درد، غم ، کړاو ، بېلتون او داسي نور پخپل ذات کي منفي نومونه دي ، خلک يې له اوريدلو ، ليکلو ، لوستلو خپله لاره چپوي خو کله کله څوک داسي ورسره لاس او ګرېوان کېږي چي هيڅ دتېښتي لاره نه وي بېله زغم ، صبر او حوصلې څخه .
په ډېري خواشينۍ سره خبر سوم چي په کندهار کي د ځوان خبريال او په بېړنيو حالاتو کي د لراوبر ويبپاڼي همکار عزيزالله پوپل محترمه مور د تيري شنبې په ورځ په حق رسېدلې ده .
انالله و انااليه راجعون
درد او غم هر کله او د هر چا د پاره سخت وي خو په بېلتون کي چي شاعرانو او ليکوالو ليکني کړيدي له مخي يې ښکاري چي تر ډېرو نورو غمونو سخت او ځوروونکئ تماميږي . زموږ ګران دوست عزيزالله پوپل اوس په دغسي حالت کي قرار لري .
نوموړي په دې اړه يوه لنډ ليک کي د خپلي مور غم داسي انځور کړئ دی :
زه تيره شنبه بې موره سوم اوغم يې زيات راباندي دروند دی ، دومره راباندي دروند دی زه چي وايم دټولي نړۍ بارمي پرسراو اوږو پروت دی ، خوترټولوزيات مي کوچنۍ ۱۰ کلنه خورزيات پدې زهیره وي چي هره لحظه دمور ،مور ږغ کوي .
عزيز الله پوپل ته د غم په دې وختونو کي د خپلي خدای بخښلي مور نصيحت ورياديږي هغه وايي : موربه مي تل راته ويل چي(( زویه نيک ژوندوکړه ،دچاسپکه اوکمه مه غواړه ،تل دعلم لارخپله کړه اودخدای تعالی لارتعقيب کړه ،کاميابي دي حتمي ده )).
ګرانه احسان صاحب له هکارانوڅخه وغواړه چي زمادمورجاني دروح خوشحالۍ لپاره پرنبي کريم (ص) درود شريف ووايي .
د لراوبر د همکارانو په استازيتوب د عزيزالله پوپل سره په دې غم کي ځان شريک احساسوم ، د زړه له کومي د تسليت مراتب وړاندي کوم او خدای ته خواست کوم چي دا غم پر دې کورنۍ او دوستانو خصوصآ زموږ پر کوچنۍ لس کلني خورکۍ اسانه کړي او جميل صبر ورته ورکړي .پر ارواښادي بي بي مور دي پروردګار عالم ورحميږي ، جنت فردوس يې نصيب او د قبر يې د خدای تعالی په نور روښانه .