ملي باور ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه تبصره کړې او لیکلي یې دي، ګاونډي هېوادونو تل له افغان کډوالو د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی دی.
ورځپاڼې لیکلي سره له دې چې په ایران کې شاوخوا یو ملیونو افغان کډوالو ته پاسپورټونه ورکړل شول خو له دې سره جوخت د ایران له دوو ولایتونو څخه د افغان کډوالو د ویستلو پریکړه وشوه.
په سرمقالې کې په پاکستان کې هم د افغان کډوالو تازه ستونزو ته اشاره شوې، چې په خیبرپښتونخوا ایالت کې یې پر ځینو کمپونو بریښنا بنده شوې ده.
ملي باور پر افغان دولت او په یو ان اچ سي ار ادارې انتقاد کړی چې په پاکستان او ایران کې افغان کډوالو ته د راپيدا شویو ستونزو د هواري لپاره یې جدي اقدامات نه دي کړي.
محور ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي، افغان کډوال د افغانستان خوږ ګوته.
ورځپاڼې د یو شمیر عیني شاهدانو له قوله لیکلي ایراني چارواکي په دې هیواد کې افغان کډوالو ته غونډې جوړوي او ورته وايي: هیواد مو اشغال شوی دی او د افغان او نړیوالو ځواکونو پر ضد وجنګیږئ.
محور د لیکنې په دوام کښلي، افغان کډوالو ته دا هم ویل کیږي چې که د ایران غوښتنې ومني هلته د اوسیدو قانوني اسناد به ورکړل شي.
ورځپاڼې لیکلي ایران پر افغان کډوالو د ساحې په تنګولو سره غواړي چې هغوی له افغان دولت سره وسلوال مخالفت ته اړ باسي او افغان حکومت ته په کار دي چې نور خپل هیواد د ستنیدو زمینه ورته مساعده کړي.
هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې په هیواد کې د ادراي فساد کورني او بهرني عوامل څیړلي دي.
هیواد لیکلي عدلي او قضايي ارګانونه تراوسه دومره پیاوړي نه دي چې په لوړه او ټیټه کچه د اداري فساد مخنیوی وکړي.
ورځپاڼې لیکلي د هغو مرستو ډیره برخه لا هم بې ځایه لګیږي چې د نړیوالې ټولنې د قراردادونو له امله لګول کیږي، ورځپاڼې لیکلي دغه قراردادونه لا هم افغاني شوي نه دي او د فساد د موجودیت په اړه پکې اندیښنې موجودې دي.
د هیواد د نن ورځې د لومړي مخ ځینې نور مطالب د وزیرانو د شورا د وروستۍ غونډې او په کابل کې دا مریکا سفیر ته د جمهور رئیس حامد کرزي له خوا د سید جمال الدین افغان د میډال د ورکړې په اړه دي.
ویسا ورځپاڼنې د خپلې ننۍ ګڼې په لومړي مخ کې د سلما بند د بیارغونې په مخ کې د پیدا شویو ستونزو په اړه یو مطلب خپور کړی.
په مطلب کې په هرات کې د هند د قونسلګرۍ د مسئولینو له قوله راغلي چې هیواد به یې د سلما د بند له جوړولو لاس وا نه خلي. په مطلب کې همداراز د قونسلګرۍ د یوه مسئول خبره راخیستل شوې چې ویلي یې دي، د سلما د بند د رغونې کار د مالي امکاناتو د کموالي له امله له خنډ سره مخ شوی چې دا یو عادي خبره ده.