په هلمند كې يوباب جومات جوړاوگټې اخيستنې ته وسپارل شو
نوموړى جومات د لښكرگاه ښارپه سي درى سيمه كې د ارشاد حج اواوقافووزارت له پرمختيايي بوديجې څخه د يومليون افغانيوپه لگښت د تيرولسومياشتوپه موده كې جوړشوى چې د سه شنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې د ولايت مقام د دفتررئيس محمد لعل احمدي اوځينونورمسؤلينولخوا د پټى په پريكولوسره گټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د ولايت مقام د دفتررئيس محمد لعل احمدي ددې پرانيستې پرمهال وويل چې د ياد شوي جومات ټول هغه آسانتياوې په پام كې نيول شوې چې د لمونځ كوونكولپاره اړينې بلل كيږي اوپريوه وخت پكې دوه سوه تنه لمونځ كولى شي.
دا په داسې حال كې ده چې څوورځې وړاندې ددې ولايت په نادعلي ولسوالى كې هم دوه بابه جوماتونه چې د ياد شوي وزارت له پرمختيايي بوديجې څخه جوړشوي وو گټې اخيستنې ته وسپارل شول.