د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د افغانستان په سهېل هلمند کي ئې عمليات کړي چي په پايله کي ئې شکمن کسان نيولي.
خبرپاڼه ليکي چي دا عمليات په سيمه په کجکي اولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان چي د سيمي په کچه ئې پر بهرنيانو او افغان ځواکونو بريدونه کول او هغوى ته ئې د سړک غاړي ماينونه ځاى پر ځاى کول د نيولو په موخه کړي.
خبرپاڼه د هلمند په نادعلي اولسوالۍ کي هم د عملياتو خبره کوي او وايي چي په دې ترڅ کي مقاومت هم سوى ، مقاومت کوونکي د خبرپاڼي په حواله له منځه وړل سوي او په سيمه کي شکمن کسان نيولي سوي.
د دواړو پېښو په اړه نه افغان حکومت او نه هم وسله والو طالبانو تر اوسه څه ويلي دي.