د ناټو لخوا لراوبر ته په يوه تازه رارسېدلې خبرپاڼه کي راغلي دي چي يو سرتېری يې د هغه زخمومو له امله مړ سو.
نن سهار ناټو د بېلابېلو خبرپاڼو په ترڅ کي لراوبر ته ليکلي وه چي د سړک د غاړي ماين په پېښه کي يې يو پوځي وژل سوی و او په بله پېښه کي د څرخي الوتکي له امله دوه پوځيان زخميان سوي وه .
دغه پوځي چي ناټو يې اوس د مړ کېدو خبر خپور کړ د خبرپاڼي له مخي نن سهار د سړک غاړي ماين په پېښه کي زخمي سوی و چي له همدې امله ځوانيمرګ سو .