خپروونکی : بي بي سي
ژباړه : احمد شاه پاڅون
مهاتما ګاندي د صداقت او عدم تشدد پر لاره تلونکي یوه کس په توګه شهرت لري . هغه د هندستان ازادولو کي بنسټیز رول لوبولی . ځکه نو هغه ته په هندستان کي د اولس پلار ( Father of The nation) هم ویل کیږي .
خو ایا تاسو پوهیږی چي ګاندهي یو (نادر ) سیمه ایز هندستانی غزا پخوونکی هم وو؟.
په هندستان کي د ازادۍ تحریک پیلولو څخه وړاندي د سهیلي افریقا په یو ښار جوهانسبرګ کي د خپل یو ملګري هرمن قالین باک سره یو ځای اوسیدی.
مهاتما ګاندهي چي کله د جوهانسبرګ څخه هندستان ته ستون سو نو دواړو ملګرو یو بل ته ډیری لیکونه لیږلي چي هغه بیا په لندن کي نیلام ته وړاندي کیدونکي وو خو د اوسنیو راپورنو پر بنسټ هغه لیکونه د هندستان حکومت را نیولي دي .
جوهانسبرګ کي چي ګاندي او قالین باک اوسیدل هغه کور (ستیه ګره ) نومیدی .
په جوهانسبرګ کي د ګاندي او قالین باک د اوسیدو د معلوماتو را غونډولو لپآره د بي بي سي یو خبریال ملټن این کوسي جوهانسبرګ کي د ګاندهي ستیه ګره کور ته تللی .
ستیه ګره مشهور قالین باک جوړ کړی چي وروسته د مهاتما ګاندي یو ښه ملګری سو او د هغه سره یو ځای په دې کور کي اوسیدی . اوس دا کور په یو موزیم بدل سوی دی .
د هر من قالین باک یو خپل ایلین لپمین کټ مټ د هر من کالین باک غوندي ښکاري. د هغه په وینا دوی له مهاتما ګاندي نه سخت اغیزمن سوی دی .
د لپمین په خبره کله چي مهاتما ګاندهي او کالن باک یو ځای اوسیدل نو کالن باک مهاتما ګاندهي ته ډوډۍ پخول ، خو هغه ډوډۍ او غزا د ګاندهي بلکل نه وو خوښ ځکه نو یوه ورځ ګاندهي کالن باک ته وویل ، چي هغه دي د کور د پآکوالي زمه واري پر غاړه واخلي او ډوډۍ هغه خپله پخوي . ګاندهي هندستانۍ غزا ډیره ښه پخول . هغه د سیمه ایز ژوندانه ډیر مینه وال وو.