کور / هراړخیز / د فساد پر ضد مبارزه که حمايه

د فساد پر ضد مبارزه که حمايه

له کله چي په افغانستان کي د نوي ادارې (( دولسمشر حامد کرزي د حکومت )) بنسټ کښېښوول سوو نو په ټول هيواد کي ورته د اولس سترګي د اميد په معنا رڼي سوې .
په دغه دوره کي تعليم د پخوا په پرتله پرمختګ وکړ او ورسره په خواکي يې لسګونه نور داسي پرمختګوته رامنځته سول چي افغان اولس هيڅ داسي انګېرله هم نه که ۱۵ کاله وړاندي دي له يوه افغان څخه پوښتي وای چي کله به يې هم په هيواد کي هوايي ترانسپورټي سيسټم فعاليت وکړي نو جواب يې (( نه )) وو .
ما ځکه يوازي د تعليم يادونه وکړه چي هر څه په هر هيواد کي په تعليم پوري اړه پيدا کوي امنيت ، پرمختيا روغتيا او په مجموعې کي يو ښه ټولنيز ژوند دا ټول په علم پوري اړه لري .
په تېرو لسو کلونو کي زرګونه او لکونه ځوانان له ښوونځي او پوهنتونونو فارغ سول ښوونځي يې له کوچنيوالي راپيل کړه او پوهنتون ته د کانکور له لاري ورننوتل دا چي څنګه پوهنځيو ته ولاړل په اړه يې څه نه وايو .
زما ټولي خبري به په دې لنډو څو کرښو کي د ولسمشر حامد کرزي پر هغه وينا راګرځي چي څو اوونۍ وړاندي يې کړېده .
ولسمشر حامد کرزي د خپلو خبرو په يوه برخه کي وويل چي د کانکور پروسه په شفافه او روښانه کوو .
ده وويل چي نور به د ښوونځيو هغه زده کوونکي چي په ۱۰ ـ ۱۱ ـ او ۱۲ ټولګيو کي تر پنځمي نمرې کښته نه وي راغلي هغه کسان به بېله کانکوره پوهنتونونو ته جذبيږي .
دلته دا پوښتنه پيدا کيږي چي دوی به په کومو ،کومو پوهنځيو کي داخليږي ورسره به په خواکي به يې يوه بله د (( فساد )) دروازه خلاصيږي او د فساد محوه کېدل به ورکيږي.
له دې وړاندي هم په ښوونځيو کي د اول ،دوهم او دريم نمره ګۍ لپاره له پيسو کار اخيستل سويدی او اخيستل کيږي هغه کسان چي په ټول کال کي يې د ښوونځی ور هم نه وي ليدلی اويوازي په امتحانونو کي ښوونځي ته ځي تر هغه شاګردانو چي ټول کال يې زيار ايستلی وی مخته کيږي او هغه نور ښاغلي بيا په ښه نمره يا هم بلي ټولګی ته بريالي سوي وي او يا هم له ښوونځی څخه فارغ سويدي خو اوس د ښوونکو لپاره هم دادی يو بل د بډو او رشوت ور پرانيستل کېدونکی دئ .
اوس به نو بيا په ښوونځيو کي د اول او پنځم نمرې لپاره شخړي او جنجالونه رامنځته کيږي او بيا به هم د عباس أباد يو زده کوونکو په دې موخه ځان وژنه کوي چي ولي ؟ زما نمره بل چاته ورکول کيږي ولي ؟زما سره خيانت کيږي ….. نور به نو يو زده کوونکی هم د پلار له ويري ځان وژنه ونه کړي او وايي به چي پلاره فلاني استاد ته دومره پيسې ورکړې او زما نمره يې پر هغه وپلورله نو زه نور ښوونځی ته نه ځم …..
له دې سره کيدای سي چي نور به نو په ښوونځيو کي د فساد او رشوت دغه سووسته غوټه خلاصه سي او د لوړ پوړو چارواکو خپلوان به يا هم همدغه سي پوهنتون ته ځي او يا به هم ډالر يا افغانۍ کاروي کالدارو خو خپل ارزښت له لاسه ورکړ .
په داسي حال کي چي نړۍ وال مرسته کوونکي هيوادونه نارې وهي چي هلکو په خپلو اداراتو کي د رشوت مخه ونيسئ کنې نو د ډالرو دې ګوټې ته نور قلف ور اچوو .
دوی وايي چي له افغانستان سره په دې خاطر کمکونه او مرستي کوي چي ددې هيواد چارواکي به نور د فساد پر وړاندي مبارزه کوي او له منځه به يې وړي .
خو دلته دا دی فساد مخ پر پراخېدو دی .
اړونده چارواکو ته ښايي چي ددې پر وړاندي مبارزه وکړي چي په ښوونځيو کي يې کوم حالت روان دی اوڅه کيږي .
د ولسمشر حامد کرزي يوه بله خبره هم د يادوني وړ ده .
ولسمشر ويل چي نور دي لوړي پوهنځي (( طب او انجينري )) په انګليسي ژبه سي تر څو له دې لاري د ځوانانو تعليمي سطحه لوړه سوې وي او په ټوله نړۍ کي دا پوهنځي په انګليسي ژبه دي ځکه چي انګليسي يوه نړۍ واله ژبه ده .
په ټوله نړۍ کي دا پوهنځي په انګليسي نه بلکي ددغه هيوادونو په خپلو رسمي ژبو دي
که په انګليسي وي نو هغوی انګليسي ژبه د خپلي رسمي ژبي په توګه منلې ده او په همدې ژبي تدرس کوي لکه هندوستان .
خو په نورو هيوادونو کي ۸۰٪ په خپلو رسمي ژبو پوهنتونونه او ښوونځي دي .
خو ددې ټولو سره،سره ويلای سوو چي د ولسمشر حامد کرزي ادارې يوه روښنايي ټول هيواد ته راوړه هيله ده چي دا روښنايي به تياره کيږي نه او له رڼايي به يې ګټه اخلو د فساد پر ضد به مبارزه کوو او دروازې به يې بند وو .