اسلام اباد :د پاکستان د لېرې شوي لومړي وزير يوسف رضا گيلاني مشرى زوى عبدالقادر گيلاني تر هغه يوه مياشت وروسته ولسي جرگې ته د خپل پلار په څوکۍ بريالى شو چې سترې محکمې يې پلار د دغې څوکۍ وړ ونه باله او ترې لېرې يې کړ.عبدالقادر گيلاني د پنجشنبې په ورځ (د جولای/۱۹) د پنجاب د ملتان له ښاره ولسي جرگې ته په ټاکنو کې بريالى وبلل شو.دغه څوکۍ تر هغه وروسته تشه شوې وه چې سترې محکمې يوسف رضا گيلاني محکمې ته په سپکاوي تورن کړ او له ولسي جرگې يې وغوښتل چې هغه د جرگې له غړيتوبه محروم کړي.د پاکستان دولتي تلويزيون وايي چې عبدالقادر گيلاني څه کم ٦٥ زره رايې ترلاسه کړې او نژدې سيال يې څه باندې ٦٠ زره رايې لرلې.تلوېزيوني عکسونو وښوول چې پخوانى لومړى وزير د زوى په برياليتوب خورا خوښ دى.
عبدالقادر گيلاني تر برياليتوب وروسته وويل چې ” خلکو خپل نظر په ډاگه کړ”.محکمې زما پلار لېرې کړ او موږ د خلکو محکمې ته راغلو او دې ولسي محکمې زما په گټه پرېکړه وکړه چې زه يې منندوى يم.”د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري عبدالقادر گيلاني ته په دې بري مبارکي ورکړه او ويې ويل:
” دا يوازې او يوازې ولس دى چې وروستۍ پرېکړه کوي او له دې وېره نه لري چې نورې فيصلې ردې کړي.”د پاکستان سترې محکمې يوسف رضا گيلاني د محکمې په سپکاوي ځکه تورن کړى و چې د دوى له غوښتنې سره سره يې له سويس حکومت څخه يې د ولسمشر زرداري د فساد سره په تړاو د يوې قضيې د سپړلو هيله نه وکړې.اوس سترې محکمې نوي لومړي وزير راجه پروېز اشرف ته د راتلونکې اوونۍ تر چارشنبې پورې وخت ورکړى چې ورته کار وکړي.سترې محکمې راجه پروېز اشرف ته خبردارى ورکړى چې که داسې ونه کړي نو پر ضد به يې ” له اساسي قانون سره سم گام واخيستل شي”.دې خبرداري په پاکستان کې دا گنگوسې ډېرې کړي دي چې د پېپلز گوند ښايي تر وخت وړاندې د ټول ټاکنو بللو ته اړ شي.د ولسمشر زرداري پر ضد د فساد قضيه له ١٩٩٠ مو کلونو سره تړاو لري چې د ادعاو تر مخه ده او د دۀ ميرمنې بېنظير بوټو گواکې ١٢ ميليونه ډالر د سويس بانکونو کې خوندي کړې وې او دغه پيسې د بډو له لارې ترلاسه شوې وې.