د سوريې هيواد يوه تلوېزيون په خپل يوه تازه خبر کي وايي چي د دې هيواد د ملي امنيت پر ودانۍ يو ځانمرګى بريد وسو چي په پايله کي ئې د دې هيواد د دفاع وزير داود راجحه او د هغه مرستيال وژل سوي .
د تلوېزيون په حواله چي ياد ځانمرګى بريد هغه وخت وسو چي کله په ياده ودانۍ کي د وزيرانو او يوشمېر نورو لوړ پوړو چارواکو ترمنځ غونډه روانه وه .
مخکني معلومات:
د سوریې د ملي ټلویزیون د راپور له مخي د سوريې په پلازمېنه دمشق کي د پرله پسې ناآرامیو او دوامدار جنګ په ترڅ کي نن بیا یو ځانمرګی برید ترسره سو .
ویل کیږي چي برید د ملي امنیت د ادارې پر یوه تعمیر ترسره سوئ، خو د قربانیانو او اړول سوي زیان په اړه يې تر اوسه جزیات نه دي خپاره سوي. د پيښي په سیمي او شاوخوا کي عام وګړي د خپلو کورونو څخه د تښتي په لټه دي او د هالنډي ژورنالیست “سندر فن هورن” په وینا د دوی سره د کور څخه د تښتي پر مهال یوازي یوه کڅوړه یا کوم بل وړوکی څیز وي او نور سامان ترې پاته يي. د یادوني وړ ده چي نن سهار د دمشق په دوو شمالي ناحیو کي جګړه روانه وه او داسي ښکاري چي فوځ به پر دغو ناحیو حملې ته ځان چمتو کوي .
په سوریه کي د آرامۍ هڅي :
د ملګري ملتونو د امنیت شورا نن ماښام په سوريه کي د دولت او عام ولس تر منځ د دوامداري ناآرامۍ او پر له پسې شخړو و جنګونو په اړه یو ځل بیا پرېکړه کوي; دغه فیصله دا ځل د غربي هیوادونو له خوا کيږي . د نن په پرېکړه کي به د تېر په پرتله د سوريې پر رژیم پر بندیزونو زیات غور وسي او عملي بڼه به يې په ښکاره د سوريې دولت هغه مهال د سختو ستونزو سره مخ کړي که چيري رژیم پر عام ولس خپل زور په راتلونکي کي هم وچلوي . دا خبري شاید مثبتي ښکاري، بلکي دا هم باید ذکر سي چي روسیه اوس هم په دې باور ده چي د ويټو (veto) رايه به کاروي.
د یادوني وړ ده، چي دا ځل پر چین او روسیې زیات فشار راوستل سوئ دئ . دا په دې دلیل چي د نن تر پريکړي مخکي د ملګرو ملتونو او د عربي هيوادونو د ټولني ځانګړی استازی کوفي انان د روسيې د ولسمشر پوټين سره په مسکو کي خبري – اتري کړي . همدارنګه په بیجینګ کي د چين د حکومتي چارواکو له ډلي څخه د هو جینټاو سره د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د سوریې په اړه بحث کړئ دئ .
عام ولس په تېښته دئ :
له یوې لوري که د جګړو په سیمو کي زیاتره اوسېدونکو خپل کورونه له ډاره پرې ايښي او په خپل هیواد کي بې کوره سوي دي، خو نورو هیوادونو ته د تګ وس نه لري . له بلي لوري یو شمېر اوسېدونکي کوښښ کوي چي تر نورو سوکالو هیوادونو ځانونه ورسوي . د ترکيې څخه په خپاره سوي راپور کي راغلي چي د مهاجرو د ۳۳۰ تنو ډلي ته نن دوه تنه جنرالان ورزیات سول . پر دې سربېره په دوشنبه هم د سوريې یو جنرال او لوړ آفسران ترکيې ته مهاجر سوي وه . د سوريې څخه ترکيې ته تراوسه مجموعاً اتلس تنه جنرالان تللي دي.