د توبې نه مې توبه ده
د توبې نه مې توبه ده
چې په نیمه شپه کې راشي
د زړه کلی مې ځلیږي
د هستۍ د سیند د پاڅه
د سپوږمۍ رڼا خوریږي
پکې سیند وبایلي رنګ
لکه سپین شیوده بهیږي
روح مې لاړو جنتي شو
د وصال رنګینه شپه ده
د توبې نه مې توبه ده
د توبې نه مې توبه ده
–
زما نه وه زما نه ده
دا دنیا دې د دنیا شي
وایه څه به ترینه کم شي
که زما جانان زما شي
چې يې نوم په شږو لیکم
نو وریځې په ژړا شي
زه د ښار د شوره لاړم
په صحرا کې مې خیمه ده
د توبې نه مې توبه ده
د توبې نه مې توبه ده
–
ددې بڼ مرغۍ نشه دي
ددې بڼ مرغۍ پرکالې
جوړوي د دنګو ونو
د میوو په خواکې ژالې
پرې د کاڼو باران جوړ کړي
راشي وږې کلیوالې
د هر ګل سره ازغی دی
د هر دام سره دانه ده
د توبې نه مې توبه ده
د توبې نه مې توبه ده
–
یاره ښه سپیره وختونه
د هجران د تورو شپو دي
چې چیچې مې هم سکونډي مې
تیرې څوکې د ازغو دي
مسامونه د ویښتو دي
کنه سوړې د میږو دي
په سینه کې مې ځاي کړې
د دردونو قافله ده
د توبې نه مې توبه ده
د توبې نه مې توبه ده
–
یو مې چل د لامبو نه زده
بل مې ځاي کشتۍ کې نشته
د خندا هنر مې هیر شو
که مې زور سلګۍ کې نشته
یا د شوم ساقي میلمه یم
یا مې خوند رندۍ کې نشته
عندلیبه ژوندون څه دی
خو د خیر او شر قیصه ده
د توبې نه مې توبه ده
د توبې نه مې توبه ده
—
ریاض
17-7-2012