فساد د اصلاح ضد کلمه ده ، چې لغوي مفهوم يي خرابوالی او وروستوالی دی.
که څه هم فساد له آره عربي کلمه ده خو په پښتوکي يي عوام او خواص دواړه کاروي.
عرب وايي فسد الحلوی ، یعني حلوا ورسته (د لومړي توري په سکون او د دوهم په زورچي خج پرماقبل الاخرراسي ) سوې ده دلته فساد لازمي فعل دی ، خو په متعدي مفهوم يي هم عرب کاروي، وايي افسد المصلی، یعني مسله يي مرداره کړه او یاوايي افسد العمل ، یعني کاريي خراب کړی.
پښتانه فاسد سړی هغه چاته وايي چې د ټولني د عمومي روال او عام رونق سره برابرنه وي.
غله ته هم فاسد سړی وايي ، زناکاره ته هم او د اشخاصو، قومونو، او یا کلیوترمنځ تفرقه او نفاق اچونکي ته هم فاسد وایي.
د فساد ریښه ، د فساد سرچینه، مفسد ، له فساده ډک او…هغه اصطلاحات دي چي موږ يي په خپلو ورځنیو خبرواترو یوله بله اورو.
منورین هغه اشخاص چي وراسته افکارولري او یا د ټولني د عمومي مصلحت پرځای همیشه خپل شخصي مصلحتونه په نظرکي لري، عقب ګرا ، بیره اچونکي او ظالم انسانان مفسدین بولي.
د فساد ویی له هغه مفهوم سره چي پکښي فساد ځای نیولی وي د پسوند په ډول راځي.
لکه اداري فساد، مالي فساد، اخلاقي فساد ، اجتماعي فساد او…
اجتماعي فساد هرهغه عمل ته ویل کیږي چي د ټولني د نظم و نسق له منځه وړونکی وي ، یا هغه عمل چي په ټولنه کي دهرج و مرج سبب کیږي ، د ټولني د عمومي مصلحت خلاف وي او ټولنیزو نابرابریو او بي عدالتیو ته زمینه برابروي.
خلاصه دا چي هرهغه قول وعمل ، حرکت او روند چي په ټولنه کي د اختشاش او ګډوډۍ عامل کیږي او ټولنه د خرابۍ او انحراف خواته سوقوي ، اجتماعي فساد ګڼل کیږي.
څنګه چي اجتماعي فساد له اجتماع سره تعقل نیسي اخلاقي فساد له اخلاقو ، خویونو او خصلتونو سره ربط لري.
که د یوچا اخلاق خراب وي د مثال په ډول پردیو ښځوته ګوري او یاهم د فاعل او یامفعول په حیث د ناروا لارو څخه په استفاده د خپلو غرائزو د سړیدو هڅه کوي اخلاقي فساد بلل کیږي.
مالي فساد بیا د پیسو غلا ، اختلاس ، ناسم مصرف اوپه شرکت ، اداره ، دوکان او یا بانک کي پوټولو، کم و زیات حسابولو اود شخصي استفادي لپاره کارولوته وايي.
اداري فساد په یوه اداره کي خراب کار او سوء استفادي ته ویل کیږي چي ځانته انواع لري.
له خپل موقف څخه ناسمه ګټه اخیستنه اداري فساد دی.
کارداهل پرځای نا اهل اشنای ، دوست او یاملګري ته سپارل هم اداري فساد دی او د کارونو ځنډول هم د ادارې د وروستوالي معنالري.
په اداره کي د فساد ترټولو څرګند ډول د رشوت اخیستل دي.
رشوت ته په قدیم پارسي کي پاره کي ویل کیږي چې د غیاث الغات په قول د ناحقه شي د ترلاسه کولو لپاره ورکول کیږي او اخیستل کیږي.
ناظم الاطباء بیا رشوت حق او ناحق دکارخلاصولو لپاره د یوه معني یا مادي امتیازاخیستلواو غوښتلو ته وایي.
په پښتوکي بډي د رشوت په معني کارول کیږي. بډي اسمِ صفت – واحد – مذکر ، بډې اخستونکی، بډې مار، رشوتي، رشوت خورته وايي .
د اسلام پیغمبر (ص) وایي: لعن الله الراشي والمرتشي و مابینهما.
یعنی د رشوت اخیستونکی ، ورکونکی او دلال درې واړه د خدای ترقهرلاندي دي.
د فارسي مشهورشاعرناصرخسرو وايي:
چون خصم سر کیسه ای رشوت بگشاید
دروقت شما بند شریعت بگشایید
خاقانی وايي:
رشوت حکمش دهد جوشن مریخ را
چون به کف شاه دید تیغ زحل گون فلک
سعدي وايي:
قاضی که به رشوت بخورد پنج خیار
ثابت کند ازبهر تو صد خربزه زار
او مولوي معنوي بیا څه ښه ویلي :
چون دهد قاضی به دل رشوت قرار
کی شناسد حق از مظلوم زار
هو! هلته چي حاکمان رشوت خواره ، فاسد او ظالم پرست وي نود ولس او ملت دي خدای چاره وکړي.