پرون د جمعې لمانځه اداکولو لپاره د هډې صاحب جومات ته تللي وو، هوا ډېره ګرمه وه، خو دومره خلک راغلی وو،چې شمار یې نه کېده، ما ویل هسې وژل کیږو موږ کې خو یو هم غیر مسلمان نشته.
لمونځ خلاص شو، هر چا کوښښ کاوه چې ژر ځان خپلو موټرو ته ورسوي او یا پلی کورونو ته لاړ شي،د جومات ځمکه داسې توده وه لکه پښو ته چې داغ ورکوي.
خو په همدې توده ځمکه ځای- ځای ماشومان لکه امتحان چې ورکوي، ځوړند سرونه ناست وو، عجیبه غږونه یې کول:
پلار مې وژل شوی، یتیم یم اختر ته هیڅ نه لرو
مشر ورور یې راته وژلی ، د خدای په رضا کومک وکړئ، کور کې اوړه نه لرو
مور مې ناروغه ده، دوا نه لري
د اختر ورځې دي، خو موږ د خوراک څه نه لرو
یوه کوچینۍ نجلې چې د تودې ځمکې د حرارت تاب یې نه درلود، اواره لړزیده، سرته یې ودرېدم، ما ویل:
ګلې سوري ته کینه، ناروغه به شې
د هغې په زبیښلي مخ کې سترګې وځلېدې، ښه شیبه یې را کتلې خو له خولې یې غږ نه پورته کېده، شاید ویل یې:
ناروغي له موږ څه غواړي؟ موږ کې د ناروغي دي څه ؟ دې تدریجی ژوند نه خو مرګ هم ښه دی، ماته څه پاتې دي، چې په تمه یې ژوند وکړم او ….
له دې سره سم راته د خپلو دولتي چارواکیو او د ستیج د سر ویناوالو خبرې رایادې شوې چې تنکي ماشومان پرې غولوي:
تاسو د وطن راتلونکي یاست، اینده ستاسو ده.
نه،زموږ ماشومان اینده نه لري، د دوی اینده جګړو،اداري مفسدینو او خاینانو لوټلې ده.
د دوی بدن کې دومره انرژي نشته چې تر ځوانۍ پرې ورسیږي، که کوم یو پاتې هم شي نو داسې عقده یي به لوی شي چې د انسان له نامه به کرکه کوي.
محمد نعمان دوست،جلال اباد
د مبارکې روژې وروستۍ ورځ، ۱۳۹۱