درنو لوستونکو ما دغه ليکنه ناڅاپه په يوه بهرنۍ برېښنا پاڼه کې چې په ماشوم د پلار د مسلک د اغېز په اړه يوه پوهنيزه څېړنه پکې راغلي ده ولوستله، نو هوډ مې وکړ، چې پښتو ته يې راواړوم. په دغه ليکنه کې ځینو هغو مسلکونو يا حرفو ته ښودنه شوې ده، چې د اوږدمهاله څېړنو په ترڅ کې دا جوته شوې ده، چې د پلرونو ځيني مسلکونه يا ناوړه عادتونه د اولاد په زېږېدلو کې د معيوبيت څرک پياوړی کوي، چې دغه څېړنه هم يو نوی څېړنيز څرک په جسمي روغتيا پالنه کې ښيي.
ژباړه:
داسې ښکاري، چې د پلار مسلک د ماشوم په جسمي روغتيا اغېز درلودلی شي. يو شمېر مسلکونه کولی شي د ماشوم له زېږېدنې سره سم د جسمي معيوبيت يا جسمي نيمګړتيا سبب شي. د امريکا د شمالي کرولين د پوهنتون «North Caroline USA» له څېړنو داسې څرګندېږي، چې یو شمېر جسمي ناروغي د پلار له مسلک سره تړاو لري. دغه پوهنتون د خپلې څېړنې نتيجه د يوې انګرېزي ژبې معتبرې مجلې چې د «Occupational and Environmental Medicine» په نامه يادېږي په ورستۍ ګڼه کې خپره کړې ده. دغه پوهنتون د خپلې څېړنې د موندنې پايله د «The National Birth Defect Prevention Study» د څيړنيز بهير په ترڅ کې تر لاسه کړي دي.
د امريکا د شمالي کرولين پوهنتون د ۱۹۹۷ او ۲۰۰۴ ميلادي کال په اوږدو کې هغه ماشومان څېړلي دي، چې په دغه موده کې له کورناستو ميندو زېږېدلي دي. د دغه امريکايي پوهنتون له څېړنو سره سم د ۱۰۰۰۰ (لسو زرو) هغو پلرونو چې په اولادونو کې يې د زېږېدنې په ترڅ کې ماشومان له جسمي نېمګړتياوو يا له يو ځانګړي معيوبيت سره پيدا شوي دي او ۴۰۰۰ (څلور زره) هغه پلرونه، چې د ماشومانو د زېږېدنې په ترڅ کې يې سالم اولادونو دنيا ته زېږېدلي دي، نو دغه پوهنتون د دغو دوو ډلو پلرونو يوه پرتليزه څېړنه تر سره کړې ده. همدا ډول هغه پلرونه هم څېړل شوي دي، چې ماشومان يې مړه زېږېدلي او يا يې د مور د امېدواري په بهير کې مېرمنو اولادونه نقصان کړی وو.
په دغه څېړنه کې يو شمېر مسلکونه نشوی کېدلی چې د زېږېدنې په ترڅ کې د ماشوم جسمي نيمګړتياوو د رامنځ ته کېدلو سره تړاو ولري، چې هغه مسلکونه د تعميراتو مهندسي، تعميراتي يا توکيز ډېزاينران، د روغتيايي سيستم چارواکي، نقاشان، سرتېري، ماشينيست او د تياتر د ساتيريو لوبغاړي، چې د سرګرمي پروګرامونه جوړوي، شامل دي. مګر ګڼشمېر مسلکونه شته، چې د ماشوم په جسمي نيمګړتيا خپل ځانګړی اغېز درلودلی شي.
په يو شمېر هنري مسلکونو کې د يو ځانکړي جسمي نيمګړتيا پېلامې ډېرې ليدل کېږي، چې د هنرمندانو په ماشومانو کې د خولې، سترګو، غوږونو، کولمو او د زړه د جوړښت نيمګړتياوې ليدل کېږي. د عکاسانو (عکس اخيستونکو) او يا هم د عکسونو د چاپونکي په ماشومانو کې د کتارکت «cataracts» و د سترګې د فشار لوړوالی «glaucoma» او يا هم د سترګې د يو شمېر انساجو د نشتوالي يا د سترګو د بينايي له نيمګړتيا سره ملې جسمي نيمګړتياوې دي. په باغبانانو او بزګرانو کې د هغو ماشومانو شمېر ډېر دی، چې د کولمو د جوړښت نيمګړتياوې ډېرې پکې ليدل کېږي.
د فزيک پوهانو، سلمانانو او په سينګارتونو (آرايشګاه) کې کارکوونکو پلرونو او هغه شمېر نران چې د «ICT» په تخنيک کې او يا هم د خوراکه موادو په صنعت کې کار کوي او يا هم د اداري کار لپاره لکه سکرټر چې ډېره موده يې کار په ناسته تېرېږي، نو ډېر د دې مخاطرې سره مخامخ دي، چې ماشومان يې له جسمي نېمګړتياوو سره وزېږيږي.
په دغه څېړنه کې دې ته پام نه دی شوی، چې يو شمېر کيمياوي مواد، شعاوې او نور مضره سيمه ييز فکتورونو کولی شي د ماشومانو د دغه جسمي نيمګړتياوو سبب شي. څېړونکي دغه فکتورونه د دغو بدمرغيو يعنې زېږديزو معيوبيتونو يو مسبب فکتور ګڼي. دغه څېړونکې داسې انګېرنې کوي، چې د دوی څېړنه له مخکنيو پوهنيزو څېړنو سره يو شان هغو فکتورونو ته ښودنه کوي، چې د پلرونو مسلک يا ناوړه عادتونه يې خپل اغېز د مور په رحم کې پر ليا نازېږېدلي ماشوم پرېږدي.
زما خبرې:
په دې کې هېڅ شک نشته، چې يو شمير ناوړه عادتونه (الکولي مشروبات، سېګرېټ، چرس، هيرويين او کوکايين) کولی شي د انسان په نسل ساتنه او د ماشومانو په معيوبيت کې خپل رول ولوبوي. د دغو ناوړو عادتونو سره څېرمه بايد هغه درملو ته هم پام وشي، چې تېراتوجن (د القاه، نطفې او زېږېدونکي) په موده کې ماشوم په جسمي، رواني او ذهني وده ناغېړه يا «teratogenic» اغېز کوي، چې مخکې له دې چې دنیا ته يو ماشوم راوړل کېږي، نو د استعمالونکو درملو په اړه له يو ډاکټر سره مشوره وشي، نو ډېر به ګټور کار وي.
تاسو ته معلومه ده، چې يو شمېر مسلکونه هرو مرو له کيمياوي موادو سره سروکار لري، نو په دې اړه بايد بيا هم پلرونه او ميندې له يو او بل سره هر اړخيز خبرې وکړي او د خپل کار چاپېريال پخپله وڅېړي. په افغانستان کې په سينګارتونو کې هر ډول مواد لکه د ويښتو تافت، د نوکانو رنګونه او داسې نورې سورخې او سپېدې او يا د سترګو ريملونه يا د مخ مېکپونه کارول کېږي، چې ټول له کيمياوي موادو جوړېږي او له چينه راواردېږي، چې دغه مضر توکي خپل ناوړه اغېز د ماشوم په زېږېدنه او وده درلودلی شي او د مور په رحم کې د جسمي نيمګړتیاوو سبب کېدلی شي. پوهنيزو څېړنو ښودلې ده، چې هغه ټولنې چې له الکولي مشروباتو ډېره استفاده کوي، د معاشرت په شپه نيشه له خپلو ميرمنو سره نيژدې کېږي او يا هم امېدواره ميندې د الکولي مشروباتو په څښلو او يا دوخانياتو په استعمال سره د يو نيمګړي ماشوم د زېږېدلو چانس پخپله زياتوي.
ڼړيوالو څېړنو دا هم څرګنده کړې، چې هغه ماشومان، ځوانان چې ليا د جسمي ودې په پړاو کې دي، چې د روغتيا پالنې د څېړنو سره سم يو انسان تر ۲۱ (يووېشت کلنۍ) پورې پوره جسمي او رواني وده کوي، نو له دغه نه د کم عمر په ترڅ کې د الکولي مشروباتو، دوخانياتو او يا هم نورو مضرو توکيو کارول ځوانان د بدن د ګڼشمېر غړيو د ناروغيو او د پوستکي د ټپونو تر څنګ د مغزي دېجنېراسيون «brain degeneration» له ګواښ سره مخامخ کيږي، چې کېدی شي په ځواني يا هم زړښت کې د یادفراموشي «Alzheimer» د ناروغي له ګواښ سره مخامخ شي، چې په دې ډول يو انسان پخپله ځان د معيوبيت کندې ته ورټېل وهي. د حضرت محمد (ص) حديث دی: سالم جسم او روغتيا د لوی څښتن ستر نعمت دی!
د ملګرو ملتونو د نړيوالې روغتيايي موسسې «WHO» لخوا ټول الکولي مشروبات لکه دوخانياتو (هيروين، کومايي او چرس) غوندې په روږدېدو مبتلا کوونکو موادو کې شمېرلي دي، ځکه چې مشروبات په يو شمېر هېوادونو کې د دې سبب شوي دي، چې د مغزي ډېجېنېرېشن پروسه په نوي نسلونو کې پياوړې کړي او د دې تر څنګ د ناوړو عادتونو په ترڅ کې په ګڼشمېر ټولنو کې ديموګرافيکي داسې بدلونونه رامنځ ته شوي دي، چې د نسلونو د له منځه وړلو پديده پکې پياوړې شوې ده، چې روسيه، بېلاروسيه او ګڼشمېر د شرقي اروپا ملکونه او يو شمېر لوېديز ملکونه د نفوس د له منځه تللو سره مخامخ شوي دي. سر بېره پر دې چې په لوېديزه اروپا کې د عمر ډېروالي ته ښودنه کېږي، خو بيا هم دغه ملکونه د ديموګرافيک نا انډولتيا له ستونزو سره مخامخ دي، چې پايله يې د بشر د نفوس ناانډوله ودې ته ښودنه کوي، چې د يو او يا بل نسل د بشپړ له منځه تللو ګواښونو سره مله پديده ګڼل کېدلی شي.
http://www.nu.nl/gezondheid/2861541/beroep-vader-beinvloedt-kans-geboorteafwijking.html
په درنښت