کور / هراړخیز / تر ټولو اوږده روژه او بیلابیل موسمونه

تر ټولو اوږده روژه او بیلابیل موسمونه

د ډنمارک مسلمانان  یویشت ساعته روژه نیسی خو د ارحنټائن مسلمانان بیا یوازی نه نیم  ساعته روژه وی.


په روسیه کی به  د (مورمانسیک ) مسلمانان د لمر په رڼا کی پیشلمئ او روژه مات کوی
.



د روسيې د سنکټ پيټرز بورګ نيمه شپه د جولای په مياشت کي رڼا وي ، دغو ته سپيني شپې هم ويل کيږي .


د مځکی پر ځان او لمر باندی د راګرځیدو له کبله نه یوازی موسمی توپیرونه منځته راځی بلکه د روژی د میاشتی په لړ کی د مځکی پر مخ د هستوګنو مسلمانانو د پیشلمی او روژه ماتی په وختونو کی   هم  بی تمی توپیر را منځ ته کیږی .
د را پورونو له مخی د اروپا د وچی په هیوادونو کی په ډنمارک کی سږ کال مسلمانان د یویشت ساعتونو اوږده روژه نیسی خو د سهیلی امریکا د ارجنټائن مسلمانان بیا یوازی نه نیم ساعته روژه نیسی .
د روسيې د مورمونسیک ښار بیا له دغه اړخه بیخی  بیل دی ، دا هغه سیمه ده چی هلته دا مهال  د لمر راختلو او لویدلو هیڅ تصور نه سی کیدلائ …
د هغه ځای مسلمانان د لمر په رڼا کی پیشلمئ او روژه مات دواړه کوي چی دا اجازه ورته ورته د سیمی علماؤ او فقیهانو ور کړی ده  خو بیا هم پوره شل ساعته روژه باید ونیسی..



دا د فينلنډ هيواد د نيمي شپې يوه منظره ده ، په دې سيمه کي دجولای پر ۲۲مه په نيمه شپه کي لمر ليدل کيږي ځکه يې سپيني شپې بولي.


د نوموړی سیمی مسلمانان وایی چی د اوړی په موسم کی په دغه سیمه کی د شپی او ورځی توپیر له منځه ځي په داسی حال کی چی د یخ په موسم کی بیا ددی سیمی ورځ یوازی دوو ساعتونو یا یو سل او شل دقیقو ته را لنډیږی  او مسلمانان یوازی همدا دوه ساعته روژه نیسی.
دا چی دا سیمه له قطبی دا‎ئرې څخه دباندی پاته ده نو د اوړي په دوو میاشتو کی  چی د مئی د میاشتی د ۲۲ می نیټی څخه پیلیږی او د جولائ تر  ۲۲ می نیټی پوری دوام کوی ، د لمر لویدو او راختلو لړۍ پکی پر مخ ودریږی او یوازی ورځ ورځ وی، د جولائ د ۲۲ می څخه وروسته لږه لږه شپه پکی را څرګندیږی او لمر د مځکی محور ته داخلیږی.
بر عکس د یخنیو په موسم کی د دسمبر او جنوری دواړی میاشتی بیا شپه ډیره اوږده وی او له ۲۲ ساعتونو څخه تر ۲۳ ساعتونو پوری دوام کوی….
دا کال روژه د اوږدوالی تر څنګ په تیرو ۳۳ کلونو کی تر ټولو په تاوده موسم کی راغلی ده ،  د نړۍ د هیوادونو د موسم په اړه د راپورونو غونډونکې اداره (آل کنټریز ) د را پور له مخی سږنۍ روژه په تیرو ۳۳ کلونو کی تر ټولو ګرمه او تابجنه روژه ده …
د (آل کنټریز) د را پور له مخی د ایس  لینډ سږنۍ روژه به پوره شل ساعته او شل دقیقی وی چی دا شان به د روسیې په (مسکو) کی روژه د شپی له درو بجو پیلیږی او د بلی شپی تر لسو بجو پوری (پوره ۱۹ ساعته ) دوام کوی.
په کاناډا کی ۱۸ ساعته او په سعودی، مصر، فرانسه ، انګلستان او جرمنی کی روژه تر شپاړسو ساعتونو اوږده ده .
د اوږدو روژو تر څنګ ځنی هیوادونه داسی هم دی چی روژه پکی یوازی څو ساعته وی
په استرالیا کی روژه لس ساعته ده ، په سویلی افریقا کی لس نیم ساعته ده او د ارجنټائن مسلمانان یوازی نه نیم ساعته روژه نیسی.
د افغانستان مسلمانان به سږ کال یوازی پنځلس ساعته روژه نیسی چی د یخنیو په موسم کی دا حد تر یوولس نیمو ساعتونو پوری را کمیږی .


په هالنډ کي د لومړۍ روژې وخت د سهار د ۳:۰۰ څخه شروع سو او لومړنی روژه مات پر ۲۲:۰۰ بجو وسو چي د روژې وخت ۱۹ ساعته وو .