عزتمنو او پتمنو لوستونکو ، په تیرو دوو کلونو کی د روژې د مبارکو میاشتو غوندی یو ځل بیا ستاسو په خدمت کی یوه نوې لړۍ انشاالله پیل کوم چی منځپانګه یې اصلاحی ، اخلاقی او فلاحی ده . دا دیرش برخی می د خپل ناچاپه کتاب ( اخلاقی کنایې ) څخه انتخاب کړي دي .
څنګه چی ژوند ډیر لنډ او فانی دی او د سترګو په رپ کی درومی ، نو ښه به دا وی چی هغه څه وکړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو . نو دا یې هم د دوهمی روژې تحفه ؛ ( ن . صمد )
چغلي ګر د باور وړ نه وی
حضرت حسن بصري (رح) وفرمایل : هر چا که د بل چا بدي درته بیان کړه ، نو پوه سه چی ستا خبری هم حتمأ نورو ته کوی . ځکه نو پر ځان باید د بل چا د بد ویلو یا بد کولو یقین ونسی .
یو چا د عمر بن عبدالعزیز په حضور کی د بل چا غیبت کاوه ، خو عمر (رح) ورته وفرمایل چی که دا خبره درواغ وی نو دغه آیت مصداق پیدا کوی : « که کوم فاسق شخص یو خبر درته راوړ په هغه هکله تحقیق وکړه » ( الحُجرات : ۶ ) ؛
خو که هغه څه چی ته یې وایې رښتیا وی ، نو د دغه آیت مصداق دی : « ډیر عیب لټونکیً شخص چی تل چغلۍ کوی » ( القلم : ۱۱ ) . نو ستا دا خبری په هیڅ حالت کی هم د باور وړ نه دي .
په دې سره هغه سړی شرمنده او پټه خوله سو او بیا یې د داسی ناوړه کارونو څخه توبه وکړه .
هو ، نن موږ عملأ ګورو چی اکثریت مسلمانان په دغه مصیبت کی راګیر دي او د رحمان پر ځای شیطان خوشاله کوی . نو الله تعالی دی ټولو مسلمانانو منجمله افغانانو ته ( چی غیبت او چغلۍ یې عادت غوندی سوی دی ) د دغسی ناولو اعمالو د ترک او خوشی کولو توفیق راکړی .
لس خلک ، مګر یو سوال
یوه ورځ لس کسان د حضرت علی (رض) حضور ته راغلل او ورته ویې ویل چی موږ لس کسان یو ، او صرف یوه پوښتنه درڅخه کوو ، مګر لس بېلا بیل ځوابونه غواړو . حضرت علی (رض) ورته وویل چی سوال مو ووایاست . هغوی ورته وویل چی آیا علم بهتر دی که مال او دولت ( یعنی شتمني ) ؟ حضرت علی (رض) هم د دې پوښتنی لس مختلف ځوابونه داسی ورکړل :
۱ ـ علم ځکه بهتر دی چی مال به ته پخپله ساتې ، لاکن علم تا ساتی ؛
۲ ـ علم ځکه بهتر دی چی مال د فرعون او هامان ترَه که وه ، خو علم د نبیانو میراث دی ؛
۳ ـ علم ځکه بهتر دی چی مال او دولت په مصرفولو سره لږیږی ، خو علم په مصرفولو سره ډیریږی ؛
۴ ـ علم ځکه بهتر دی چی مال د ډیری مودې ساتلو له امله خرابیږی ، خو علم نور هم تازه کیږی ؛
۵ ـ علم ځکه بهتر دی چی په هغه سره زړه روښانه کیږی ، خو په مال سره هغه پیکه او تیاره کیږی ؛
۶ ـ علم ځکه بهتر دی چی په ډیرښت سره یې رسول الله (ص) حق ثابت کړ ، خو د مال په ډیرښت سره فرعون د خدایی دعوه وکړه ؛
۷ ـ علم ځکه بهتر دی چی د غلا څخه ژغورلی دی خو مال د غلا باالکل وړ دی ؛
۸ ـ علم ځکه بهتر دی چی لرونکی یې کریم او سخی بلل کېدای سی ، خو د مال لرونکی اکثرأ بخیل وی ؛
۹ ـ علم ځکه بهتر دی چی په ډیرولو یې دوستان ډیرېدای سی ، خو د مال په ډیرولو دښمنان ډیرېدای سی ؛
۱۰ ـ علم ځکه بهتر دی چی په قیامت یې لرونکی خورا لږ حساب کتاب ورکوی خو مال لرونکی یې خورا ډیر حساب کتاب ورکوی ؛
د دې یوې پوښتنی د دغو لس بېلابیلو ځوابونو په اورېدو سره نوموړي لس کسان ډیر خوشاله او رخصت سول .
هو ، لوی خدای دی ټول مسلمانان په هغسی عملی علم سره منور کړی لکه صحابهً کرام ، تابعین ، تبعه تابعین او نور نیکان او ولیان چی وو ، تر څو د جهالت غوړېدلې لمن ټوله او ختمه سی .
د ۲۰۱۲ز کال د”روژې سوغات” د لړۍ پر لیکه سوي برخي :
• ۱. د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]