کور / خبرتیا او پيغامونه / د روژې په اړه دخوست والي عبدالجبار نعيمي پيغام

د روژې په اړه دخوست والي عبدالجبار نعيمي پيغام

اعوذ بالله من الشيطْن الرجيم
بسم الله الرحمْن الرحيم

الحمد لله رب العالمين، والصلْوة والسلام علْي سيد المرسلين، و آله و اصحابه اجمعين.

دروژې دمبارکې مياشتې په مناسبت دخوست والي پيغام

له هرڅه وړاندې داسلامي نړۍ ټول مسلمان امت،دافغانستان مسلمان ملت اوپه ځانګړې توګه دخوست ولايت په دين مينو اوشريفو ولسونوته دفضيلتونو،رحمتونو،برکتونو اومغفرتونو دمياشتې چې دروژې مبارکه مياشت ده ،درارسيدوله امله اوپه مناسبت يې په اسلامي مينه او درناوي سره دزړه له کومې مبارکي وړاندې کوم ،خداى پاک ج دې وکړي چې دهمدې اسلامي،تاريخي ،مبارکې،مقدسې اوله فضليتونوڅخه ډکې مياشتې په برکت افغان مسلمان ملت نورله بدمرغيو،بې عدالتيو،ننګونو،کړاونو اوستونزو څخه خلاص شي او داسلامي ورورولۍ ،سولې ،امن ،ترقۍ ،تمدن ،نيکمرغۍ اوهوساينې په فضاء کې خپل ژوندته ادامه ورکړي .

دروژې مبارکه مياشت دلوى خداى پاک ج يو سترنعمت له ثوابونو او رحمتونو څخه ډکه مياشت ده په همدې مياشت کې ټول مسلمان امت دخپل مقدس دين دريمه فريضه اداء کوي اودلوى الله تعالى سپېڅلي دربارته عبادتونه ،دعاګانې ،زارۍ ،تلاوت ،ذکرصدقه اوخيرانوته کوي ترڅو له دې لارې ثوابونه ترلاسه ددنياوي او اخروي ژوند سرلوړي او وياړ راخپل کړي.

په دين مينو ولسونو!

دروژې مبارکه مياشت په اسلامي ټولنه کې دهرمسلمان لپاره دازموينې مياشت ده ځکه چې هرمسلمان دځان اوټولنې داصلاح په امتحان کې وي ،څوک چې قوي اسلامي عقيده لري ،نيک اعمال ترسره کوي ،دنورو حقوقوته درناوى کوي ،له ګناهونوځان ساتي ،په ټولنه کې داسلامي ارزښتونو دژوندي ساتلوپه خاطررېښتنې مبارزه کوي ،بشريت ضد کړنې غندې ،په ټولنه کې دټولنيزو فسادونو جرړې وباسي ،داخلاقي فسادونو مخنيوى کوي ،له دروغو،غيبت ،تهمت ،ناحقه دعواګانو اونورو نارواکړنوڅخه ځان ساتي ،په واقعيت کې همداسې رېښتنى مسلمان داسلامي ټولنې دعزت ،ساتنې ،ترقۍ اوپرمختګ لپاره ستروياړ اوځواک ګڼل کيږي.

الحمدالله مونږ په داسې يوه اسلامي هېواد کې ژوند کوو چې په کې ميشت مسلمان ولس دخپل دين ،خاورې ،اسلامي اوملي ارزښتونو دساتنې ،ژوندي اوخوندي ساتلولپاره ډيرې سختې قربانۍ ورکوي اودخپلو وينوپه قيمت يې په ډيرعقيدوي قوت سره دټولو شيطاني او اسلام ضد پلانونو ،دسيسو اوتبليغاتو مخه نيولې ده.

همدا اوس چې په دې هېوادکې ترلسيزو لسيزو جګړو،ستونزو اوبدمرغيو وروسته کوم پياوړى اسلامي نظام رامنځته شوى دا په خپله ددې ولس دمقدسو ارمانونو ،هيلو او غوښتنو پايله بلل کيږي دهمدې اسلامي نظام په چوکاټ افغان مسلمان ملت په اسلامي فکر،احساس ،روحيې ،مسووليت ،رسالت اومکلفيت سره دخپل هېواد دجوړونې ،ابادۍ ،ترقۍ ،پرمختګ ،سولې اوثبات له روان کاروان سره يوځاى شوى هوډ يې کړى چې په اسلامي اوملي مسووليت سره خپل هېواد له سترو تاريخي بدمرغيو اوبې عدالتيو وژغوري اوله دې خاورې نور دظلم ، وحشت اودهشت ټغرټول کړي خوست چې دافغانستان په دولت کې يو سيمه ايز اداري واحد دى ،دا مهال دهمدغه دواحد دقلمرو په دايره کې مېشتو شريفو او مسلمانو ولسونو دخپل اسلامي نظام سره همکاري زياته کړې ده پريکړه يې کړې چې نوربه دخپل هېوادپه پرمختګ ،بيارغونه ،تمدن ،سولې او امن په ټينګښت کې برخه اخلي،ولايتي ادارې دخپل اسلامي اوملي مسووليت ،رسالت ،مکلفيت په وظيفوي قلمرواودايره کې دخپلو ولسونوپه همکارۍ اوملاتړ پراخه مثبت پرمختګونه اوبدلونونه رامنځته کړي دي ترډيره بريده ددغه ولايت په مرکز او ولسواليوکې دولتي حاکميت ټينګښت موندلى ،دښې حکتومتدارۍ بنسټونه پياوړي شوې ،په اداروکې مثبت بدلون اوسمون رامنځته شوى ،دهمدې اغيزمن بهيرددوام لپاره داداري فسادپرضدپه جديت سره مبارزه روانه ده ،بيارغونه چټکه شوې همدا اوسه په دغه ولايت کې په ډيرو لويواوکوچنيوبنسټيزو پروژو باندې ګړندۍ کار روان دى ،دځينو قومونو ترمنځ دشخړو مخنيوى شوى دى،په زرګونو جريبه دولتي ځمکه له غصب خلاصه شوې کوم چې دخوست دبنستيزپرمختګ مخه يې ډب کړې وه اودپاتې نورې غصب شوې ځمکې دخلاصون لپاره هم ګړندۍ هڅې روانې دي ،ولسي باور په دولت باندې زيات شوى ،دفکري رغونې لپاره خورا اغيزمنې کړنې ترسره شوې دي ،دښې همغږۍ په پايله کې ډاډمنه امنيتي فضاء رامنځته شوې ،دمرکزي حکومت اونړيوالې ټولنې پاملرنه دغه ولايت ته راګرځيدلې ده ،دپوهنيزپرمختګ ،اقتصادي ودې ،عدالت دتامين ،قانون دحاکميت ،ټولنيزې هوساينې په خاطرې ګټورې هڅې ترسره شوې اوپه دې برخه کې اوږ د مهاله پلانونه هم ترکارلاندې دي،دعامه پوهاوي له لارې عامه فکرونه روښانه شوي اوپه ټولنه کې ترډيره بريده دباورفضاء واکمنه شوې ،دهمدې لارې ددښمن دډيرو ناروا تبليغاتو،ناحقه دعواګانو،ټولنيزو فسادونو،غصب،نارواکړنواو ورته ډيرو غيرې قانوني کړنو مخنيوى شوى دى .

زه دخوست ولايتي ادارې ،ولايتي شورا،علماوو شورا ،دسولې دولايتي کمېټې،امنيتي ارګانونو،مدني ټولنو اوخوست مېشتو ولسونواوبنسټونوپه استازيتوب يوځل بيا دنړۍ ټولو مسلمان امت ،افغان مسلمان ملت اوپه ځانګړې توګه دخوست ولايت په دين مينو اوشريفو ولسونوته دروژې دمبارکې مياشتې په مناسبت مبارکي وايم ،په اسلامي او ملي مسووليت سره په ټولوولسونو،ديني علماوو،قومي مخورو مشرانو ، استادانو ،ښوونکو ،زده کوونکو ، سوداګرو،مدني ټولنوفعالينو ،خبريالانو،په بهرنيو هېوادونوکې ددغه ولايت په مېشتو مسافرو بلکې فرد فرد باندې غږکوم چې راشئ دخپل هېوادپه ابآدۍ ،ترقۍ،سوله ،ثبات اوبيارغونه کې اغيزمنه برخه واخلئ ،دپوهنيز پرمختګ دچټکتيالپاره په کليواوبانډوکې دښوونځيو ددروازو په پرانيستلوکې خپل ملي او اسلامي رول اداء کړئ ،خپلې طبعي شتمنۍ وساتئ له تالان يې وژغورئ همدا راز په ټولو ملي سوداګروباندې غږ کوم چې ددغه مبارکې اومقدسې مياشتې په مناسبت دغريبو او بې وزلو کسانوسره مرستي وکړئ ،همداشان له ټولو ولسونو غواړم چې په هېوادکې دسولې ،ثبات او امنيت دټينګښت په ټولو اغيزمنوبهيرونو کې دخپل اسلامي اوملي نظام سره بشپړې او لا زياتې همکارۍ ته راودانګئ ،دقومي منازعاتوناروا دودنو،بشريت ضدکړنو ،ټولنيزو فسادونو ،غصب بلکې ټولو نارواکړنو پرضد روانه پيل شوې مبارزه په ولسي خوځښت سره چټکه اولازياته ګړندۍ کړئ اودژوندانه ټولو اصولوته په درناوي سره په هره برخه کې دسمون اوبدلون ګامونه اوچت کړئ،دروغتيا،چاپيريال ساتنې ،پاکۍ اوبشري حقوقوساتنې ته د اسلام دمقدس دين داصولوپه رڼاکې ځانګړې پاملرنه وکړئ،ترڅوپه دې خاوره کې ميشت ولسونه له تاريخي بدمرغيو،جګړو،ستونزو اوناخوالوڅخه دخلاصون لاره ومومي اوپه يو ارامه ،هوسا،باثباته ،مترقي ،متمدن ،سوله ييز،ځواکمن اودافغانيت دفکرپربنسټ واکمن افغانستان کې ژوند وکړي.

په درناوي

ديوپرمختللي ،باثباته اومترقي افغانستان په هيله

خوست والي -الحاج عبدالجبارنعيمي