پېښور: سيمه کرم ايجنسۍ کې د يوه ځانمرګي بريد په پایله کې ۹ کسه وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.دغه ځانمرگى بريد د افغانستان پولې ته څیرمه د دپاکستان حکومت د يوې پلوي ډلې پر مرکز شوې دى .د دغه مرکز مشري د ملا نبي په نوم یو سیمه ییز قومندان کوي.ملا نبي له پاکستاني طالبانو بیل شوی او په تیرو وختونو کې له طالب پلوو قوماندانانو سر په جګړې کې هم ښکیل وو.ځايي چارواکي وايي په وژل شويو کې درې ماشومانې او يو درې کلن ماشوم هم شامل دي.دوی وايي ځانمرگى د موټر پر مټ شوی دى .حکومتي چارواکو رسنيوته وويل د دغه موټر بم بريد امله یو شمېر کورونه ویجاړ شوي دي.دوی وايي مړي او ټپيان د هنګو ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوې دی.تر اوسه د دغې پېښې مسؤوليت کومې ډلې نه دی منلی.