د امام صیب ولسوالۍ د کندوز ولایت په شمال کې پرته یوله هغوګڼ نفوسه ولسوالیوپه کتارکې راځې چې ډیری اوسیدونکې یې پدی باور دی چې ښاېې په راتلونکې به په ولایت بدله شي، خوپه دی وروستیوکې د یادی ولسوالۍ نږدی دری زره کورنۍ دآموسیند داوبو زیاتوالې له کبله ګډه کولوله ګواښ سره مخ دی چې اکثره یې واردمخه کډه شویدي.
آموسیند دهیواد په شمال ختیز کې له تاجکستان سره ګډه پوله تشکلیلوی چې هرکال د دوبۍ اواوړی په موسمونوکې دافغانستان لورته مخه کوي اوامام صیب ولسوالۍ ګڼ شمیراوسیدونکیوهستوګنې کورونه اوکرنیزې ځمکې له اوبولاندی اوتخریبوي.
دمګړۍ د دغه ولسوالې خلک وايې چې نږدی ۱۶زره جریبه کرنیزه ځمکه یې داوبولاندی شوی او اوسیدونکې یې ګډه کولو اود خپلوهستوګن ځایونوپریښودلوته اړ شویدی. دکندوزولایت دامام صیب ولسوالۍ په ولایتې شورا کې د خلکواستازې نازکمیر وویل” دآموسیند داوبواوچتیدو ګواښ هرکال موجوه د وی چې یاده ستونزه مو په څوڅو ځله له اړونده چارواکواومسوولینوسره شریکه کړیده خولاتراوسه یې په اړه هیڅ ډول لازمې چارې اوعملې ګامونه ندی اوچت شوي هغه زیاته کړه سږکال ۳۰۰۰دری زره کورنۍ د سنید له سخت ګواښ سره مخ دی اوزیاتره خلک د کورنو اوژوند ځایونوپریښودلوته اړشويدی” په سیمه کې یوبل قومې مشرارباب عبدالکشوروایې ” دولت په دی اړه په پشپړه توګه بې غوره دی ، یوازې سږکال چې لا کال ندی بشپړشوي ۱۶۰۰۰ سپاړلس زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړیده اولاهم دغه لړۍ روانه دی نوموړي وایې مونږ هرڅه له لاسه ورکړل دغه جومات چې تاسې یې ګورئ ددی کبله یې پخپله ویجاړوو چې هسې نه له کړکیو اودستکوسره یې اوبه په مخه نکړئ چې بیا به هغه وخت هیڅ هم په لاس رانشي.” دغه راز نوموړي وايې دولسې جرګې رئیس دبته کشان نه ۲ زره رایی اخیستنې خواوس دهغه غوړی ژمنې چیرته دی اوس زمونږهیڅوک پوښتنه نه کوي.
همدارنګه ارباب شکور زیاتوي لدی وروسته مونږڅوبوجې دال اوغوړې نه غواړو زمونږ غوښتنه له دولت ځنې داده چې یا دی مونږته سرپناه لپاره ځایونه راکړئ اویادی اموسیندرا کنټرول کړئ” دغه اوسیدونکې واېې نور دویته د معیشت هیڅ ندی پاتې.
د شال بافان سیمي 70 کلن ګل مزبابا وایې ” هرکال چې د سیند اوبه زیاتې شي ځینې موسسې د مرستې په نوم یوه بوجې غنم،یوقطۍ غوړې ،بوره اومالګه زمونږسره مرسته کوي هغه تیره ورځ څوتنه هئیتان راغلې وو چې یوه سیاه سره هم په کې شامله وه زمانوم یې هیڅ ونه لیکه راته وویلې ستا کورتخریب شوي ندي ” دا څه ډول مرستې دی مونږلدی وروسته هیڅکله څوبوجی غنم اودال نه غواړو که چیرې دولت د خپل ملت ژوند اوهوساینه غواړئ نودولت دی داموسیند اوبه کنټرول کړئ اویا دی هم مونږته د سرپناه غمه وخورئ په آبدان دښته کې پراخه ځمکه شتون لري یوه یوه نمره دی راکړئ ” بل لورته د کندوز ولایت د انکشاف اودهات ریاست وایي دوی هرکال په خپل وخت دطبیعې پیښوزیانمن شویوکسانوسره د نورو مرستندویه ټولنوپه ملاتړمرستې ترسره کړیدی چې ډيری مرستې خوراکې توکیوته متضمنې دی.
داموسیند اوبوکچې لوړیدل کومه نوي ستونزه نده مګر سږکال د سېمې اوسیدونکیوپه وینا شاوخوا ۱۶ زره جریبه ځمکه یې له منځه وړی ده چې اوسیدونکې یې دبې کوره کیدو له ستونزي سره مخ کړیدی چې ددی امله دری زره کورنۍ له ګواښ سره مخ دی له دغواوسیدونکیوسره تردی مهاله هیچا لازمه مرسته نده کړی، د دغه اوسیدونکیوپه وینا یوازې په څوبوریوغنمواوڅوقطیوغوړیو باندی ستنونزه نه اواریږی، د سېمې داوسیدونکیوپه خبره که چیرې دولت د یادی ستونزې حل غواړي نواموسیند د کنټرول لپاره دی په بنسټیزوپروژوچې استنادی دیوالونه اویاهم نوری چاری شاملې وی ژرترژره لاس پوری کړئ ګنې په ټوله کې به داموسینداوبه دامام صیب ولسوالۍ چې د کندوز یوه ښیرازه کرنیزه ولسوالۍ ده ډیر ژر داوبو لاندی کړی اوګڼ شمیر اوسیدونکې به يې کډه کولو ته اړکړئ.
دکندوزامام ولسوالۍ دبته کشان سیمه چې دسیندترګواښ لاندی.
په بته کسان سیمه کې دیوکوردیوال چی نړیدوپه حال کی دی.دغه راپور خپلو دوستانو ته ولېږئ.
هغه مسجد چی دسیندخطرله امله دخلکولخوا ونړول شو . دا انځور خپلو دوستانو ته ولېږئ.