کور / هراړخیز / حکومتي مافيا د ځوانانو د پرمختګ مخنيوئ کوي

حکومتي مافيا د ځوانانو د پرمختګ مخنيوئ کوي

عبدالله احسان


د افغانستان په حکومت کي دننه يو شمېر زورواکي چي اوس يې ديوې مافيا بڼه غوره کړېده د هيواد په پرمختګ ، امنيت ټېنګېدو ، تعليمي او بيا رغنيزو چارو پراختيا او ولس ته د ډاډمن ژوند د امکاناتو برابرولو په لاره کي په حکومت کي دننه د ځوانو استعدادونو د کار او پرمختګ په مخ کي خنډونه جوړوي او په دې لاره کي د استعدادونو د ودي او غوړېدا مخنيوئ د خپلو واکمنيو د پای ته رسېدو په معنا ګڼي .


دغه ډول د حکومت د لوړي او منځنۍ کچي چارواکي لکه څنګه چي په خوله وايي په عمل کي د سولي د تامينېدو په لاره کي نه يوازي هلي ځلي نه کوي بلکي د سولي او خلکو ته د خدمت په لاره کي د هر ډول خنډ او ځنډ کوښښونه کوي .
زما ددغو دواړو ادعاو اسناد او شواهد له هيڅ چا پټ نه دي ، بلکي ددغسي ستونزو راپورونه د لراوبر ويبپاڼي تر څنګ په ډېرو نورو کورنيو او بهرنيو رسنيو کي خپاره سويدي . دغسي ستونزي له بده مرغه په پښتني سيمو کي دومره ډيري سويدي چي اوس خلکو عادت ورسره پيدا کړئ دی او ګرسره د ستونزي په سترګه نه ورته ګوري، چي دغسي حالت نه يوازي د پښتني سيمو د اوسيدونکو پر آينده ډېر منفي تاثير کوي بلکي د افغانستان دولت او نورو اوسيدونکو قومونه ته هم بدي پايلي لرلائ سي.


که څه هم په وروستيو لسو کلونو کي د پښتون ولس يو شمېر بچيان د چاودنو ، تېزاب شېندلو ، اختطافونو او ډېرو نورو خطرونو په منلو سره ښوونځيو ته ولاړل، لږو نورو لوړي زده کړي بشپړي کړې خو بيا هم د خپل هيواد د نورو سيمو د ځوانانو په پرتله د مور او مېرې له چلند څخه ځوريږي چي ځينو خو يې د سږکال د کانکور په ازموينو کي ددرغليو له امله په ښکاره ددولت پر ضد د وسله والو مخالفينو ملاتړ اعلان کړ يو شمېر نور د خپلو حقونو د پايماله کېدو له امله د پوهنتونو پر ځای د هيواد څخه وتلو ته مجبوره سول.


په دې کي شک نسته چي د پاکستان ، ايران او يو شمېر نورو هيوادونو استخبارات د افغانستان په ځانګړې توګه پښتون ولس پرمختګ نسي زغملائ، د خواشينۍ ځای دادی چي خپل دغه بدنيتي اعمال هم د افغانانو پذريعه پلي کوي چي د افغانانو تر منځ د بې اعتمادۍ فضا په رامنځته کېدو سره دوی خپلو ناروا موخو ته ځانونه ورسوي او قرباني يې موږ ورکړو .


بلي خواته ولسمشر حامد کرزی طالبانو ته د وروڼو خطاب کوي او بلنه ورکوي چي له جنګه لاس واخلي او د هيواد په بيا رغونه کي برخه واخلي يا خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي ، مګر ښايي نوموړى بې خبره ساتل سوئ وي يا به اوس هم د مضرو مصلحتونو پر اساس پر هغو ناخوالو سترګي پټوي چي پښتون قام يې له امله ورځ تر بلي ورځي د بدبختۍ و کندي ته لويږي. کله کله خو دی هم ورسره ژاړي مګر په عمل کي اوسنى حالت د يوم البدتر خواته روان دی.


ولسمشر وسله طالب ته د ورور خطاب کوي خو د ملي امنيت په چوکاټ کي يوشمېر ملي ضد عناصر اوس هم هر ږيرور او د لنګوټې څښتن ته د طالب او القاعده په سترګه ګوري او په زندانونو کي د ږيري او لنګوټې په تور نيول سوو پښتنو ته مرګوني عذابونه ورکوي.
ولسمشر وسله والو طالبانو ته دولت ته د ورګډېدو بلنه ورکوي خو زرهاوو هغه پښتانه چي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې په ملکي او د خير ښېګڼي په ادارو کي د خلکو خدمت کاوه تر اوسه پوري د سياسي مافيا، پخوانيو جنګسالارانو ( وسنيو حکومتي زورواکانو ) د زور او ستم په سبب خپل کور او کلي تللو ته زړه نه ښه کوي. دولت په داسي حال کي طالبانو ته دولت ته د ورګډېدلو يا پر کور کښېنستلو بلنه ورکوي چي ځيني کړۍ دحکومت برحاله کارکوونکي د ولس خدمت ته نه پريږدي، ددې پر ځای چي وستايل سي، په لوی لاس فساد او خيانت ته يا هم د دندي پرېښېدو ته اړ ايستل کېږي.


د ۱۳۹۱ کال د سرطان پر شلمه نېټه په کندهار کي د ډنډ ولسوال حمدالله نازک د خپلي ولسوالۍ اوسيدونکو ته له شپږ کلن خدمت وروسته د سياسي حکومتي او ولايتي ادارې د نه پاملرني له امله د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا څخه وغوښته چي يا د ډنډ ولسوالۍ د خلکو هغه ستونزي حل کړي چي په ولايتي اداره پوري اړه لري او يا دده استعفاء ومني .


د ډنډ ولسوال حمدالله نازک په دې توګه له هغه څه څخه پرده پورته کړه چي د ده په وينا د تېرو ۲ کلونو راهيسي يې د ولايتي ادارې او مرکزي دولت څخه په بېلابېلو ناستو کي غوښتنه کړې وه خو دا ستونزي تر اوسه پوري حل نه سوې.
حمدالله نازک وايي چي د تېرو شپږو کلونو راهيسي يې په ډنډ ولسوالي کي د زړه له کومي خدمت کړئ دی خو ولايتي حکومت ددې ولسوالۍ خلکو ته د ښه حکومتدارۍ په رسولو کي هغسي چي لازمه وه پاملرنه نده کړې.


نوموړي د خبري کنفرانس پر مهال وويل چي د خلکو سره د همږغۍ په برکت يې په ولسوالي کي بېسارى امنيت، په مکمله توګه د مخدره توکو د کښت مخنيوى، د ۲۸ ښوونځيو فعالېدل او د ۲۷۱ ښوونکو په مرسته د ۷۰۰ نجونو په ګډون ۹۰۰۰ شاګردانو ته ښوونځيو ته د تګ اسانتيا برابره کړېده چي د دې ولسوالۍ په تاريخ کي يې بېلګه نه وه ليدل سوې. د ۳ بېلابېلو شوراګانو لکه ولسي شورا ، بيارغنيزو چارو شورا او د کلو د ملکانو شوراګانو تر څنګ نور ډېر کارونه ترسره کړيدي.


حمدالله نازک وايي په يوه سيمه کي ټوپک او پوليس يا ملي اردو هره چاره نسي اجرا کولاى، امنيت، همږغي او نوري ډيري اسانتياوي موږ چمتو کړيدي مګر خلک په عدلي او قضايي، روغتيايي او نورو ډېرو برخو کي خدمت ته اړتيا لري چي ولايتي او مرکزي حکومت يې بايد مرسته وکړي.
په اوسنيو شرايطو کي حمدالله نازک په جنوب لويديځه حوزه کي د نورو په نسبت کشر خو د کار پر ډګر تر ټولو بريالى ولسوال دی، که د نوموړي خبرو ته پام وکړو نو څرګنديږي چي ريښتيا هم دلته يوه مافيايي ډله وجود لري چي هم د استعدادونو د ودي مخ نيسي او هم د بيا رغوني او پرمختګ په چارو کي خنډ دي.


حمدالله نازک وايي د خپلي دندي تر څنګ يې د دولت لخوا مامورينو ته په ماښامني پوهنتون کي تحصيل ته دوام ورکړئ و خو د ځوانانو د پرمختګ ضد کړيو لخوا د ازموينو څخه په قصدي توګه محروم سو.
نوموړي وايي دوه کاله کيږي په رسمي توګه يې د ډنډ ولسوالۍ د حدودو تعينولو بېلابېل وړانديزونه کړيدي خو څوک يې پر سورنا غوږ نه نيسي او په نتيجه کي يو شمېر کسان د ولسوالۍ او ښاروالۍ دواړو څخه په ناقانونه توګه خپلي شخصي استفادې کوي.
نوموړی نيوکه کوي چي د تېرو دوو کلونو راهيسي يې څو ځله په رسمي توګه خبر ورکړی دی چي د ولسوالۍ د قضا څانګه تړلې ده، مامورين له رياست څخه معاش ترلاسه کوي خو دندي ته نه حاضريږي خو خبري ته يې غوږ نه دی نيول سوئ.


د تېرو لسو مياشتو راهيسي د ولسوالۍ د مامورينو د معاش يوه برخه نه ورکول کېږي چي دغه چاره پخپله مامورين رشوت اخستلو او اداري فساد ته هڅوي .
حمدالله نازک وايي چي د ولسوالۍ شورا د غړي حاجي داود چي په بېلابېلو برخو کي يې د ولسوالۍ او خلکو سره همکاري کوله، د طالب په نامه يې پر کور د شپې لخوا ايساف ځواکونو له سلا او مشورې پرته چاپه ووهله چي دنوموړی ورور تر اوسه په باګرام کي بندي دئ، دده په وينا چي د تېرو شپږ مياشتو راهيسي د نوموړي د بېګناهۍ تائيد او په اړه معلومات ورکړيدي خو تر اوسه يې نتيجه ورنکړه چي دغسي چاري د حکومت او خلکو تر منځ واټن زياتوي او بې باوري رامنځته کوي.


له پورتنيو بېلګو دا څرګنديږي چي په حکومت کي يو شمېر کسان وجود لري چي د بې باورۍ رامنځته کېدو ، خلکو او دولت تر منځ واټن زياتېدو ، د ښووني او روزني سيسټم د کمزوري کېدو يا له منځه وړلو او ټولني ته د خدمت په لاره کي دځوانو استعدادونو په پرمختګ کي خپل زوال ويني. دغه کړۍ ښايي له بېلابېلو پټو او ښکاره اِدارو څخه ددغسي پلانونو عملي کولو د پاره پيسې او امتيازات ترلاسه کوي خو دغه چاره که په هر نامه او د هر ډول مادياتو لپاره وي زموږ د دين، ولس او د افغانستان د پرمختګ خلاف عمل دئ.


پر دې خبره خو ولسمشر حامد کرزى هم اعتراف کوي چي اوسنۍ اداره اداري فساد، نا امنۍ پر سر اخستې ده خو بيا يې هم په تشکيل کي دلته او هلته داسي اشخاص برخه لري چي د خپل مسئوليت په ساحه کي يې ولس ته بېساري خدمتونه ترسره کړيدي. طبعی خبره ده چي ولس هم د داسي اشخاصو خدمت ته د قدر په سترګه کتلي دي خو بلي خواته بيا هم زموږ د ولس دښمنانو په يوه او بله بڼه هڅه کړېده چي د ولس ته د خدمت کوونکو کسانو مخه ونيسي، په کارونو کي يې خنډ او ځنډ رامنځته کړي او بِالاخِره په مرموز ډول داسي ډېر کسان وژل سوي هم دي چي دولت يا په لسو کي د دوو دغسي پېښو عاملين يا پيدا نکړاى سول او يا دا چي ښايي په ځينو پېښو کي دولتي چارواکي پخپله لاس لري نو سترګي پر پټوي.


د افغانستان ولسمشر او ددې هيواد د مهيم ستراتيژيک ولايت کندهار والي دي د ډنډ ولسوالۍ خلک له اوسني امنيت او نسبي ارامۍ څخه نه محرومه کوي بلکي هر هغه چارواکی دي ونازوي چي ولس ته تر نورو ښه خدمت کوي .
دداسي افغانستان په هيله ټول اوسيدونکي يې له يوه بل سره د وروڼو غوندي ژوند وکړي او ټوپک يې يوازي د پردو څخه د هيواد د سرحدونو ساتلو او ملي ګټو ددفاع لپاره وکاريږي.