کور / خبرتیا او پيغامونه / دروژې دمبارکی مياشتي درارسېدوله امله دمبارکی پيغام

دروژې دمبارکی مياشتي درارسېدوله امله دمبارکی پيغام

سويډن – دمالمو ښار
د۲۰۱۲زکال دجولاي ۱۹


هموطنان متدين و مسلمانی افغانستان عزيز:
مرکزعلمی وفرهنگی افغانهامقيم سويدن وانجمن فرهنگی دوستی بهترين وصميمانه ترين تبريکات وتمنيات نيک ويش رابه مناسبت حلول مامبارک وپرميمنت رمضان به شماوکافه ملت غيورومسلمان افغان دهرکنج وکناردنياکه هستيد تقديم داشته وازدربار خداوندمتعال استدعامينمايم تابه به برکت اين ماه مبارک امنکيت وصلح سراسري درکشورجنگزده ماعنايت فرمايند.



درنوهيوادوالو،سپېڅلومسلمانو، متدینو او پتمنو وطندارانو!


تاسوټولوته دنړۍ په هرگوټ کښي چي ياست په سويډن کښي دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکزاوددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگوپه استازيتوب ، تاسوشرافتمندواوزورېدلوافغانانو،ستاسو درنوکورنيواوټولواړوندانوته دنړۍ په هرگوټ کښي اوسېږۍ د روژې ددې  مبارکي اونېکمرغې مياشتې درارسېدوله امله دزړه له کومې مبارکی اونېکې  هېلې وړاندي کوو.


دلوي څښتن له درباره غواړم چي دامبارکه اوله الاهی حکمتونونه ډکه مياشت زموږدټولوهيوادوالولپاره نه يوازي دطاعتونواوعبادتونومياشت بلکې پدې مبارکه مياشت کښي موږ دهمدې اسلامی اوبشری وروگلوی په برکت په دې جگړه ځپلې هيوادلپاره دسولي اوثبات راوستونېکمرغه مياشت وگرځی .


له بده مرغه موږ چې همدا اوس ورته گوروپه اوسنيوشرايطواودنامعلوم سياسي بهيرپدې تياره درشل کي دټول هيواد په کچه اوسنۍ سياسي بهيرله مختلفوچلنجونو، گډوډيواو گواښونو سره مخامخ  بولو.


له يوې خوادافغان په نامه په کوردننه اوله بلې خواله افغانستان نه بهردگاونډيوهيوادونوله چاپيريال اوددوي په هڅونې نه په استفادې سره دهغوډلواوتنظيمونوترمنځ چې غواړي دافغانستان په راتلونکي سياسي بهيرکښي مطرح اوسي گواښونه اوگوت څنډنې دملي يوالي اودملي وحدت په روحيه يوې روښانه راتلونکي ته درسېدواميدونه له نااميديوسره مخامخ کوي اودبلې خواداشوړېدلې دولتي اداره اوپرخپل ځاي پاته د نامنلوچاروکاوچې هم دولتي لوړپوړي چارواکي دي اوهم دبل په هدايت ځانونه اپوزېسيون راپېژنې په شتون کښي،دملي مسوليتونوپه وړاندي بې مسوليتي،دسياسي ډلواوټپلولخوادملي ناروين اوناخوالوله ليري نه ننداره زموږ له هيوادوال نه يوازي له خوښيواوخوشحاليونه محروم کړي بلکې دغه ډول عبادت لکه دمبارکي روژې نيول چي بايد دخپلې کورنۍ دغړوسره ئې په ارامه اوخوشحاله فضا کښي ترسره کړي هم محروم کړي ..زموږ ولس له يوې خواپه ډوډۍ پوري حيران دی،له غريبۍ اوخوارۍ نه ئي چيغې آسمان  ته پورته کيږي،دبلې خواهره شېبه دقدرت دتږوترمنځ دوسلې اوواسکټونوداستعمال له ډارنه ځان مسون اوساتلی نه بولي،  عبادت له پرېشانيواوغمونوسره ترسره کوي .


ددې ټولوملي ناخوالوترڅنگ چي په افغانستان کښي سوله او ثبات  د يولړټولنيزو اوسياسي چلنجونواوگواښونوسره مخامخ ده،موږ هيله مند يوچي يوه ورځ ددې غمځپلي ولس دکور نودروازه دخوښيو اوسوکاليو پيغام وروټکوي .


د لوي اوبې نيازڅښتن له درباره څخه تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته دروژې ددې مبارکی اوله فضيلتونونه ډکې مياشتي په مناسبت يوځل بيا دمبارکيو اونېکوهيلوپه وړاندي کولوسره ددې نېک مرغي مياشتي په برکت تاسوټولوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته د خوښ،نېکمرغه او خوشحاله ژوند هیله کوو .


دلوې څښتن له دربارنه غوښتنه لوو چي زموږ اوستاسې عبادت اوطاعت په خپل دربار کښې قبول اودهمدې طاعت اوعبادت په برکت،ددې غمځپلې اودجگړوپه اورکې وريت سوی افغان ولس سوله ،ثبات اوښيرازه ژوندپه نصيب سي .


الله تعالی دې ددې مقدسو اوله برکتونونه ډکو ورځو اوعباداتو په برکت افغانستان او زموږ مظلوم ولس ددې زورونکی  اوبوږنوونکی ژوندڅخه نجات ورکړي .


زموږ علمی اوفرهنگی ټولنې ديوه بشری اوانسانی ټولنيز سازمان په توگه په جگړه کښي دټولوښکېلوخواوونه په کلکه غوښتنه لري چي دروژې دمبارکي اومقدسی مياشتي ته ددرناوی په خاطر پدې مياشت کې دوسلوداستعمال نه جدی ډډه وکړي اوددې مبارکي مياشتي دفضلت اوبرکتونونه په استفادې سره په گران افغانستان کښي دتل پاتي سولي اوثبات ، دافغان زورېدلي ولس دغمونواوزورنې دختمېدوپه خاطر يودبل پر وړاندي په پوره صداقت اوايمانداری سره دسوله ايزو او جوړونکوخبرودروازې پرانيزي .


اميدواريوچي دداسې يوې ورځې شاهدان اوسوو،کوم چي زموږ زورېدلی اوغمځپلۍ ولس  ديوخپلواک  اوسوکاله افغانستان داتباعو په توگه ،چي عام وگړي ئې پرخپلو پښو ولاړ اودنړيوالوسره د ژوند په ټولواړخونوکښي دسالمو اوجوړونکوسياليو اوگډوهمکاريوجوگه اوسو .


دلوي څښتن تعالی له دربارنه هيله منديوچي موږ ته هدايت اوتوفيق را کړي ترڅوپخپله موږافغانانودیووالي  اوملي تفاهم په روحيه اومسوليت منلوسره دسرفرازی او بريالتوب ورستيو مرحلوته ورسېږو .امین یارب العالمین


په سويډون کښي دافغانانوعلمی اوفرهنگی مرکزاوددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگو په استازيتوب


حبيب الله غمخور