د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د ولسمشر کرزي پرونیو څرګندونو، په لغمان کې د وسله والو مخالفانو پرضد پاڅون او په افغانستان کې د زیر بنایي او اساسي پروژو پر وړاندې پرتو خنډونو ته تر ډیره خپل مطالب ځانګړي کړي دي.
ملي باور:
ملي باور د ولسمشر کرزي پرونۍ وینا اخیستې چې وایي، هرچاه چې افغانان وژلي دي یوه ورځ به د خپلو اعمالو ځواب وایي، دې ورځپاڼې د چهارشنبې ورځې په ګڼې کې لیکلي، له وسله والو مخالفانو سره د سولې او خبرو اترو هڅې په دې معنی نه دي چې په افغانستان کې ترسره شوي جنایتونه هیریږي بلکې هرچاه چې جنایت کړی وي یوه ورځ به یې ځواب وایي.
ملي باور د جمهور رییس کرزي له قوله لیکلي، هرچاه چې قتل او زور زیاتی کړی وي که د دې خاورې وي او یا هم پر دی، د افغانانو په ذهنونو کې شته او یوه ورځ به هرو مرو ورڅخه پوښتنه کیږي.
ملي باور افغان امنیتي ځواکونو ته د ارزګان د امنیت سپارل او په کاپیسا کې د څلورو فرانسوي عسکرو وژونکي ته د اعدام سزا د اورولو په اړه هم مطالب خپاره کړي دي.
دې ورځپاڼې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې زور زیاتي ته هم اشاره کړې او لیکي چې ایران یو ځل بیا د روژې د مبارکې میاشتې د را رسیدو په درشل کې پر افغان کډوالو بندیزونه لګولي دي.
محور:
محور ورځپاڼې په لغمان ولایت کې د وسله والو مخالفانو پرضد د خلکو د پاڅون په اړه مطلب خپور کړی.
ورځپاڼه لیکي، د لغمان په دولت شاه او علي شنګ ولسوالیو کې خلک د طالبانو پرضد پاڅیدلي او تر اوسه یې څو کلي له هغوي څخه پاک کړي دي.
په لغمان کې د ځوانانو د یوې ټولنې مسوول ظفرعباس څرګنده کړې، چې سیمه ایزو خلکو په څو کلیو کې په یو وار پاڅون وکړ او د دولتي چارواکو له هڅو سره سره دوی په خپلو سیمو کې د امنیت د ټینګښت او ثبات لپاره دا اقدام کړی او دوام به ورکړي.
خدمتګار:
خدمتګار ورځپانې هم په خپلې نننۍ ګنې کې همدې مسالې ته اشاره کړې او لیکي چې دا پاڅون پرون شوی، ورځپاڼې لیکلي چې خلکو ویل دوي به د غزني او فاریاب د خلکو په څیر د وسله والو مخالفانو پرضد خپل پاڅون پرمخ بوځي.
د ورځپانې په خبره د غزني په اندړ او د فاریاب په قیصار او المار ولسوالیو کې هم له څه مودې راهیسې سیمه ایزو خلکو پاڅون کړی او پر خپله سیمه واکمن شوي، دوي وایي، چې په خپلو سیمو کې یې د امنیت د ټینګښت او پراختیا لپاره دا اقدامات کړي.
خدمتګار د افغانستان د مرکزي احصایی د ادارې د رییس عبدالرحمان غفوري له قوله لیکلي چې افغان صنعتي تولیدات زیات شوي،دې ورځپاڼې لیکلي چې د ۱۳۸۹ لمریز کال په پرتله په ۱۳۹۰ کال کې صنعتي تولیدات په دې هیواد کې کابو دوه برابره شوي.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې د چهارشنبې ورځې په ګڼه کې په خپله سرمقاله کې لیکي،په افغانستان کې د اوږدمهاله او اساسي پروژو پر وړاندې ډیرې ستونزې او خنډونه پراته دي.
دې ورځپاڼې لیکلي نا امني، د مالي امکاناتو نشتوالی او د بهرنیانو سیاسي مداخلې او نورې ستونزې هغه څه دي چې چارواکي یې د اساسي پروژو پر وړاندې مهم خنډونه بولي.
د سرمقالې لیکوال وایي، چې افغان حکومت باید پر داسې زیربنایي پروژو کار پیل کړی وایي، چې هم یې دې هېواد ته ګټه ډیره وای او هم له امنیتي پلوه خوندي وای.
د سرنوشت ورځپانې په سرمقاله کې سپارښتنه شوې چې کرنه او مالداري هغه برخې دي چې هم د افغانستان ډیر خلک پکې بوخت دي او هم په راتلونکې کې د دې هیواد د اقتصاد د ملا تیر جوړوي،ورځپاڼه وایی چې دې برخو ته باید جدي پاملرنه وشی او د پیاوړتیا لپاره یې اقدامات لا زیات شي