم په کې اضافي نه ترسترګو كېږي. دا زما لپاره يو باارزښته شى دى.)
د بیګې په توګه د مکتبۍ د نظم څو بیتونه ګورو:
مكتبۍ
د بركلي صاحب زاده يم
يو مې اس، يوه شړۍ
قصيده مې پخه كړې
ګرځومه كوزړۍ
ځوان مريد د څرخي پير يم
رنګ دې ورك شي
كوډې نه كړم
كوډې باسم
بند بختونه خلاصومه
د مئينو زړو ريبار يم
شكرانه مې يا مميز دي يا توتان دي يا مرۍ
څوك دستمال راته خامك كړي
….
څوك راجوړه كړي خولۍ
د بركلي صاحبزاده يم
نجونې ګردې رانه تاو وي
تاويزونه رانه غواړي
ملا تل راته په قار وي
سل كپرونه راته وايي
پروا يې ډېره نه كړم
خدايزده ولې د كوز كلي په زلميو باندې ګران يم
ما ته راز د دوى معلوم دى
يو د خان په لور مئين دى
بل ليدلې د ملا صاحب لمسۍ
….
ـ د ده په شعرونو کې دپاکې اوسپیڅلې مینې او عشق ناز، راز اونیاز، سوز او ګداز، حسن اوجمال، خلوص، محبت، د سوز وساز سندرې، د طبیعت دمناظرورنګینه اوهنري ښکلا اود ښکلو الفاظو موسیقیت په ډیر نوښتګرانه توګه انځور شوې دي. لکه:
يوه ناوې د سپوږمۍ
سپوږمۍ د شنه ځنګله له ستوني څخه
د پېغلتوب سندره ویلې او سپېدار ورته نڅا کوله
سپوږمۍ د ستورو سپین پاولي
د خپل کمیس پر ټټر وټومبل
او باد ورته په خپلو ګوتو
د شپې له څڼو نه د سیند ستنه کې تار واچاوه
سپوږمۍ په خپل تندي د لمر له پله نه خال کېښوده
او د اسمان پر لمن
ورته د وریځو سپین لمنې نجونې
په اتڼو ستړې شوې
سپوږمۍ شوه ناوې لا شپونکي ورته شپېلۍ وهله
زما شاعر زړګي یې کېښودل پر رغوي د غروب نکریزي
نو اوس به ورا د سپېدو راشي دا ښایسته ناوې به
د شنه بخت کور ته یوسي…
له (پاڼه) منظومې څخه
کابل ۱۳۷۴/۸/۴
اویا وایي:
ښـېرا
پېغله چینه کې خپل وربل جوړوي
او د وږمو ډمې یې مخ ته ده نیولې د اوبو هینداره
د شپونکي ګام نه تیږه رغړي د چینې لوري ته
او پرې ماتېږي د اوبو هینداره
پېغله ښېراوې کوي
شپونکی یې لمانځي په سلام د مینې
د پېغلې شونډې په ښېرا اخته دي
خو یې د سترګو ژبه بل څه وايي:
(تا سره
مینه
لرم)
۱۳۷۴/۳/۱۴
اویا وایي:
مـاڼو
له کومه راغله د لیلا د تګ کوچۍ سندره
چې مو په کلي کې خوره شوه لیونۍ سندره
شور د پاولیو د سینې، د چا خوبجن اسویلي
لېونی زړه مې رانه غواړي د کیږدۍ سندره
پاس په دره کې د رمې د غاړو زنګ سره مل
څومره خوږه ده مازیګر کې د شپیلۍ سندره
دا د سیند غاړه کې نن بیا د چا وربل جوړېده
چې داسې ماته کړه ماڼو پرې د ځوانۍ سندره
زه به نغمه شم د آدم ستا د مړوند پر بنګړو
ته راته وایه په ناز ناز د درخانۍ سندره
لوګر د مینې په لور پرې کړ خوشه چینې یوسه
د زړه پرهر ته یې د شونډو د پټۍ سندره
بي بي مرجانه هره پېغله شوه زیارت ته ورځي
کوډګر ملنګ هره شپه وايي د دوهۍ سندره
اوداسې نور…
لیوال صاحب یو دروند، متفکر ، زړه سواندی او با وقاره انسان دی ، د پاک او سپیڅلی شخصیت خاوند دی. دی د خپلو هیوادوالو، ملګرو او دوستانو سره کلکه مینه، ملګرتیا او خواخوږي لري.
د ښاغلي عبدالغفورلیوال د اندو ژوند، څیړنو او پنځونو د پوره جاج اخېستنې په موخه به دا لاندې مرکه ولولئ. هیله من یم چېستاسې د ګرانو مینه والو ادبي تنده او ښکلاییز ذوق خړوب کاندي.
لیوال صاحب زما سلامونه او نیکې هیلې ومنې. اجازه راکړی، چې خپلې پوښتنې مو مخې ته کېږدم.
ګران انجنیر صاحب زه هم خپلې مینې او پېرزوینې تاسې او ټولو مینه والو ته وړاندې کوم او په خدمت کې یم.
پوښتنه: یو شمیرلیکوال وایي: شعر د شاعرد زړه ژبه ده چې د زړه غوږونو ته رسیږي. زه غواړم، تاسې راته د خپلې شاعرۍ د انگېزې او پيلامې په اړه څه ووياست؟
ځواب: له عقلي او علمي پلوه زړه دوینې دپمپولو آله ده (او چې ټوکه ورسره وي )، نو نه ژبه لري، نه هم غوږونه ، خو ډیره ځله زړه په استعاري او سېمبولیکه توګه دانسان د رواني ـ په تېره بیا عاطفي ـ اخیستنو او غبرګونوهغه ځواک ته ویل کیږي، چې هنرونه ورسره نږدې اړیکه لري. دهمدې لپاره دشعر ترټولو اوسمهالی پېژند داګڼلی شو ، چې : په لنډه او آهنګینه ژبه د اند او تخیل عاطفي تړون ته شعروايي.دشعر دپېژندلو لپاره دهنرپېژندنه مرسته کولای شي ، ځکه اوسمهالي ادبپوهان فکر کوي ،چې شعر تر ادبیاتو ډیر هنرونو ته ورنږدې دی ، ژان پل سارتر فکرکوي ،چې شعر ټولنیزه ـ مصلحتي ژمنتیا نه مني ،ځکه نو له ادبیاتوڅخه خپله لاره بیلوي او په هنرونوکې ګڼل کیږي. دشعر په اړه یوه بله ارواپوهنیزه موندنه ښيي؛ هغه څه چې موږ ورته الهام ، شهود یا رواني کشف وایو ، په حقیقت کې زموږپه تحت الشعورکې دهغو زیرمه شویو ( شاته وهل شویو) غوټو ( عقدو) پټو غریزو، غوښتنو ، تمایلاتو ، ګروهو او تندو بیا فوران دی ، چې زیږنځای یې زموږ خپلې ، زموږ دنیکونو او ټول بشریت ګډې لاشعوري سرچینې دي او دبیلابیلو عاطفي پېښو له امله سر راښکاره کوي ، بیا د ویونکي له ژبني او ویناییز مهارت او پوهې سره غوټه کیږي ، چې په پایله کې شاعرانه وینا ورڅخه جوړیږي ، ددې منطق پربنسټ شعر له نورو هنرونو ( موسیقي ، انځورګري ، نڅا ، تیاتر…) سره ګډ زیږنځای لري او همداچې بیرته دنورو ( لوستونکیو یا اوریدونکیو) له عاطفې سره پیوند مومي نو په عامه وینا یې زړونو ته لاره کوي همدغه هیجاني اغیز دی ، چې شعر یې دبشریت خورا زوړملګری او ډیر اغیز ښندونکی ژانر ګرځولی دی.
پوښتنه: یوشمیر لیکوال په دې آند دي : په شاعرۍ کې ترټولو لویه سرچینه مینه ده که دا سرچینه نه وي، نودشاعرۍ ډیره غوره برخه له منځه ځي . لکه، چې ارواښاد استاد ګل پاچا الفت وایي:
مینه ګلزار ته بلبلان راولي
بلو ډیوو ته پتنګان راولي
شاه د ګدا زړه ته نژدې کاندي
دخوار جونګړې ته سلطان راولي
که یو په ځمکه بل اسمان کې اوسي
ځمکې ته ستوري د اسمان راولي
مهرباني وکړئ په دې تړاو خپل لید را سره شریک کړئ؟
ځواب: دوړاندینۍ پېژندګلوۍ په مرسته موږ پوهېدای شو ، چې دشعر له خورا ډینامیکو جوړوونکیو څخه یویې دانسان عاطفي ـ هیجاني ځواک دی. مینه له فزیولوژیکي پلوه دغریزي بنسټ ترڅنګ له همدې عاطفي ـ ولولیز یا هیجاني ځواک سره نږدې اړیکي لري ، دهمدې لپاره له لرغونیو زمانو څخه مینه دشعر یوه غوره او لویه برخه منځپانګه ده ، داسطوره پېژندنې دپوهې یو منطق حکم کوي ، چې لرغونې حماسي ـ ګروهیزې ( عقیدوي ) اسطورې یاد ته دسپارلو لپاره په منظومو کې خوندي کېدې او ددې لپاره چې دغه منظومې تلپاتې او هنري ارزښت ومومي نو دکیسو په اوږدوکې به دمینې او عاشقۍ مالګه ورګډیده ، داکار به شاعرانو کاوه ، په دې توګه وینو ، چې د شاعرانو دې کار آن د حماسو او ګروهیزو منظومو منځپانګه وربدلوله ، پخوانۍ انګېرنه همداسې وه ، چې دشعر دښکلا لپاره ښايي مینې ته پکې ځای وموندل شي . موږ په خپل ګډ ( ټولیز)
تحت الشعور کې خامخا دمینې یوه تجربه لرو او هرکله ،چې خپلو ولولو او عواطفو ته نږدې کلام اورو ، اغېز راباندې کوي ، دهمدې لپاره مینه دشعر اصلي هډ او ښکلاییز جوهر دی .
پوښتنه: یو هالنډي شاعر وایي:
(ښکلا د یوې سترې دښتې په څیر ده چې لاروی پکې لالهانده وي، خوهرې خوا ته چې ځي یو ښکلی بڼ به ویني.)
ستاسې پر اند ایا په شعرکې همداسې يوه ښکلا نغښتې ده؟
ځواب: ښکلا دانسان یوه تلپاتې تلوسه ده ، چې هروګړی يې بېل تعریف او ځانګړی تعبیر لري، خوړل او تنفس دانسان جسم ژوندی ساتي په همدې ارزښت ښکلا دانسان اروا ژوندۍ ساتي ، ښکلا نسبي ده ، خو ښکلا ته اړتیا مطلقه ده . پر همدې بنسټ انساني اروا تل په ښکلا موندلو پسې سرګردانه ده او د ټولو ښکلاګانو فتحې ته دانسان رواني تنده پای نلري ، همدغه تنده ، همدغه تلوسه او همدا رواني هڅه په انسانانو کې ګډې ریښې لري ، مخکې مو وویل ،چې پخپله ښکلا او دښکلا خوښوونې ذوق نسبي او په بیلابېلو وګړیو کې رنګارنګ دی ، خو اړتیا یې مطلقه ده ، هر کله چې ښکلا په هنرونو اوشعر کې ځای مومي دهمدې ګډې تندې او مطلقې اړتیا غریزه خړوبوي او په دې توګه شعر او هنر دهغه ښکلي مرمرین لوښي ارزښت مومي ، چې ښکلا لیږدوي او تږې انساني اروا خړوبوي. شعر پرته له ښکلا څخه هغه لوښي ته ورته دی ، چې تش وي. او ښکلا له هنر او شعره پرته دهغوتویې شویو اوبوپه شان دي ، چې لوښی ونلري او تږی یې نشي څښلی.
پوښتنه: استادپوهاند زيا ر شعري ځانگړتياوې په دووټوليويامقولوکې رانغاړي، چې يوه((ژب- ښکلا ييزه)) بولي او بله((ژب- انديزه)) او کله نا کله يې پرځای ((ټولنيز او هنري ارمان)) نومونې هم کاروي، تاسې پکې څه وياست؟
ځواب: پخوا ؛ ژبه ، په ادبیاتو کې دهغو توکیو ټولګه ګڼل کېده ، چې فکر لیږدوي، په دې وروستیو کې دا نظر بدل شوی دی، لومړی په شعر کې بیا وروسته په نورو هنري ادبیاتو( لکه داستان ، نندارلیکونو ، طنزاونورو) کې پخپله ژبه دیوې هنري ښکارندې په توګه وپيژندل شوه . همداچې تاسو دیوه مفهوم لپاره دکلیماتودکارولو دټاکنې وس لرئ ، په دې مانا ده ،چې ژبه یوازې وسیله نه بلکې پخپله هنري هدف دی . زما په نظر دشعر ژب ـ اندیزه ځانګړتیا همدا ده ،چې ژبه دشاعر دفکر دلېږد بار پرغاړه اخلي او یا په بله وینا دفکردوړاندې کولو لپاره په کارګومارل کیږي ( استخدامیږي ) . خو ژب ـ ښکلاییزه ځانګړتیا یې دا ده ، چې ژبه دفکري لېږد ترڅنګ پخپله دیوه هنري ـ ښکلاییزپسول په توګه وکارول شي. دا ګام دشاعر کاریوه پوړۍ نورهم پیچلی کوي اوهغه دکلیماتو دسمې ، دقیقې اوله ستیتیکي پلوه د په زړه پورې ټاکنې ربړه ده ، چې باید ویې ګالي. ما پخپله یوځل له خپل قدرمن استاد زیار سره په دې اړه خبرې کړي دي، چې په شعر کې څنګه د سېمبولیکې ژبې کارول تر دې بریده پرمخ ځي ، چې ویلی شو یوه نوې ژبه رامنځته کیږي ، هلته چې هره کلیمه ترخپل مخامخ مفهوم ورهاخوا دیوه بشپړې ذهني ټولګې استازیتوب هم کوي ، نو دهمدې لپاره په شعر کې دژبې دهنري کارونې هڅه خورا مهمه ده ، په پښتو اوسمهالې شاعرۍ کې داسې هڅه ارواښاد ننګیال راپیل کړه او درویش و کاروان وغځوله ، چې ځوان کول یې په نور دقت او نویو ځانګړنو لاپسې پالي.
پوښتنه: نن سبا په شعر کې ترعیني انځورونو پر ذهني انځورونو ډېر ټينگارکېږي، که تاسې له دې ليدتوگې سره همغږي ياست، نو دک و دليل يې راڅرگند کړئ!
ځواب: دذهني انځورونو ګڼه ګوڼه دشعرمخامخ درک ستونځمن کوي ، ذهني انځورونه کله کله هغو کړیو ته ورته وي ، چې په اوبو کې دکاڼي له غورځولو څخه راپیدا کیږي او هرکله یې چې تاسو دیوه انځور دپرانیستلو هڅه وکړئ ، بل راځي او بیا پسې بل ، نو دهمدې لپاره یوازې پر ذهني انځورونو تکیه کول دشاعر په تاوان دی، همدا رازیوازې دعیني انځورونو کارونه هم شعر دعکاسۍ په یوه نندارتون بدلوي ، په زړه پورې به داوي ، چې عیني او ذهني تصویرونه په یوه بشپړ هارمونیک بافت سره وکارول شي ، البته دلته به دا یادونه نه هیروو ، چې دڅومره والي او څرنګوالي له نظره دهرراز شعري انځورونو ( که ذهني وي یاعیني ، حسي او یا رواني ) کارونه په دې پورې اړه لري ، چې شعر څه ډول منځپانګه لري ؟ یا شعر څه غواړي ووایي ، دشعري پیښو بستر يا ترشا فضا څه ډول ده ؟ دې ټولو ته په کتلو سره ، دا به سخته وي ، چې شاعرانو ته لیکلې نسخه ورکړو ، چې څومره عیني اوڅومره ذهني انځورونه دې وکاروي ، مګربیاهم په شعر کې دعیني انځورپنځوونې اوذهني انځورونو تر منځ یوخوځند او متناوب خوځښت شعر په زړه پورې کوي .
پوښتنه: ارسطو وایي: (دشاعر وظیفه د اسطورې جوړول دي). ستاسې پر آند شعر له اسطورې سره څه اړیکې لري، او په پخوانیواواوسنيو پښتوشاعرانوکې د کوموښاغلو او اغلو په شعرونو کې د اسطورې ونډه زياته ده ؟
ځواب:
اسطوره له (اسطار، اسطاره، اسطیر، اسطیره، اسطور، اسطوره) څخه جوړه شوې ده «سیوطی» فکر کوي چې اسطورې داسې یو جمع نوم دی، چې مفرد نه لري خو ابوعبیده وايي چې اساطیر د اسطاره جمع ده. په هر صورت ،ادبي دایرة المعارف اسطورې هغه خرافي یا نیمه خرافي افسانې او کیسې بولي چې د مافوق الطبیعیه ځواکونو په اړه نسل په نسل را پاتې وي.
دا په دې مانا چې اسطورې د پخوانیو انسانانو له عقایدو سره اړه لري. [ ]
په یوناني ژبه اساطیرو ته (Mythos) ویل کېدل Mythos د خلکو ترمنځ د افسانو هغو منظومو بڼو ته ویل کېدې، چې د مذهبي او دیني مراسمو په لړ کې به د خلکو په منځ کې ویل کېدې.
دا کټ مټ د (Logos) په مخامخ ټکي کې چې د عقل او پوهې مانا یې لرله کارېده، چې تر ډېره بریده یې له وهم او خیال څخه را پنځېدلې ګڼلې.
هم تراژیدۍ لکه (پاچا اودیپ او پرومته)، هم حماسې لکه( ایلیاډ او اډیسې) او آن غنايي منظومې لکه آشیل او اولیس هغه مشهورې اسطورې دي، چې هم په خپل جوړښت کې ګڼ سېمبولونه لري او هم وروسته پخپله په سېمبولونو بدلې شوې دي. د بېلګې په توګه پاچا ادیپ لا تر اوسه په ادبیاتو او راواپوهنه کې د هغې عقدې سېمبول دی ،چې اولادونه یې د والدینو په وړاندې لري. په دې توګه وینو چې په شعرونو کې د سېمبولونو اسطوره يي ونډه له پخوا څخه مهمه او د پام وړ وه.
اسطورې دخلکو له عقیدو او باورونو سره اړیکي لري ، هرکله چې خلک پر یوه شخص ، پېښه یا روایت باندې باوروکړي او دهغوی په وړاندې داتلولۍ ( منفي یامثبت) کچې ته پورته شي نو اسطوره کیږي . په شعر کې اسطورې دوه ډوله کاریږي ، یوداچې شاعر غواړي دخپلې مدعا دزباتولو لپاره له اسطورو څخه مرسته وغواړي ، خوشال بابا فرمايي :
شور او شر به د (رانجا) په جهان نه و
که د (هېر) صورت پیدا نه وای په شور کې
که خبر د (درخانۍ) له مخه نه وای
(آدم خان) به ځنې څه غوښتل په کور کې
دا داسطورو شهادتي کارونه هم بللی شو. په شعر کې داسطورو بل تبلور دادی ، چې یو شاعر په خپل اثر کې اسطوره رامنځته کړي ، یایې داسطوره کېدو دریځ ته ورلوړه کړي ، میوندۍ ملالې په خپله لنډۍ کې دمیوند له وچې دښتې څخه اسطوره جوړه کړه :
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
فردوسي له رستم څخه اسطوره جوړه کړه او داسې نور . په پښتنو کلاسیکو او معاصرو شاعرانو کې ګڼو شاعرانو دخپلو مدعاوو دزباتولو لپاره له اسطوروڅخه مرسته غوښتې ده یا ؛ داسطورو دشهادتي کارونې ډیرې بېلګې لرو، خو په لږو بېلګو کې داسطوره پنځولو هڅې شوې دي ، پوهاند بهاالدین مجروح په ځانځاني ښامارکې دنفس ښاماري هویت اسطوره یي کړی دی . او زما حقیر په درېګونو منظومو کې داسطوره پنځولو هڅې دیادولو وړ دي .
پوښتنه: په اوسنیو کړکیچن او تراژیک اکر بکرکې د پښتو شاعرانو له خوا د اسطورو د پنځولواو جوړولو په تړاو څه لید لرئ؟
ځواب: ولې نه ؟ موږ په خپل تاریخ ، ملي هویت ، ګډو ارزښتونو اواړتیاوو کې ډېر څه لرو ، چې اسطوره یی هویت موندلی شي ، هر هغه اتل چې دافغانستان دجوړولو او دافغان انسان دهوسایینې لپاره یې هڅه کړې وي ، ښايي اتلواله یې تر اسطوره يي بریده ولمانځل شي. دا خلک دي ،چې خپل ریښتینې اتلان اسطوره کوي او شاعران ورته تلپاتې هویت بښي ، داکارموږ هم کولای شو. غازي امان الله شاه دخپلواکۍ او پرمختګ اتل ، ډاکتر عبدالوکیل د کرنې اتل ،باچاخان دیوې مدني معقولې مبارزې اتل او هغه ناهیده چې ځان یې دمکروریانو له بلاکه راوغورځاوه ،خو دځناورو ټوپکوالو غوښتنې ته تسلیم نشوه ، ټول داسطوره کېدلو وړتیا لري .
پوښتنه: اوسني نوښتگر شاعران چې تاسې پکې هم راځئ، پراسطورو او بيا سېمبولونو ډېر زوراچوي، ايا دا د سېمبولېزم د ښوونځي څرگندويي نه کوي چې تر مودرنېزم را وروسته د تېرې پېړۍ په شلمو کلونو کې لويديځوالو رادود کړی دی؟
ځواب:
پخوانیو یونانیانو به د خټو یا ګچو یوه لیکلې لوحه ټوټې ټوټې کړه او پخپلو منځونو کې به یې وویشله چې بیا وروسته له یو بل سره د همدغو ټوټو د بېرته سره یو ځای کولو له لارې وپېژندلای شي او یا هم د خپل ګډون د نښې په توګه به یې له ځانه سره ساتله. یونانیانو همدغې لوحی ته سوم بولون (Sumbolon) ویل. او د سېمبول ( Symbol) اوسمهالې نوم هم له همدغې یوناني ریښې څخه اخېستل شوی دی. په ادبیاتو کې د سېمبول ځانګړی اهمیت هغه وخت ډېر د پام وړ شو، چې په نولسمه میلادي پېړۍ کې د سېمبولیزم ادبي مکتب رامنځته شو.
دغه مکتب د نولسمې پېړۍ د پای په لسیزو کې د دریېو سترو شاعرانو هر یو ه شارل بودلر (Charles Baudelaire)( ۱۸۲۱ـ ۱۸۶۷)، آرتور رمبو (Arthur Rimbaud) (۱۸۵۴ـ ۱۸۹۱) او ستفان مالارمه (Stephan Mallarme) (۱۸۴۲ـ ۱۸۹۸) له خوا مطرح شو، دغو دریېو واړو شاعرانو د اروپا په معاصره شاعرۍ کې یو د پام وړ بدلون راوست. همدوی د ( نوي شعر) د پېلوونکو په توګه هم ګڼل کېږي،(۳) که څه هم تر دوی وړاندې نامتو امریکايي شاعر ادګار الن پو (Edgar Allan Poe) (۱۸۰۹ـ ۱۸۴۹) په شعر کې د نویو سېمبولونو کارونه لوړې څوکې ( اوج) ته ورسوله، تردې بریده ،چې د اروپايي سېمبولیزم پلار شارل بودلر د هغه (پو) له اثارو سره د بې کچې مینې له امله د هغه یو شمېر شعرونه او کیسې فرانسوي ته وژباړلې
په اوسمهالې پښتو شاعرۍ کې د سېمبولونو ( په تېره بیا د نویو سېمبولونو) د کارونې یوه نوې څپه هغه مهال له ورایه را څرګنده شوه چې پښتنو شاعرانو د نړۍ له نویو ادبیاتو سره مخامخ اړیکه ومونده.
ښايي همدلته یې څرګنده کړم، چې دا هڅه یوازې سېمبولونو ته د ځانګړي او آګاهانه پام اوښتلو تر بریده نه، بلکې په شعري زمکه کې له سېمبولونو څخه د ګټې اخیستلو د تاکتیکونو تر زده کړې پورې د پرمختګ څپه وه.
پښتو شعر ته د سېمبول له نوې زمانې څخه یې که را پېل کړو نو د افغانستان په ادبي حوزه کې استاد بېنوا، سلیمان لایق، استاد الفت، بهاالدین مجروح او نور نیو کلاسیکان یې پیلوونکي دي اوپه پښتونخواه کې بیا دا لومړیتوب د غني خان او امیر حمزه شینواري نومونو ته وررسېږي. یاد شویو شاعرانو د خپل مهال په داسې یوه هنري – سیاسي او ټولنیز پېر کې شاعري کوله، چې د ښکلا او هنر تر څنګ یې په شاعرۍ کې تعهد او ژمنتیا هم پاللـه، له غني خان پرته نورو یادو شاعرانو ډېر ځله سېمبولونو ته دنامخامخ ارائیې لپاره پناه وړله.
د نویو سېمبولونو په رامنځ ته کولو کې ښايي هڅه وشي مناسب چاپېریال ورته جوړ کړای شي د همداسې یوه چاپېریال په مرسته کولای شو سېمبول ته عمومیت او د قراردادي کېدو توان وروبښو. ارواښاد اسحق ننګیال داوسنۍ پښتو شاعرۍ هغه څېره ده چې دګڼو نویو سېمبولونو په رامنځته کولو کې یې بریالۍ بېلګې پریښي دي او تر ده راوروسته په ځوانو شاعرانو کې ډيربریالي شاعران شته ، چې ستاسو په ژبه دموډرن سېمبولیزم استازیتوب کولای شي.
پوښتنه: دا راته وویاست، چې لویدیز ادبي اوهنري ښوونځي پرکومو بنسټونو رامنځ ته شوي دي او د تاریخ په اوږدو کې يې پرلویدیزاو ختیز ادب څه اغیز ښندلای دی؟
ځواب: لویدیز ادبي ـ هنري ښوونځي د ټولنیزو ، اقتصادي ، سیاسي ، فکري ، فلسفي اورواني بدلونونو په پایله کې له هغو اوښتونونو ، نوښتونو او ګډو تجربو څخه رازیږیدلي دي چې دنوښت پلویانو به رامنځته کول او یوشمېر پلویانو به ورپسې پالل، دبېلګې په توګه رومانتیسیسم دفرانسې له انقلاب څخه الهام اخیسته ، ددې ښوونځي پلویانو، انسان داخلاقو ، قوانینو ، عقایدو او عواطفو په بوړبوکۍ کې سرګردانه لیده ،چې څنګه خپل رومانتیک ارمانونه دټولنیزو مصلحتونو په خاطر له لاسه ورکوي او په پایله کې ټولنیزقراردادونه او تپل شوي باورنه هیڅ هم نشي ورکولای. دفرانسې دانقلاب په پیر کې اروپا دقانون ماتوونې اوګډوډیو شاهده وه . ریالیزم تر ډیره بریده د چپو ایډیالیستانو له خوا پالل کېده ، هغوی ویل چې دعاج په ماڼۍ کې دتخیلي مدینه فاضله جوړول ناممکنه ده او موږ باید خپل چاپیریال ته ورووځو او خپل اتلان دکوڅو له محروموانسانانو څخه وټاکو ، هغه کارلوښي ولمانځو چې دانسانانو په ورځني ژوند پورې اړه لري او له اوهامو څخه ځان خلاص کړو. سېمبولیستانو ، چې هرڅه ته بدبینه شوي وو، فکر کاوه چې حقایق ورڅخه ځان پټوي یا یې څوک ورڅخه غلاکوي ، دوی داشیاوو او ښکارندو په سیورو ( دوهمه او درېیمه تداعۍ ) پسې کرځېدل او دخپلو ایډیالونو دپېژندلو لپاره یې سېمبولونو ته پناه وړه . اګزیستنسیالیستانو فکر کاوه ،چې انسان پرخپلواکۍ محکوم دی او باید خپل ماهیت پخپله وټاکي ، دوی چې د دوو لویو ( نړیوالو ) جګړو ترمنځه له وحشت لیدلي او ارادې بایللي اروپايي انسان سره مخامخ شول ، په دې هڅه کې شول ،چې انسان دخپل برخلیک پر ټاکلو یابدلولو باوري کړي … په دې توګه ګورو ، چې لویدیز هنري ـ ادبي مکتبونه دتاریخي بدلونو په پایله کې رامنځته شوي دي او تر ډیره بریده یې لویدیز هنر او ادبیات بدل کړي ، وده یې ورکړې او رنګارنګي یې وربښلې ده مګر ددغو ښوونځیو اغیز ختیز اوپه تیره بیا افغاني ادب او هنر ته وروسته لاره کړې ده. ویل کیږي ، چې تورکانو ختیځ ته دلویدیزو ادبي ـ هنري ښوونځیو ځانګړتیاوې راولېږدولې ، خو په نولسمه او شلمه پیړۍ کې چې دلویدیځ او ختیځ ترمنځ واټن لږ شو دهنري ـ ادبي تجربو لیږد هم نوي اړخونه وموندل. ښکاره ده چې پراوسمهالیو هنرونو او ادبیاتوباندې دغه دوه اړخیز اغیز ډیر پراخ دی او نوې تجربې ددواړو حوزو ترمنځ ګډې دي .
پوښتنه: پوهاند زيار په خپل بدلمېچ(۲۶۱- ۲۶۴مخ) کې هغه گرد تړنگونه(ترکيبونه) چې استاد غضنفريې شعري تړنګونه(ترکیبونه) بولي، ژبني او بيا نحوي تړنگونه نوموي. پوهاند صاحب په نورو ليکنو کې هم پر دې رڼا اچولې چې د شاعرانو له خوا را منځته شوي يا رامنځته کېدونکي مجازي او استعاري تړنگونه تر هرڅه له مخه ژبني او بيا په نويزونو (نيولوجېزمونو) کې راځي. هرگوره د شعري يا هنري انځورونود رغنده ټوکونو(متشکله اجزاوو) په توگه د جملو دننه څېړل کېدای شي، تاسې پکې څه وياست، هسې خو د بلې هرې ژبې په څېر په گړنۍ پښتو کې هم ورته تړنگونه شته، لکه (د)کاروان ستوری، د سبا سترگه، د لمر سترگه، د بوډۍ ټال، سپېده چاود، سپين سبا يا گهيځ…؟
ځواب: لومړی ، خو داچې په شعر کې دژبې کارونه دنوې ادبي تیورۍ پربنسټ خورا مهمه ده ، مانا داچې نورنو ژبه دادبیاتو ، په تیره بیا شعر، لپاره یوازې دخامو موادو حیثیت نلري ، بلکې پخپله دیوې هنري ښکارندې په توګه پېژندل کیږي دشعر ژبه ځانګړې ده ، رضا براهني فکرکوي چې په شعر کې اشیا نوی هویت مومي ، ځکه خو یې تمثیل هم یوې ځانګړې ژبې ته اړتیا لري ، سارتر فکر کوي ، چې شاعرانه ژبه ځانګړې ده ، له همدې پلوه هم ده چې شعر تر ادبیاتو ډیر دهنرونو دکورنۍ غړی دی، ځکه په شعر کې ژبه وسیله نه بلکې هدف دی. دوهمه دا چې شعري تړنګونه بېشکه چې ژبني تړنګونه هم دي ، خو دژبنیو قوانینو په مرسته یوازې دشعرلپاره استخدامیږي او کیدای شي په هماغه جوله او مانیز جوړښت سره په نثر ( او آن ناهنري منظوم کلام ) کې دکاریدلو جواز ونلري. په شعر کې دژبنیو تړنګونو رغښت استعاري ، تشبیهي ، سېمبولیک او ګردسره انځوریز بستر لري او دکارولواو منلو منطق یې هم درغوونکي او مخاطب (مصرفوونکي) ترمنځ دیوه هنري قرارداد پربنسټ دمنلو وړدی. هېڅ شاعرانه ترکیب له خپلې هنري زمینې پرته منښت اوښکلا نشي درلودلای.
پوښتنه: ستاسې له انده د ادبي سبک اومکتب پېژند(تعریف) څه دی، او یو ادبي سبک او ښوونځی څنګه منځ ته راځي او څنګه له منځه ځي؟ ولې په وسمهال پېرکې دغه لېلې لارې نه رامنځته کېږي. که دا رښته ياحق څوک نه لري؟
ځواب: هیڅ داسې ملي یانړیواله محکمه نشته ،چې دسبکونو یا مکتبونو درښتې ورکولو وس وصلاحیت ولري. سبکونه او مکتبونه رامنځته کېدل ، رامنځته کیږي او رامنځته کیږي به . دادهنرمند په خلاقیت او زمانې پورې اړه لري اودا خلک دي ، چې دیوه سبک یا مکتب هرکلی کوي او په رسمیت یې پیژني ، ډیرځله ځینې مکتبونه دخپلو بنسټ ایښودونکو له زمانې څخه لسیزې بلکې پیړۍ وروسته پیژندل یامنل کیږي. دامشهوره ده ، چې لومړني سېمبولیستان لکه بودلر، مالارمه او رمبو هم خلکو لیوني بلل. هرکله چې دګڼو خلکو شعوري ـ رواني برید له هنرپنځوونکو سره هممهاله شي نو پلویان مومي . په پښتنوکې غني خان دځانګړي سبک خاوند و، دهغه دشعرونو مینه وال دهغه تر خپلې زمانې اوس ډیر دي. سبکونه په وړه محدوده کې دبیان یا ارائیې په ډول پورې اړونده نوموونه ده ، خو مکتب دمنځپانګې ، فکري یا رواني همرنګۍ یوه پراخه ټولګه ده ، چې څو نسلونه یې پالي او بشپړوي یې .
پوښتنه: نوی آزاد، سپين او ناپېيلی شعر له کلاسیک شعر سره څه توپیر لري؟ یو شمیر شاعران پر دې گروهه دي، چې سپین یا آزاد شعر په پښتو ادب کې له ډیر پخوا څخه شته وو. تاسې په دې اړه څه ليد و اند لرۍ او دا راته وویاست، چې دآزاد او سپین شعر سوچ دچاله خوا چیرته او څرنګه را پیدا شو او همدا پوښتنه چې په پښتو او پارسۍ کې دغه نومونې له لويديځ هغو سره څه توپير لري؟
ځواب :
په فرانسه کې آزاد شعر د سېمبولیزم د مکتب همزولی ګڼل کېږي او پیل يې دنولسمې پیړۍ دپیل کلونه دي . د فرانسوي آزاد شعر ځانګړنه داوه چې د وزن لرونکو خو نابرابرو کلامي برخو یوه مجموعه به داسې لیکل کېده چې د کالب تر و حدته ډېر د فکر او انځورونو وحدت او جوړښت ته په کې پام کېده. په دې شعر کې کلېماتو پخپله سېمبولیکه مانا ښندله، سپین شعر په حقیقت کې هماغه هنري نثري لنډې لیکنې وې ،چې موږ یې دلته ادبي ټوټه بولو ، په اروپایی ژبو کې دغواهنګینونثرونو په تول پوره دشعر ځانګړتیا درلوده یوازې توپیر یې له آزاد شعر سره دا و ، چې کلامي واحد یې یوه بشپړه غونډله وه حال دا چې په شعر کې ډیر ځله نحوي جوړښت نه ،بلکې انځوریز جوړښت دکلام واحد ګڼل کیږي. په پاړسي کې نیما یوشیج دخپل وخت دود وزني کالبونه مات کړل او نیمايي اوزان یې رامنځته کړل، دنیمايي اوزانو ځانګړتیا داوه چې دبحرونو دشمیر له مخې دبیتونو او مسروپه اوږدوالي او تناوب کې بدلون راته ، او ډیره ځله به قافیه دسره توپیر لرونکو وزني واحدونو تربېلابیلو شمیرونو وروسته تکراریده، نیمايي کالبونه ، چې دقافیې له تکرار او رعایته خلاص شول آزاد شعر وګڼل شو او کله یې چې ټاکلی وزن هم پریښود سپین شعر وګڼل شو، خو سپین شعر هم آهنګ ته اړتیا درلوده او په دې توګه یې خپل مترنم جوړښت وساته . په پښتو کې داسې کالب ماتوونه پوهاند عبدالحی حبیبي ته منسوبه ده ، یاد استاد پرکال ۱۳۱۵ لمریز، په هندکې یو شعر لیکلی :
دکور قاصده
راته ووایه
حال دیارانو
دوطن خپل
وما پردیس ته حال راښکاره کړه
د دلدارانو
دوطن خپل …
فاضل استاد پخپله هم لیکلي دي ،چې دا یو نوی ډول شعر دی. تر ده وروسته دآزادشعر پالونکي : استاد پژواک ( په تیره بیا په کلیمه داره روپۍ منظومه کې ) ، استاد بینوا ، استاد بهاالدین مجروح، سلیمان لایق، غني ، شپون ، الهام اوپوهاند زیار دي البته په نوې نسل کې دآزاد شعر دګڼو مانیزو او جولیزو تجربو پیاوړی نوښتګر ارواښاد ننګیال ، عارف خزان او یوشمیر نوردي . دسپین شعر یو شمېر لومړنۍ بېلګې هم دارواښاد ننګیال دي ،خو په دې توپیرچې دهغه پرذهن حاکم وزني تمرین شعر مترنم ساتلی دی او ښايي دادپښتو شعر څپیز ـ خجیز جوړښت وي چې د بشپړ سپین شعرپه لوی لاس لیکل پکې کار تصنع او تکلف ته رسوي . په دې توګه ګورو، پښتو شعر دخپل بدلمېچ پربنسټ آزاد شعر ډ یر طبیعي او له خپلو ځانګړنو سره سم منلی او په هیڅ ډول ورته له کومې بلې ژبې څخه راغلی یې نشوګڼلای. یومهال ښاغلی صادق ژړک داسې کاکړۍ غاړې راته ولوستلې چې دازادشعر په توګه یې وزني بېدودي درلوده ، داسې ښکاري ، چې پخوانیو پښتو بدلو ، غاړو او نارو دیوډول لنډو آزادو ټوټو کالب درلوده ، ځکه خو په پښتو کې ددې ډول شعر لرغونتوب نه شو ردولای ، خو زما په نظر دا مسئله نورو څېړنو ته اړتیا لري .
پوښتنه: زموږ یوشمیرانديال او فرهنګيال پر دې گروهه دي، چې په پښتوکې دشعر په پرتله باید نثر ته زیاته پاملرنه وشي. ستاسې پر آند دولسونوپه راویښولواو د ملي ولولوپه راپارولو کې شعر زیات اغیز لري او که نثر؟
ځواب: هر ځېل خپل ارزښت لري ، شعر لیکل ، نثرلیکل، کره کتنه کول ، څېړنه او بله فرهنګي هڅه نجاري یا خټګري نده ، چې تاسو یې چاته دکولو یانه کولو سپارښتنه وکړئ ، ځکه داډیر په ذوق ، مینه او توان پورې اړه لري ، موږ هم ښه شعر ته اړتیا لرو او هم ښه نثر ته ــ هر څومره چې وي ــ خو چې ښه وي ، خلک یې خوښ کړي او هغه ټولنیزاغیزولري ، چې له ادبیاتو او هنر څخه یې تمه کیږي . په افغاني ټولنه کې شعر اومنظوم کلام له پخوازمانې څخه ډیره مینه وال او اغیزدرلوده ،ځکه دلته تمثیلي او تجسمي هنرونو ته په ښه سترګه نه کتل کېدل ؛ تیاتر ، مجسمه جوړونه ، انځورجوړونه او آن موسیقي په ممنوعاتو کې ګڼل کېدل اوشعرومنظوم کلام ددې ټولو ځای ډکاوه ، حماسې ، ویرنې، مینې ، مذهبي متون ، اخلاق، او نور متون په نظم کې خوندي کېدل ، دهمدې لپاره شعر او نظم دلته ژورې ریښې لري ، نثر تر شعره ځوان دی خو پاللو ته یې اړتیا شته ، نن سبا چې ذهنیتونه نوي شوي دي ،موږ نویو نثري ځېلونو ته اړتیالرو کیسې ، نندارلیک،طنز، فلمنامې، پورترې ، ژوندلیکونه ، یونلیکونه او نور ځېلونه ښايي دود او پیاوړي شي ، خو دښې شعر لیکنې په قیمت نه، بلکې دښې شاعرۍ ترڅنګ .
پوښتنه: یو شمیر ادب پوهان په سرکې بریتانيي لیکوال او شاعران نثر پرڅو ډولو ویشي، لکه: داستاني نثر، د ستاینې نثر، څیړنیزنثر، د بحث او استدلال نثر او ادبي نثر. مهرباني وکړی په دې اړه په لنډه توګه معلومات راکړی؟
ځواب: همداسې یو ویش زموږ په ادبپوهنه کې هم شته ، هنري نثر ، انشايي نثر، علمي ـ څېړنیز نثر ، ښوونیزـ روزنیز( پیداګوژیک) نثراو ښايي نور. هنري نثر په ټولیزه توګه هغو لیکنو ته وایي ، چې له تخیل او ادبي ارزښت سره تړاو لري ، په دې کې داستاني لیکنې، ډرامې ، فلملیکونه ، او نورادبي ځېلونه ټول( له نظم وشعره پرته ) راځي. انشايي نثر هغه دی ، چې موخه یې دیوه پېښلید ، نظر، فکریاحالت بیان وي ، دا نثر تخیلي نه وي ، خو کیدای شي دنثر لیکنې له ښکلاییزو او ادبي خوږلنیو څخه تومنه واخلي لکه : یونلیکونه ، بیوګرافۍ ،فیچرونه او نور، له هنري نثر سره یې توپیر دا وي ، چې موخه یې په ادبي ژبه دواقعیتونو او حقایقوارائیه وي او تخييل پکې ډیر ځای نلري. علمي ـ څيړنیز نثر دساینسي او ټولنیزو پوهنو دزبات او ورپوهولو لپاره کاریږي. ښوونیز او روزنیز نثرونه دپیداګوژۍ او ورزده کولو دپوهې له ارونو سره سم یو ځانګړی نثر دی، چې دخپلو مخاطبانو دپوهې او عمرله کچې سره سم لیکل کیږي. هېره دې نه وي چې دغه هر یو ډول بیا په نورو څانګو هم ویشل کیږي، چې فکر کوم دلته به یې دټولو دیادولو ځای نه وي .
پوښتنه: ویل کیږي، خوشحال خان خټک لکه څنګه چې پښتوشعراو نظم ښکلی او رنګین کړ، همدغسې په نثر کې هم دیوه داسې هنري نوښت بنسټ کیښود چې اوسنی پښتو ادب پرې ویاړي. که تاسې يې له څومره ييز او څرنگيز پلوه پرهنري او ادبي نوښتونو يوه څرکنده رڼا واچوئ!
ځواب: خوشال بابا نه یوازې دا چې ددستارنامې په څېرد یوه شهکار نثري کتاب په لیکلو پښتو نثر د راونۍ ، ساده ګۍ او روڼوالي په خوا ورلوړکړ ، بلکې ترځان وروسته یې پر نورو نثرلیکونکیو هم ژور اغېز وکړ، چې یوه ښکاره بېلګه یې تاریخ مرصع ګڼلی شو، بابا له سجع ، ایطال او عربیت څخه دپښتو نثر تر تراشلو وروسته داوښوده ، چې یوڅه په هماغه ژبه چې ویل کیږي ، لیکل کیدای هم شي. البته دا لوی کار دڅه ډول نثرلیکنې په برخه کې و، خو د “هنري نثر” په اړه همدومره وایم ، چې د بابا کومه لویه او پاموړ هنري نثري بېلګه ما نده لیدلې ، ځکه موږ ” په نثر کي هنري نوښت” داسې یوڅه ته ویلی شو لکه شکسپیر چې په انګریزي ادبیاتو کې رامنځته کړ.
پوښتنه: تاسې کال دوه مخکې خپل څو شعري دوترونه يا منظومې په یوه ټولګه (ته زما ټوله شاعري یې) کې خپاره کړې دي، که څه هم استاد زيار ورباندې پخپله کره کتنه کې پوره رڼا اچولې او تاسې يې د تیرو هیرو او نويو حماسو شاعربللي ياست. بياهم زه غواړم، چې په اړه يې ستاسې خپل نظر هم وپوښتم او بياداچې تاسې په پښتو ادب په تېره بیا په شعر کې د دغو حماسو اغیز څه ډول ارزوئ ؟
ځواب: ماته تر ټولو سخت کار دابریښي چې دخپلو لیکنو په اړه څه ولیکم یا څه ووایم ؛ (( ته زما ټوله شاعري یې )) زما دتیرو چاپ شویو شعري ټولګو، پینځو منظومو او یو لوی شمیر ناچاپو شعرونو یوه غوښنه ټولګه ده ، چې زما دځوانو ملګرو په همت راټوله ، تدوین او چاپ شوې ده، لومړی چاپ يې دښاغلي حسام او دوهم دایې داسد جان دانش په همت ترسره شو. ددې کتاب دراغونډولو او چاپ لپاره زما د مشرانو او ځوانو ملګرو ټینګار دا و چې ګواکې زما پخوانۍ شعري ټولګې په تیره بیا درې لویې منظومې ورکې شوې وې او نورې نه پیدا کیدې ، دځینو پخوانیو کتابونو دچاپ کیفیت هم ښه نه وو او ځکه خو، ددوی په ژبه ، ګواکې زما بېچاره دشعرونو مینه والو ته باید ددې ټولو نوی چاپ وړاندې شي ، په هرصورت، دمنظوموپه اړه زما د پیاوړي استاد زیارلیکنه او شننه دهغوی ذره نوازي ده . زما منظومې دتاریخ ، ادبیاتو ، اسطورو او هنر ترمنځ په یوه تخیلي زمینه کې لیکل شوي دي ، دمنظومو پلاټ (خاکه) جوړه شوې ده ( ښايي دهمدې لپاره یې استاد هېوادمل دحماسو دجوړښتي ویش له اړخه مصنوعي یا تخلیقي حماسې بولي ) ځينې اتلان ، ځایونه او پیښې یې له تاریخي روایاتو رااخیستل شوي دي او په ټولیز ډول زموږ دتاریخ داساطیري دورو روایتونه دي. له ماسره دداسې څو نورو منظومو دلیکلو لپاره هم یادښتونه او طرحې شته ، که لوی خدای ژوند او وس راکړ انشاالله چې وبه یې لیکم. هغه مهال چې ما دمنظومو دلیکلو لومړنۍ هڅې کولې ، ګومان مې نه کاوه چې دومره مینه وال به ومومي او اوس یې چې پښتنو لوستونکیو او اوریدونکیو داسې هرکلی وکړ ، غواړم چې دا لړۍ پسې وغځوم. هېره دې نه وي ،چې
( ارشاک او اوشاس) منظومه دهېواد نومیالي ممثل ښاغلي ممنون مقصودي په ډیره هنري ژبه راډیويي کړې ده ، چې ښايي مننه ورڅخه وشي.
پوښتنه: لکه څنگه چې ټولو ته پته ده، په پښتو کې له څو کلو راهيسې د((هايکو)) او((ټپيزې)) په نومو دوه نوي شعري ځېلونه(ژانرونه) رادود شوي دي، تاسې يې څنگه بولئ؟
ځواب: ټول پوهیږو ، چې هایکو له اره جاپانی شعر دی او موږ یې یوازې جوله راپښتو کړې یا تقلید کړې ده ، مانا دا چې موږ په پښتو کې دهایکو پېښې کوو، لنډۍ دپښتو ژبې شتمني ده ،همداسې هایکو دجاپاني ژبې شتمني ده، دلنډۍ روح پښتني او دهایکو هغه جاپاني دی ، دواړه نورو ژبو ته ژباړل کیدای شي، خو په نورو ژبو کې به یې په هماغه کیفیت ( تخلیق) که ناشونی نه وي ډیر ستونځمن به خامخا وي. ماته پښتو هایکو ګانې دلنډو ازادو شعرونو په څېر خوند راکوي او بس ، تر دې ورهاخوا یې په اړه څه نشم ویلای. پاتې شوه دټپیزې کالب یافورم ( البته ژانر نشو ورته ویلای) دا په دې شرط چې دلنډیو اصالت او لرغونتوب زیانمن نه کړي ، یوه ښه فني زیاتونه ګڼم ، ډیر زیات به دشعري ارزښت خاوند کالب ورته ونه شم ویلای ، ځکه شعر هماغه دبڼې موندنې او فکري زیږد پر مهال پخپله دیوه هنري خپلواک تخلیق په توګه رامنځته کیږي ، خو ټپیزه دټاکل شوې لنډۍ په منځپانګې پورې تړلې زیاتونه ده ، چې تخلیقي اصالت او خپلواکي
نه لري .
پوښتنه: پښتو غزل هغه ځېل يا ژانر دی، چې له مينې او مينه وړو ولولو سره تړاو لري. ايا پښتو غزل دنورو ژبو له غزل يا ورته رومانتيک شعر سره سیالي کولای شي او که نه؟ بلخوا څنگه چې تاسې له لږوډېرې غزليزې شاعرۍ سره سره د ازاد او نيم ازاد شعر له لارويانو هم ياست، نو ايا تاسې د لويديځوالواو بيا ايرانيانو په څېرپه پښتوکې د ازاد رومانتيک شعر، په نورو ټکو، غزل دودېدل شونی او وړنده بولئ؟
ځواب: دترلاسه شوي پښتو غزل بېلګې له اکبر زمینداوري څخه پیل کیږي چې ګڼې لوړې ژورې یې لیدلي دي ، پښتو غزل په لومړي سر کې ډیرلیریک او عشقي و، او له خپلې لغوي مانا سره سم یې له ښکلو ښځو سره د مینې او تغزل ښکلاوې رانغاړلې ، تر روښاني دورې او رحمان بابا وروسته پر پښتو غزل د تصوف او عرفان منځپانګه هم ورزیاته شوه ، خوشال بابا غزل راژوندی کړ او د ورځنیوتجربو ، مینې ، تغزل ، حماسي اند دود او فلسفي تفکر رنګونه یې ورزیات کړل ، حمید دهندي سبک ځانګړنې دتعادل په حد کې راپیل کړې او کاظم خان شیدا ، شمس الدین کاکړ ، او نورو لوړ حد ته ورسولې تر کلاسیکانو وروسته دپښتو غزل نیوکلاسیکان راغلل او په دوی کې امیرحمزه شینواري پښتو غزل ته یونوی روح وروباښه مانا داچې دمینې ، تصوف او ښکلا تر څنګ یې پښتنواله هم په شعوري توګه پرې ورزیاته کړه او له معاصرو شعري ځانګړتیاوو سره سم یې پښتو غزل ځوان کړ، نوي تشبیهات ، استعارې ، انځورونه او سېمبولونه له نویو اهنګونو او وزمي تجربو سره دپښتو غزل تنوع او رنګارنګي ډیره کړه ، ژبه پکې روڼه او پریوللې شوه ، له مانیز پلوه مېسره ییز ، رکني او یا هم بیتیزوحدت دټول غزل تر وحدت پورې پرمختګ وکړ او په غزل کې دګډې ذهني زمینې تجربې پیاوړې شوې. دې ټولو پښتو غزل لوړې څوکې ته ورساوه . مګر مینه او عشقي تلوسه تل د پښتو غزل ترټولو لویه منځپانګه وه او ده . مینه په پښتو غزل کې داسې بریښي لکه دزرو په ګوتمۍ کې لوی دالماسو غمی چې که له ګوتمۍ څخه یې لرې کړې هیڅ ارزښت نلري ، دازیری په خوشالۍ درکولی شم چې ځوانو اوزلمیو شاعرانو اوسمهالی پښتو غزل داسې یو پړاو ته رسولی دی ، چې دسیمې دنورو ژبو له غزلیزې شاعرۍ څخه که یوه غاړه لوړ نه وي نو کم خو ترې هیڅ ندی . دابه نه هیروو چې دنورو ژبو له غزل سره دپښتو هغه توپیر په وزني او ژبني جوړښت کې دی پښتو غزل څپیز خجیز رغښت لري او قوافي یې هم خپل او ځانګړي دي ، دنورو له پورشویو عروضي کالبونو سره نه شي تلل کیدای.
ما پخپله تر غزلیزې شاعرۍ ډیره آزاده شاعري کړې ده ،که څه هم غزل مې خوښیږي او دشاعرۍ پیل مې هم له غزل څخه دی ،خو وروسته مې فکر او خیال دغزل له تنګ کالب څخه راووت او دآزاد او( ستاسو په ژبه نیمه آزاد) شعر په پراخې غیږه کې یې غځوونې وکړې . دڅومره والي له پلوه کیدای شي په خپلو همزولو شاعرانو کې ترټولو ډیره رومانتیکه آزاده شاعري زما وي. درومانتیکوولولو ، عواطفو او تخیلاتو دلېږد لپاره ترټولوښه کالب ازاد شعردی ، نو که پوښتنه رامنځته شي چې غزل ولې ډیر شهرت لري ؟ ځواب به یې داوي چې یوخو غزل لرغونی دی او ډیره متني زیرمه یې خوندي ده او دوهم داچې له موسیقي سره داسې لازم او ملزوم ګرځیدلی دی چې دخپل شهرت او محبوبیت لویه برخه یې سندریز کیدو له قابلیت څخه ګټلې ده. وروستۍ مسئله یې هم دا چې پښتو ژبه درومانتیکو مضامینو دارائیې لپاره ګڼ مستعد فورمونه لري ، غزل ، چارپارې آزاد او نور او په دې توګه دې ته اړتیا نلري چې دایراني ، اروپایي یاکومې بلې ژبې پرپلونو پل کیږدي .
پوښتنه: شعراو موسیقي د هر ثقافت په ماڼۍ کې بنسټیزي ستنې دي، او یو له بل سره تړاو لري. تاسې په دې اړه څه لید لری، او دا راته وویاست، چې ستاسې شعرونه کومو سندرغاړو او هنرمندانو ویلي دي؟
ځواب: شعر او موسیقي سره نږدې هنرونه دي او یو دبل بشپړوونکي هم . که څه هم هر یو په یوازې ځان خپلواک هنرونه ګڼلی شو مګر کله چې سره یوځای شي نو دبشپړ هنري اوج تمثیل کولای شي . شعر ډیرځله دموسیقي په مرسته تر خلکو وررسیږي او موسیقي دشعر په مرسته دانسانانو دپیغام ، فکر او خیال دلیږدولو توان مومي . شعر اوموسیقي دواړه دانسانانو دهنري ذوق لومړني همزولي دي او تر ټولو زاړه هنرونه ګڼل کیږي ، لکه سینما چې ترټولو ځوان هنر بلل کیږي.
زما یو شمېر شعرونه دوخت ښو سندرغاړو ویلي دي لکه فرهاد دریا ، حفیظ ګردش ، شهزاد عدیل او نور چې اوس یې نومونه رانه هیر دي .
پوښتنه: فلسفي، تصوفي يا عرفاني شاعرې څرنګه څیړئ؟ او کوموپښتو شاعرانوپکې خپل ذوق او استعداد زيات آزمویلی دی؟
ځواب: فلسفي شاعري بېله ، عرفاني بېله او تصوفي هغه بېله ده . فلسفي شاعري هغې ډول شاعرۍ ته وایو چې په هنري او موزونه ژبه یې کوم فلسفي فکر بیان کړی وي . خو فلسفه څه ده ؟ فلسفه دګڼو پوهنو هغه مجموعه ده چې په یوه ځانګړې سکالوکې دانسان بنسټیزو پوښتنو ته ځواب وویلای شي . فلسفي افکار له پخوا څخه په شعرونو کې بیان شوي دي ، له پخوا زمانو څخه چې ادبیات ، عقایدو ، عقلي تجربې او ساینس ، فولکلور ، حماسې ، تاریخ او افسانې یو له بله سره ګډ وو او خپلې پولې یې نه وې بیلې کړې ددې ټولو مجموعي پوهې ته یې فلسفه ویل او په دې پورې اړوند ګڼ مسایل دشعر په ژبه بیان شوي دي ، دزاړه مصر د ( مړیو) کتاب داسې نظمونه لري چې دانسانانو خورا لرغوني ثبت شوي فلسفي افکار رانغاړي ، دزاړه عراق افسانې ( په تیره بیا دګېلګمیش منظومه ) ګڼ فلسفي اړخونه لري ، دیونان او روم اثار بې جوړې دي ، دآریانا ویدي سرودونه ، دزردښت او ستايي ګیتونه ( ګاڅونه ) دهند مهابهارت او دچین زاړه مناجات ټول هغه منظوم سرودونه دي چې دفلسفي ارزښت خاوند ادبیات یې ګڼلی شو. تر دې راوروسته په اروپا کې هم یوه دوره فلسفي شاعري دود وه چې یوه لویه بېلګه یې د دانته ( الهي کومیډي ) او یا هم د الماني ګویته ( دفاوست تراژیدي ) ګڼلی شو . فلسفه په لویدیځ کې سیستماتیکه شوه ، ښوونځي یې وموندل او ورو ورو یې علمي بنسټ پیاوړی شو، خو په ختیځ کې همداسې د ادبیاتو ، پوهنې ، عقیدې او هنر تر منځ ویشلې پاتې شوه ، په دې توګه موږ ویلی شو چې په ختیځ کې فلسفې نه ، بلکې فلسفي افکارو ډیره وده وکړه چې لویه برخه یې په ادبیاتو په تیره بیا شعر او نظم کې خوندي ده. پښتو شاعرۍ ته هم فلسفي افکاروپه تیت پرک بڼه رخنه کړې ده چې په استازیتوب به یې له کلاسیکانو څخه خوشال بابا او روښاني غورځنګ او په نیو کلاسیکانو کې به د پوهاند سید بهاالدین مجروح او غني خان نومونه واخلم.
پاتې شوه دعرفاني او تصوفي شاعرۍ برخه ؛ لومړی خو دا دواړه مفاهیم چې ډیر ځله سره هممانا ګڼل کیږي یو څه توپیر لري . عرفان چې د پیژندلو له لغوي مادې څخه جوړ اصطلاحي مفهوم دی د خدای پیژندنې لپاره دانساني تجسس او پلټنې هغې هڅې ته ویل کیږي چې له بابا آدمه تر دې دمه یې درلودلې ده اودا مفهوم یو څه پراخ او کلي دی. حال داچې تصوف دټاکلو لارو او سلوک هغې عرفاني دورې ته ویل کیږي ، چې په اسلامي نړۍ پورې اړه لري . په اسلامي تصوف کې ځينې مشهورې طریقې او مکتبونه پیژنو لکه : مولویه ، نقشبندیه ، چشتیه ، قادریه او داسې نورې. په پښتو شاعرۍ کې عرفاني افکار پریمانه او ډیر پراخ دي همداراز تصوفي شاعري هم شته چې ډیر ځله دیوې ځانګړې طریقې پیروانو رامنځته کړې پاللې او بډایه کړې ده ، په پښتو ادبیاتو کې یې غوره بېلګه روښاني دوره ده . دعرفاني او تصوفي شاعرۍ په اړه دلته دخپلې وروستۍ څيړنې یوه برخه رااخلم، که څه هم دغه بحث تر ډیره بریده په پښتو شاعرۍ کې دعرفاني سېمبولونو په اړه ده ،خو فکر کوم ستاسو دپوښتنې ځینې ځوابونه لري :
که له تاریخي مخینې یې تېر شو د څومره والي له نظره د پښتو ادبیاتو د منځنۍ دورې په شاعرۍ کې تر ټولو ډېر له عرفاني سېمبولونو سره مخامخ کېږو.
عرفان د پېژندنې له ریښې څخه اخېستل شوی دی او په اصطلاح کې د خدای(ج) د پېژندنې لپاره د انسان معنوي او روحي هڅه ده.
تصوف د وړینو جامو د اغوستونکیو (صوفیانو) له نامه سر تړلی مسلک ګڼل شوی ، داچې صوفیانو ته د هغوی د وړینو جامو یا اهل الصفه ( اصحاب صفه یا پر صفه ناست) کسان یا د غارونو (صوفونو) اوسیدونکو له امله دغه نوم ورکړل شوی په دې ډېر نه تم کېږو، په اسلامي تاریخ کې صوفیان د عرفان، زهد او عبادت هغه لارویان وو، چې پر ادبیاتو یې د پام وړ اغېز درلودلای دی.
صوفیانو، چې له هستۍ، انسان، عاقبت او نفس څخه ځانګړي تعبیرونه درلودل د خپلو افکارو د دودولو او نورو ته د رسولو لپاره ادبیاتو او شعر ته مراجعه کوله.
صوفیانو ادعا کوله چې لوی خدای(ج) ته عبادت یوازې د دوزخ له ویرې یا جنت ته د وررسېدو لپاره نه کوي، بلکې له خدای(ج) سره د مینې لپاره او په آخرت کې د خپل خالق د دیدار لپاره سعي کوي. ددوی عادتونه، ویناوې، فکرونه او باورونه کله کله د عامو خلکو یا هم د وخت د علماوو له نظره متفاوت او په ځینو مواردو کې د زغم وړ نه وو، نو د همدې لپاره دوی په خپل کلام کې ابهام، سېمبول کارونې او استعاري ویناوو ته پناه وړله، دا چې په عرفاني ادبیاتو کې سېمبولونه ډېر، بېلا بېل، په زړه پورې او د پام وړ دي دلیل یې همدا دی چې صوفیانو به د خپلو زړونو ټولې خبرې مخامخ او څرګندې نه شوې ویلای، دوی به مجازي دنیا د حقیقي دنیا د تمثیل لپاره جوړوله، کله کله به یې مجازي معشوقه یادوله خو مراد به ورڅخه حقیقي محبوب و، معشوقه، شراب، ساقي، زاهد، میخانه، وصال، هجران، های وهوی، قیل و قال او داسې نورو سېمبولونو به د رمز په ژبه د دوی فکرونه او غوښتنې ښکارولې.
د روښاني مکتب پلوي شاعرانو د پښتو ادبیاتو لویه برخه عرفاني شاعري کړې ده، خو تر هغو پرته رحمن بابا او نور شاعران هم شته چې ګڼ عرفاني سېمبولونه یې په شعرونو کې موندلای شو.
په پښتو شاعرۍ کې د یو شمېر عرفاني سېمبولونو بېلګې به د بېلا بېلو شاعرانو له کلام سره وڅېړو.
د رحمن بابا په یوه غزل کې څو عرفاني سمېبولونه :
دجنت تر حورو تېر شه که یار غواړې
خدای دې نقده د چا نه کاندي نسیا
د ساقي له لاسه هسې باده نوش کړه
چې دې غوڅ کړي له زړه خیرې د ریا
چې یې کسب عاشقي شي د دلبرو
نظر نه کاندي په کسب د کیمیا
عشق هنر د مخلصانو دی رحمانه
نه حصلېږي مخلصي په روریا
یو ګفتار در لره بس کاندي رحمانه
څه په هر ساعت پوښتنه کړې بیا بیا
یار : حقیقي محبوب دی، شاعر غواړي ووايي چې د هغه مقصد حقیقي محبوب دی نه د جنت حورې هغه غواړي خپل حاضر و دایم و قدیم محبوب ته ورسېږي چې نقده حضور لري حال دا چې د جنت حورې نسیا وعده ده.
ساقي او د بادې نوش کول د طریقت سېمبول دی، چې د ریا په وړاندې د شاعر د عرفاني پروتست سېمبول یې هم ګڼلي شو، هغه څوک چې له حقیقي محبوب سره د عشق کارو بار کوي هغه د دنیا په کاروبار غرض نه لري او د (کیمیا) کار چې یو دنیوي کار دی نه خوښوي. رحمن بابا د عرفان او تصوف وجودي منطق او ټول هدف په همدې څو سېمبولونو کې بیانوي، چې نورو ګڼو عارفو شاعرانو هم تکرار کړی دی.
د میرزا خان انصاري دا سېمبولیک غزل ولولئ :
زه څرګند د محبت په ښه بنیاد یم
له نیستۍ هم په دا هستۍ آباد یم
په ازل مې د اقرار په ژبه ووې
تر ابده وفادار په خپل میعاد یم
امانت چې اسمان ځمکې وړای نه شو
اوس یې زه په دا عاجز صورت عماد یم
په اختیار مې هسې ظلم په ځان وکړ
له دې قصده د جهول په نامه یاد یم
که د جهل بار مې لرې شي له سره
بې ګومانه د صفي آدم اولاد یم
انصاري د څو سېمبولونو په مرسته دعهدالست ټوله کیسه تمثیلوي دا له خالق ذات سره د بنده (انسان) د عشق او مینې جوهر او صفت و ، چې د هستۍ باعث شو، خدای پاک انسان ددې لپاره هست کړ چې خپل خالق یکتا و پېژني او عبادت یې وکړي. ( څرګند د محبت په ښه بنیاد) او له نیستۍ څخه هستۍ ته راتلل. انسان په ازل کې له خپل رب سره تعهد کوي چې دخپلې هستۍ تر پایه به د بنده ګۍ سعي کوي، او د لوی الله(ج) حکمت، د هغه کلام او د هغه احکام چې زمکې او اسمان، غرونو او دښتو یې د ساتلو او زغملو وس نه درلوده انسان ( د حضرت آدم اولادې) د هغه د منلو ژمنه وکړه او دا ژمنه یې په خپل اختیار وکړه، ګواکې نه پوهېده چې دومره ستر مسؤلیت پر غاړه اخلي دلته د جبر او اختیار پېچلې فلسفې ته اشاره کوي.
زموږ متصوف شاعر میرزا خان انصاري وايي چې د صفي الله ( حضرت آدم ع) اولاد کله دومره جهول شي چې خپل ازلي عهد او پیمان هیروې. هغه عهد، چې په خپل اختیار یې کړی او د خدای(ج) د بنده ګۍ لوی مسؤلیت یې پر ځان منلی دی. د انصاري (زه) د ټول بشریت سېمبول دی دا (زه) یوازې میرزاخان نه دی، بلکې له بابا آدمه تردې دمه له ټول بشریت څخه استازیتوب کوي دا د هماغه ګډ بشري ناخودآګاه ضمیر غږ دی چې په سېمبولیکه بڼه د میرزاخان انصاري په شعر کې ځان څرګندوي.
د عهدالست کیسه اوږده ده خو زموږ عارف شاعر یې د یو شمېر روښانه سېمبولونو او سېمبولیکو شاعرانه اشارو په مرسته ټوله او بشپړه را تداعي کوي.
پر همدې زمکه د خوشال بابا دا درې سېمبولیک بیتونه وګورﺉ؛خان هم هستي د محبت او عشق له برکته بولي :
د مجاز عاشقي عین حقیقت ده
و معنو ته زینه ایښې د صورت ده
تر ثرا تر ثریا که فهم وکړې
په څلور کونجه غوغا د محبت ده
په جهان به هېڅوک نه و که عشق نه وای
د بدبه د عشق قایمه تر قیامت ده
شیرازي خواجه حافظ په خپل یو مشهور غزل کې کټ مټ د عهدالست او عشق کیسه په همداسې سېمبولونو ارائیه کوي :
در ازل پرتو حسنت زتجلی دم زد
عشق پیدا شد و آتش بر همه عالم زد
جلوه ای کرد رخت دید ملک عشق نداشت
عین آتش شد از این عزت و بر آدم زد
عقل میخواست کزاین شعله چراغ افروزد
برق غیرت بدرخشید و جهان بر هم زد
مدعي خواست که آید بتما شاګه راز
دست غیب آمد و بر سینه نامحرم زد
دیګران قرعه قسمت همه بر عیش زدند
دل غمدیده ما بود که هم بر غم زد
جان علوی هوس چاه زنخدان توداشت
دست در حلقه آن زلف خم اندرخم زد
حافظ آن روز طرب نامه عشق تونوشت
که قلم بر سر اسباب دل خرم زد[ ]
د شیخ عیسي مشواڼي لاندنیو دریو بیتونو د درېیو بېلا بېلو حالتونو د بشپړ تمثیل لپاره عجیب عرفاني سېمبولونه رانغاړلي دي، د جبر او اختیار په اړه د انسان ډیالیکتیکي وسوسه، د هګل له تیزسونو سره سم د (بادار و غلام دیالیکتیک) ،چې انسان یا بادار دی یا غلام ، یا حاکم دی یامحکوم او د همدې تنازع څخه د یوې ناپېژندل شوې خپلواکۍ په خوا ورڅکېږي، هېڅکله هم نه ور رسېږي ځکه مرګ تر ایډیالې خپلواکۍ لنډ دی او بل انسان بیا په همدې آزمویل شوې لاره مزل کوي.
انسان که له نفس سره مبارزه وکړي (نور) ته (الله نور السموات والارض) ور نږدي کېږي او که د نفس ومني، نو شیطان الرجیم ته چې له اور (نار) څخه جوړ شوی دی، میلان مومي، خاورین (خاکي) انسان د خپل ایمان، علم او اعمالو د څرنګوالي او څومره والي له نظره د نور او نار ترمنځ په نوسان کې دی.
حقیقي محبوب ته نږدېوالی یا لرېوالی د انسان په خپلو اعمالو پورې تړلی دی، دا ټول څه چې که وغواړﺉ مدلل یې کړﺉ کتابونه پرې کښلای شئ خو زموږ شاعر شیخ یې د څو عرفاني سېمبولونو په مرسته داسې بیانوي :
په خپله کار کړې په خپل انکار کړې
کله بادار یم، کله مې خوار کړې
ته خو قادر یې په صفتونو
کله مې نور کړې، کله مې نار کړې
عیسې حیران دی په دې شیونو
کله مې یار کړې، کله اغیار کړې
عرفاني سېمبولونه هومره رنګین، بېلا بېل او په زړه پورې دي، چې د ټولو څېړل او سپړل یوه ځانګړې څېړنه غواړي، ځکه زما په فکر عارفو او صوفي شاعرانو تر ټولو ډېره سېمبولیکه وینا کړې ده او ددې لپاره، چې د درباري مفتیانو، زهادو، واکمنو او عامو وګړیو له ګواښ څخه په امان پاتې شي ، خپله مدعا یې په ښکلیو، شاعرانه سېمبولونو کې نغاړلې ده، د همدې لپاره د شعري سېمبولونو ډېرې غوره بېلګې عرفاني سېمبولونه ګڼلای شو.
پوښتنه: په یوه ټولنه کې چې د گروهو(عقایدو) او فرهنګ سانسور وي، ستاسې پرآند پر شاعر او لیکوال څه نقش واغیز درلودای شي، څه ډول مبارزه ورته په کار ده ؟
ځواب: سانسور تل موجود و، شته او وي به . دسانسور شکل او عمل بدلیږي ، دسانسورچیانو مهارتونه زیاتیږي او له سانسور څخه دتښتیدونکیو هنرمندانو کمالات هم بدلیږي او ډیریږي ، دا یوه نه تمامیدونکې مبارزه ده . هرڅوک دخپلو ګټو ، وټو او پټو رازونو دساتلو هڅه کوي ، شاعر او هنرمند چې دټولنې دوجدان اواز پورته کوي له سانسورچیانو سره تل په ټکر کې وي ، خو شعر دشعار په څېر مخامخ بیان نه دی ، ځکه یې زیان او ګواښ هم کم وي شاعران او لیکوال خپلواک خلک دي ، دوی هغه څه وايي ، چې غواړي یې او که هغه څه یې وویل چې نوریې فرمایش ورکوي یا پرې تپل کیږي بیا خو دهنر او ادبي ژمنې له دایرې وځي او کار یې ارزښت نلري. په دې توګه ګورو چې دشعر او ادب یوکمال دخپلواکه روح له چینو څخه خړوبېدل دي. سارتر به ویل هر زور ته ( نه ) ووایئ ، یوه شرافتمندانه ( نه ) له زرو ذلیلو ( هو ) ګانو څخه غوره ده . هنري مبارزه یو راز لري او هغه دا چې دڅومره خلکو دشعور استازیتوب کولای شئ او دڅومره خلکو پر شعور اغیز کولای شئ ، دڅومره خلکو شعور راویښولای شئ ؟ او دڅومره خلکو انساني عواطف سیقلولای شئ ، څومره خلک دژوند ، مینې او انسانیت پر ارزښتونو باوري کولای شئ … دادمبارزې موخې دي او وررسېدل دهنري بیان په مرسته د ګټورې اغیزې زیاتیدل دي. لویه مبارزه دا ده چې موږ په خپلو خلکو کې دا پوښتنه په جوش راولو چې زموږ خلک ولې تر ټولو ډير وژل کیږي او وژل کوي ؟ موږ څنګه کولای شو دهنر او ادبیاتو په مرسته دافغان انسان د ژوند اهمیت او ارزښت وځلوو او ددغه انسان له ذهن و زړه او ضمیر څخه کرکه و خشونت او له لاسه یې ټوپک او توره واخیستلای شو ؟ په ریښتیاچې دنړۍ تر هر بل ملته زموږ رسالت او مسئولیت دروند او لوی دی او مبارزه مو جدي او اړینه ده .
پوښتنه: یو شمیر شاعرانو او لیکوالو د خپلو څیړنیزو اونوښتګرو کارونو او فعالیتونو لپاره د بهرنیو لیکوالوآثاراوشعرونه ژباړلي دي. ستاسې پر اند د بهرنیو آثارو ژباړه او یا زموږ د آثارو ژباړه په نورو ژبو کې د پښتو ادب و فرهنگ د ودې او پرمختګ لپاره څه اغیزښندلای شي؟ او دا راته وویاست چې تاسې پکې ونډه اخېستې ده او که نه؟
ځواب: ژباړه دبیلابیلو ادبي حوزو او ان فرهنګونواو مدنیتونو تر منځ دپوهاوي او لیږد پول دی، ژباړه داړیکې هغه وسیله ده چې انسانان له فکري پلوه سره نږدې کوي او دبشریت دګډې پوهنې ، فرهنګ او فکر په وده کې مرسته کوي . زموږ دادبیاتو یوه لویه نیمګړتیا او تشه داده چې نړۍ ته نه دی ورژباړل شوی او نړۍ نه ده ورته را ژباړل شوې ، له هغو خورو ورو هڅو سره سره چې په وروستیو لسیزو کې شوي دي ، ځینې اثار راپښتو شوي او ډیره کم پښتو اثار نورو ژبوته ژباړل شوي دي ، بیا هم دې برخې ته کلکه او جدي پاملرنه پکار ده. تر هغو چې دنورو اثار ونه لولو پرمختګ نه شو کولای او ترڅو خپل اثار ورونه ژباړو څوک مو نه پیژني. مګر ژباړه یو مسلکي اوحرفوي کار دی ، چې زما پر اند ښايي یوازې یې هغه څوک ترسره کړي ، چې صلاحیت یې لري . دهمدې منطق پر بنسټ ما ډیرې ژباړې نه دي کړې ، یوازې یوشمیر متون مې داړتیا پرمهال له پاړسي او انګریزۍ څخه راژباړلي او کله کله مې انګریزي ته ماته ګوډه ژباړه کړې او پاړسي ته هم.
دژباړې یوازینی اثر مې له ارواښاد استاد اسد اسمايي سره ګډ کتاب ( دټرای ښځې ) دی ، چې د یورو پیدس شهکار ډرامه ده او ما په پښتو شعر اړولې ده .
پوښتنه: پردې سر بیره، چې په لره او بره پښتونخوا کې یو شمیر شاعران وینو ، چې د تقلید پر پله روان دي. تاسې د یو شاعر او ادبي سټې په توګه دا نیمګړتیاوی څنګه څیړئ، او په اړه يې ځوانو شاعرانو ته څه وړاندیز او لارښوونه کولای شئ ؟
ځواب: تقلید په دوه پښو ولاړ دی؛ یوه یې زده کړه ، تجربه اخیستل او ذهن ته دنورو دتجربو سپارل بله یې کاپي اخیستل او بیایې په خپل نامه خپرول ، تکرار کول ، دبل پیښې کول او یا هم په لږ بدلون دبل دفکري زیرمې بیاځلې ارايه کول دي. لومړۍ پښه یې یوازې دنورو له تجربو څخه زده کړه کول او دشعوري زیرمې پیاوړي کول کوم عیب ندی ، مطالعه او دپوهې کسب هم یو ډول تقلید دی ، چې عیب نه بلکې حسن دی او ښايي ځوانان دنورو افکار ولولي او دخپلې پوهې پانګه پرې پیاوړې کړي. خو ړوند تقلید ، کاپي اخیستل ، تکراري خبرې او دنورو دمعنوي شتمنیو غلا نه یوازې دا چې اخلاقي عیب او جرم دی ، بلکې له مخاطبینو سره هم جفا ده ځکه تکرار او هغه هم مبتذل او پریوتی تکرار دهغوی دستوماني لامل ګرځي. زما سپارښتنه ځوانانو ته داده چې په کلکه له داډول تقلید ، پیښو او غلا څخه ځانونه وساتي. دنورو اثار مطالعه کړئ ، تجربه واخلئ ، دنورو بریالیتوب دخپل ځان لپاره معیار وګرځوئ ، خو تقلید او غلا مه کوئ ، ځکه دا لاره مو هیڅ ځای ته نه رسوي، بلکې د خجالت او ملامتۍ کندې ته مو غورځوي.
پوښتنه: تاسې د یوه ادبي او فرهنګي ازمېښتکار په توګه، د هیواد دننه اود باندې پښتو رسنۍ، په تېره رادیويي اوتلویزوني خپرونې څنگه ارزوئ؟
ځواب: پښتو رسنۍ دشمېر له مخې بدې نه دی ، خو څرنګوالی یې لاهم له ډیرو (خو) ګانو او پوښتنو سره مخامخ دی. موږ لاهم یوښه ، ستنډرد ، معیاري او په تول پوره تلویزیون نلرو. راډیو ګانې مو تولیدي ګټور پروګرامونه لږ لري ، یوازې په موسیقي ( هغه هم لویه برخه مبتذلو سازونو ) چلیږي . ښه ستندرد ورځپاڼه لاهم نلرو ، چې هر سهار یې لږ تر لږه یو میلیون افغانان په ټول هېواد کې واخلي او ويې لولي ، مطبوعات لاهم دنورو په مرستو چلیږي او خودکفا نه دي. موږ ښې رسنۍ نلرو ځکه چې ښه او مسلکي رسنوال نلرو ، مسلکي رسنوال نلرو ځکه چې پیسې نلرو ، پیسې نلرو ځکه چې اخیستونکي او ګډونوال نه لرو او درسنیو مینه وال ځکه نلرو ،چې ښې رسنۍ نلرو موږ په همدې کړۍ کې تاویږو خو له دې ټولو سره سره تیره لسیزه د پښتني رسنیو یوه پرمختیایي لسیزه وه ، یو لوی ټولنیز بدلون دا و چې پښتوژبه درسنیو هرې څانګې ته ورسیده ، پښتو ورځپاڼې ،مجلې ، راډیوګانې ، ټلویزیونونه ، بریښنا پاڼې ، ویبلاګونه ، فیسبوک او نور… هرچیرته پښتو شته او نور نو دا په رسنیو کې یوازې دباختر آژانس دژباړې ژبه نه ده ، بلکې اوس په دې ژبه کې هم لیکل اوهم خپریدل کیدای شي . یو شمیر نړیوالو رسنیو هم دپښتني ژورنالیزم په وده کې دپام وړ مرسته وکړه او دپښتنو رسنوالو په روزنه کې یې دپام وړ ونډه درلوده .
موږ تر هغو پورې دپښتني رسنیو هر اړخیز پرمختګ نه شو لیدلای ، چې یو ملي ـ علمي او عملي سیاسي ځواک رامنځته شوی نه وي او پښتانه ، بلکې ټول مليګرا افغانان یې تر یوه چتر لاندې نه وي راټول کړي .
پوښتنه: یوشمیرادبي او فرهنګي سټې په دې گروهه دي، چې له ((يوې- يوازېنۍ- کره ليکنۍ بڼې)) پرته پر هېوادني او جهانې کچ پښتو د سيالۍ جوگه کېدای نه شي،که په دې اړه خپل لید را څرګند کړئ؟
ځواب: هره ژبه دخپلو ویونکیو د ټولنیز ، اقتصادي ، فرهنګي ، سیاسي او علمي ژوند له شرایطو سره سمه وده کوي. دیوې ژبې د ودې ، پراختیا ، علمي پرمختګ ، او کره کېدو لپاره داسې ملي او اکاډمیکو بنسټونو ته اړتیا شته چې خپلو طرحو ته اجراییوي امکانات هم ولري او په منظمه بڼه ګام پر ګام د یوې ژبې کره ـ یوازینۍ او یوه لیکنۍ بڼه رامنځته کړای شي. پښتانه ښايي دخپلې ژبې دپرمختیا لپاره پرلپسې ،هراړخیزه اومنظم کار او هڅې وکړي ، دژبې په اړه کار باید موسسه یی(انستیتیوشنلایز) او اکاډمیک شي او بیا دحکومت ، رسنیو ، فرهنګي بنسټونو ، پوهنیز نصاب ، او پوهنتوني ټولنې له خوا یې دسراسري کیدو او پراختیا لپاره ګډې هڅې وشي. لاتر اوسه ، پښتو ته ، په دې اړه هڅې فردي دي ، خو ښايي قدریې وشي . دبېلګې په توګه لاتر ننه زما قدرمن استاد پوهاند مجاوراحمدزیار په یوازې سر دیوې ژوندۍ اکاډمۍ په څېر کار کړی او دیوې ـ یوازینۍ کره پښتو لپاره یې ډیر څه کړي ، یوه برخه یې دخلکو، رسنیو او علمي بنسټونو له خوا منل شوي اودود شوي دي، دپاتې برخې لپاره یې وخت ، کار او نورو هڅو ته اړتیا شته. چې رالنډه یې کړم ، زه دیوې کره ، یوازینۍ او بډایې ژبې پلوي یم ،خو کار ورته ګډ، موسسه يي ، له وخت او امکاناتوسره سم او په عتدال کې غواړم .
پوښتنه: د لمريزې پېړۍ په لومړيو کې چې د پښتو ژبې د ژوندي کولو او دودولو ملي او رسمي غورځنگ راپيل شو، ستاسې پراند کوموپوهانواولیکوالويې د سرڅڼې لپاره له څرنګيزاو څومره ییز پلوه ځانګړې پاملرنه کړې ده؟
ځواب: داهڅه دسراج الاخبار تر خپراوي مخکې دشمس النهار دنهضت په زمانه کې راپیل شوه ، خو دروانې پیړۍ په پیل کې دسراج الاخبار نهضت وپالــله ، ښايي محمود طرزي ، مولوي صالح محمد خان کندهاری ،عبدالله افغاني نویس ، عبدالرحمان لودين ، مولوي غلام محی الدین افغان او نورګڼ درانه نومونه یې په سر کې راشي ، تردوی وروسته دویښ ځلمیانو دوره ده. تر دې پرته وزیر محمدګل خان مومند ، علامه عبدالحی حبیبي ، محمد ګل نوري او بیا نو د معاصرو ستوریو ریښتین، بینوا ، الفت ، خادم او پوهاند رشاد نومونه یادولای شو. ددوی تر څنګه دپښتو دمعاصرو هنري ادبیاتوشاعران او لیکوال، څېړونکي اود ژبپوهنې ستوري دي: شمس الدین مجروح، بهاالدین مجروح ، الهام ، پژواک ، لایق، تږی ، نورمحمد ترکی، شپون ، پسرلی ، رفیع ، ژواک، نومیالی، روهي ، هېوادمل ، زیار ، دوست اونور داسې مشران چې دلته یې دټولو درایادونې مرسته زما دحافظې له وسه وتلې ده .
پوښتنه: څنگه چې ما او ډېرو نوروته څرگنده ده تاسې د افغانستان د پوهنواکادېمۍ په اډانه کې دسیمه يیزو څېړنو(مطالعاتو)د چارواک په توګه دنده لرئ، که مهرباني وکړئ په دغه مرکز کې پرخپلو کارندوييو( فعالیتونو) يوه ځغلنده رڼا واچوئ!
ځواب: دافغانستان دسیمه ییزو مطالعاتو مرکز په ۱۳۸۵ لمریز کې دعلومو اکاډمۍ ترڅنګ دیوه علمي ـ څیړنیز مرکز په توګه پرانیستل شو ، دادی شپږ کاله کیږي ، چې زه یې دمسئول په توګه کار کوم، ترټولو لومړی کارمو داو، چې داسې یو مرکز جوړ کړو ، ځکه په نوره نړۍ کې داسې مرکزونه لسګونه بلکې ځينې یې سلګونه کاله عمر لري ، موږ هرڅه له صفره پیل کړل، تشکیلات، کاردود، سرچینې ، د څیړونکو روزنه، نړیوالې او ملي اړیکې ، په رسنیو کې یې پیژندګلوي ، دڅيړنیزو پروژو مدیریت ، دیوبریالي او منلي علمي درې میاشتني ژورنال خپراوی، دبریښنا پاڼې فعالول ، د ۱۷ سرلیکه علمي ـ څیرنیزو کتابونو خپرول ، د ۶ نړیوالو ، ۹ سیمه ییزو ، ۷ ملي سیمینارونو جوړول ، د۳۶ کنفرانسونو ، یوه سمپوزیم او ګڼو تحلیلي ناستو تدویرپه ۱۶ نړیوالو او سیمه ییزو کنفرانسونو ، سیمینارونو او سمپوزیمونوکې دافغانستان استازیتوب له درییو هېوادنو سره دعلمي توامیت( ملګرتوب) ټینګښت . دنږدې شلو تنو ځوانو څېړونکو علمي کدرته پورته کول او نورې چارې یې یادولای شو. ددې ترڅنګ موږ وکولای شول په دې مرکز کې یو بډای معلوماتي ډیټابیس او یو ښه کتابتون جوړ کړو او دافغانستان دلسکلنو سیمه ییزو اړیکو کرونولوژي بشپړه کړو، تر ۴۰ پورې علمي پروژې خپریدو ته چمتو کړو او په بیلابیلو برخو کې اړوندو څانګوته مشورې ورکړو. خو له ټولو سره سره لاهم له ډیرو ستونځو سره لاسو ګریوان یو، یوه ترټولو لویه ستونځه یې هغه بېخرته او خندوونکې بېروکراسي ده چې موږ کارته نه پریږدي او کله کله خو مو دبیلابیلو سیاسي ـ سلیقوي لاملونو پربنسټ دپرمختګ په لاره کې ډبرې هم غورځول کیږي .
پوښتنه: تاسې د یو لیکوال او شاعر په توګه د اوسني کړکیچنواوتراژیکوحالاتو اغیز پر ادبي او فرهنګي فعالیتونوڅه ډول څیړئ، لیکوالو اوشاعرانوته په دې تړاو څه پيغام لرئ؟
ځواب: زه یوازې دې ته نه یم خوشاله چې ګواکې ، که کور اور واخیست نو دیوالونه یې پاخه شول ، نه داسې نه ده . سمه ده چې کړکیچ ، ناخوالو ، ولږې او جګړې زموږ پرادبي بهیر ژور اغیزو کړ او دجګړې او اختناق ددوران ادبیات یې وزیږول ، خو موږ ډیر څه له لاسه ورکړل. جګړې که له یوې خوا په ادبیاتو کې دسولې اومینې تنده راوپاروله ، خو له بلې خوایې دسیاستونو، ایډیولوژیو ، شعارونو ،مرده باد وزنده باد داسې انډوخر جوړ کړ ، چې ددوړو اوبوړبوکیو په تاو کې یې هنر، عاطفه او مینه ووژل شول ،د شعر ،کیسې او هنر پر ګېډو تورې ورننه ویستل شوې ، کاغذي اتلان یې وزیږول ، کرکه ورننوته، اور او وژنې ورننوتې ، دجګړې دواړو لوریو په دې ویاړ کاوه چې خپل هېوادوال وژني ، څوک دکافروکمونیست په نامه څوک دارتجاعي او اشرار په نامه ،څوک دیوې سلیقې لپاره او څوک د بلې مفکورې لپاره … داغندنې او وهنې ادبیاتو ته هم ورننه ایستل شوې اوهنر په سیاست او جګړه ککړ شو . جګړه د روس او امریکا وه ، دپاکستان او ایران وه او ککړ پکې زموږ ادبیات شول. دحماسو په نامه کنځلې پیل شوې او دویاړنو په نامه پر وحشتونو افتخار کول پیل شو. له رواني پلوه دجګړې نسل له ناهیلۍ سره مخامخ شو ، له ویرې سره رالوی شو ، له محرومیت سره یې ساه راو کاږله او له تعصب او کرکې سره ځوان شو . ټوله ورځ یې په غوږ کې ټوپک او توپونه وګړزول شول او شپه يې ترغوږه ویر اوساندې زمزمه شوې. دجګړې نسل مینه هېره کړه ، ځکه مینه (ګناه) وبلل شوه ، دجګړې نسل دمینې او عاطفې پر ځای وژلو ته وهڅول شو او په دې توګه ، هنر چې دعاطفې او مینې بچی دی ، نیمګړی ( ناقص ) وزیږید. دجګړې دکلونو شاعر او لیکوال ،چې دمحرومیت همزولی و، مخاطب نه درلوده ، هیچا یې شعر ته دخوند لپاره غوږ نه نیوه ، دشاعر مخاطب شاعر پاتې شو او دکیسه لیکونکي ستایونکی لیکوال و.
وږیو ، غمځپلو او محرومو خلکو ، ولسونو او ټولنې له هنري ادبیاتو څخه د خوند اخیستلو وس ، توان او حوصله نه درلوده … خو له دې ټولو سره سره شعر زیږیده ، کیسه لیکل کیده اومشاعرې روانې وې ، دلته او هلته ټولګې اومجلې خپریدې . همدې محروم شاعراو لیکوال ناڅاپه ټولو دروغجنو ویاړونو ته شا کړه ، پر کاغذي اتلانو یې تو کړل اودجګړې مخ ته یې دکرکې ایرې وشیندلې ، له جګړې څخه ستومانه افغان شاعر اولیکوال دخپل تاریخ په کنډوالو ورننوت او ترویجاړو شویو دیوالونو لاندې یې دمینې ، عاطفې او ښکلا ماتې شوې پژې ( مجسمې) راوویستې او دزړونو په دالان کې یې کیښودې ، له جګړې څخه سوزیدلیو زړونومینه پیل کړه ، ساندې یې یاکوربان کړې او په وروستیو کلونو کې یې وینې څښونکي جګړه ماران سنګسار کړل ، ویې وژل ، ویې شرمول، دومره دمینې او عاطفې یاکوربان او یره ځار یې سر کړل ، چې وژونکیو او لوټونکیو ته ځانونه ځناور ښکاره شول. دا وه دجګړې دنسل دادبیاتو برخلیک ، لوړې ژورې او بدې و ښې ورځې. خو ستا دپوښتنې بله برخه ( لیکوالو او شاعرانو ته زما پیغام) ، په زغرده یې وایم ، چې دوی باید په ادبیاتو او هنر کې دمینې او عاطفې ساه بېرته پوکړي ، دوی باید ددې هېواد دولسونو وژل شوې عاطفه بېرته راژوندۍ کړي ، دوی باید افغان انسان ته پیغور ورکړای شي ، چې ولې وږی دی ، ولې پلورل کیږي، ولې یې ښوونځی سیزل کیږي او ولې لاهم ناولی ټوپک ناموس ګڼي ؟؟؟ شاعر باید دبورې مور کړیکه داسې لوړه کړي ، چې دهغې دزوی وژونکی له ډیره شرمه او دګناه له ویرې ځانوژنه وکړي ، شاعر باید دومره مینه وکړي چې دکرکې استازي خپلې چړې په خپلو ګېډو ننباسي او جګړه ماران دتاریخ په ډیران کې خښ کړي ، زموږ احساسات او عواطف باید وتوږل شي ، له خیرو پاک شي موږ ته باید شاعر او هنرمند مینه کول رازده کړي او دجګړې او وژنو په وړاندې مو ودروي ، دا زموږ برخلیک دی او داویاړ به زموږ دشاعر او هنرمند ، لیکوال او فرهنګي په برخه وي. موږ دناولیوسیاسیونو او جګړه مارانو دکرکې په زمانې محکوم کړي یو شاعر او هنرمند به مو دمینې ، عاطفې او پوهې زمانې ته بیايي ، دی مجبوره دی او زه یې وینم چې زموږ لاس نیسي او له دې دوزخ څخه مو باسي.
پوښتنه: په پای کې مهرباني وکړی د خپل ادبي او فرهنګي ژوند خوږې او ترخې خاطرې راسره شريکې کړئ؟
ځواب: مین وم ، مینه مې زلمۍ وه ، نه ! ماشومه وه ، معصومه وه او خبرې مې ماشومې سندرې وې ، وزن به یې مات و، قافیه به یې ورانه وه خو دیوه زلمکي دمینې شعرونه وو… لومړني شعرونه مې په ۱۳۶۵ کلونو کې زلمیانولپاره په خپریدونکیو مجلو کې خپریدل، له شعرونو وروسته مې لومړني طنزونه په ۱۳۶۹ لمریز کې چاپ شول ، په وړو وړو مشاعرو کې مې ګډون کاوه ،خو ( دې لیونۍ دنیا ته هغه ورځ راغلم ) چې ارواښاد اسحاق ننګیال مې دشعرونو په توررنګي دفتر ولیکل : دې لیونۍ دنیا ته دې قدم مبارک شه ! ودا د۱۳۷۳ کال دپسرلي یوه سوې ورځ وه ، داسې ورځ چې کله مې د ننګیال په نیمه ورانه شوې جونګړه کې دهغه په وړاندې ګونډه وهلې وه ، څو توغندي شاو خوا ولګېدل او د وران چت خاورې یې پرموږ دوه شاعرانو راوشیندلې ، دلیکوالودټولنې له انګړه بهر شور ماشور و ، څو ماشومان یو دوه ښځې او ځوانان په خاور وینو کې شټېدل او ماوننګیال دشعر په اړه خبرې کولې ، ورځې تیریدې او توغندي او مړي ډیریدل او زما شاعري هم مخ په لوړه تلله ،یو مهال مې دفلسفې ، ارواپوهنې او نړۍ ادبیاتو زدکړه له ارواښاد استاداسد اسمایی څخه پیل کړه، پینځه کاله مې ورته ګونډه وهلې وه سمه شاګردي مې کوله ،نه دپوهې یوه ښکلې غلا مې کوله. استاد ته خو په دې هم ګران وم ، چې په خبرو یې پوهېدم دهغه استاد خواشیني دا وه چې څوک یې په خبرو نه پوهېدل یا یې نه اوریدې یا لیونتوب ورته ښکاریدې ، هغه په فلسفي اسد او ان په لیوني اسد هم مشهور شوی و، او ده به ورته خندل …خو استاداسد هم پاتې نه شو ، له هېواده ووت او بیا پسې له نړۍ هم وکوچېده . یو مهال مې د ادبي فنونو، زړو ژبو او تاریخ زده کړه له اکاډمیسن پوهاند عبدالشکوررشاد څخه کوله ، فیض مې ترې اخیسته خو داځل زه ترې مساپرشوم او چې راتلم نو فاضل استاد مې له مخه ښې پرته تللی و. په دې کلونو کې مې شعرونه چاپ شول ،وروسته مې کتابونه خپاره شول ، ونازول شوم ،غونډې یې راته ونیولې ، دادبیاتو په نړیوالو فیستیوالونوکې مې ګډون وکړ، په لندن ، ویرجینیا ، نیویارک، ډهلي او دوبۍ کې مې هرکلی وشو …. همداسې په بره تلم ، خو ملنګ ننګیال نه و، استاد اسد او استاد رشاد تللي وو، چې داهرڅه یې لیدلي وای، ډیرهېوادوال وژل شوي وو، ډیر ژوبل وو، ډیر له هېواده وتلي وو، هېڅ پرمختګ خوند نه راکاوه.
… یوه ورځ بیا مین شوم ، پر یوچا ډیرګران وم، ماهم ډیره لیونۍ شاعري ورته وکړه ، هرڅه مې وویل ، هېڅ مې پټ نه کړل ،دهغې او پرخپل ژوند مې اوربل کړ… مات شوم ، هېره مې کړه ، هېر شوم ، سوز او ګداز مې اسمان ته پورته شو … شعر مې هم وسوزید … نوروته یې خوند ورکړ خو زه …. همدا مې دشاعرۍ خاطرې دي …. ته یې په ډیر څه ومنه .
په ډیر درنښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود