کور / خبرتیا او پيغامونه / د روژې په مناسبت د کندهار والي پيغام

د روژې په مناسبت د کندهار والي پيغام

د روژې مبارکي مياشتي د رارسېدو په مناسبت د کندهار والي د مبارکۍ پيغام
نېټه١٣٩٠، ٠٤، ٣٠
کندهار افغانستان-ترهرڅه وړاندې  داسلامي نړۍ ټول مسلمان امت،دافغانستان متدين او پر اسلام مين ولس او په خاصه توګه د کندهار ولايت پر دين مين او شريف ولس، پرګنو، قومونو او ټولو مخورو ته  دفضيلتونو،رحمتونو،برکتونو اومغفرتونو دمياشتې چې دروژې مبارکه مياشت ده  ،درارسيدوله امله  په اسلامي مينه دزړه له کومې مبارکي وړاندې کوم ،الله دي وکړي چې دهمدې اسلامي ،مبارکې،مقدسې اوله فضليتونوڅخه ډکي مياشتي په برکت او عظمت سره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مسلمان ملت نور له بديو، بدمرغيو، جګړو، شخړو او بې  عداليتو څخه خلاص سي.
الله دي ددې مياشتي په برکت سره نور د افغانانو ترمنځ سته ستونزو ته د پاى ټکى کښيږدي او ټولو ته پر يوه ټغر سره د ورورولۍ، ميني، خلوص او نيکمرغيو څخه د ډک ژوند کولو توانايي ور په برخه کړي.
روژه د اسلام دريمه بناء ده او دغه مياشت د اسلامي امت د مغفرتونو او بخښني لپاره د کال په ١٢ مياشتو کي تر ټولو مهمه او اساسي هغه ده او ښايي چي ورڅخه په پوره توګه استفاده وسي.
اسلام خپل لارويان او پيروان په دې مياشت کي د عباداتو ترڅنګ سولي، خوښۍ، ورورولۍ، ميني او د يو بل بخښني ته رابللي دي او هغوى يې امر کړي چي په سوله کي خپل ژوند ته ادامه ورکړي.
زه د کندهار والي په توګه ددې ولايت پر ټولو اوسېدونکو ږغ کوم چي خپل منځي ستونزي او مشکلات له منځه يوسي او کوښښ وکړي چي په ګډه سره د ميني، امن او ورورولۍ څخه په ډکه فضا کي له يو بل سره ژوند وکړي.
دلته غواړم پر هغو مرورو وروڼو او جنګياليو چي د ډول ډول معلومو او نا معلومو علتونو او عواملو له خاطره د افغان دولت په مخالفت کي ولاړ دي ږغ وکړم چي د جلالتماب جمهور رئيس او سولي عالي شورا لخوا د سولي د ورکول سوي بلني او پيغام څخه په ښه توګه استفاده وکړي او د روژې په مبارکه مياشت کي د سولي له کاروان سره يو ځاى سي.
زه پر خپلو ناراضه وروڼو ږغ کوم چي راسي او له خپلو نورو افغانو وروڼو سره په گډه په ډيري خوښۍ او خوشحالۍ سره د خپلو کورنيو او دوستانو سره يو ځاى روژه مبارکه تېره کړي او د وطن په ابادۍ او پرمختيا کي خپله ونډه اداء کړي.
 
دلته غواړم د کندهار ولايت له شتمنو او تجارانو هم غوښتنه وکړم چي د خپلو ناداره او مجبورو وطنوالو او ګاونډيانو لاس نيوى وکړي او يوازي يې پرېنږدي ځکه د اسلام سپيڅلي دين دوى امر کړي چي د خوارانو سره مرسته او همکاري وکړي.
 
په اخر کي يو ځل بيا تاسي ټولو ته د برکتونو او مغفرتونو مياشته له خوښيو او نېکمرغيو څخه ډکه غواړم، الله دي پر تاسي ټولو باندي دغه مياشته په خير، مغفرت او عافيت سره تېره کړي.
 
په اسلامي مينه
پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا
د کندهار ولايت والي