نن د روزګان ولايت ټولي امنيتي چاري له نړۍ والو ځواکونو څخه افغان قواوو ته وسپارل سوې .
په دې اړه د روزګان په مرکز ترينکوټ کي د ملي دفاع وزير په ګډون د کورنيو چارو ،ملي امنيت او د سيميزو ارګانونو د خپلواکي ادارې استازو هم برخه اخيستې وه .
د انتقال د پروسې په دريم پړاو کي د روزګان دمرکز ترين کوټ او ټولو ولسواليود امنيتي چارو مسؤليت نن رسمآ له نړۍ والو قواوو څخه افغان ځواکونو ته ور وسپارل سو.
په دغه مراسمو کي د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ ،دسيمه ييزوارګانونودخپلواکې ادارې مشرعبدالخالق فراهي ،د کورنيو چارو د وزارت ،ملي امنيت او ځينونورو وزارتونواستازو هم ګډون کړی وو.
د روزګان په مرکز ترينکوټ ښار کي نن په دې اړه په جوړو سويو مراسمو کي د ملي دفاع وزير سترجنرال عبدالرحيم وردګ وويل چي اوس افغان ملي امنيتي ځواکونه پياوړي سويدي او کولای سي چي د خپل هيواد څخه دفاع وکړي .
کليپ (( وردګ ))
د کورنيو چارو د وزارت او د ملي امنيت د عمومي رياست مامورينو هم د روزګان خلګو ته ډاډ ورکړ چي د امنيت په چارو کي به ورسره همکاري او مرسته کوي .
دوی وويل چي افغان ځواکونه د پخوا په پرتله پياوړي سوي ،وسلې ورکول سوي او اوس دوی په پوره توګه کولای سي چي دخپلو خلګو په کمک او همکاري د ټول هيواد د امنيت چاري په ښه توګه سمبال کړي .
کليپ (( کورنيو چارو،ملي امنيت ))
په عين حال کي د روزګان خلګ وايي چي په تېرو لسو کلنو کي ددې ولايت د ښې حکومتدارۍ سيسټم نه درلود نو له همدې امله د دولت او ملت تر منځ فاصله ايجاد سوې وه .
د دغه ولايت خلګو دولت ته ډاډ ور کړ چي له خپلو افغان ځواکونو سره به د امنيت په راوستلو کي همکار وي خو وې ويل چي دې ولايت ته د نظامي چارو تر څنګ بايد په ملکي برخه کي هم پاملرنه وسي .
له دې سره پر يوه وخت د محلي ارګانونو عمومي رئيس عبدالخالق فراهي په يادو مراسمو کي وويل چي نور به له دولت سره موازي جوړښتونه له منځه وړي او ټولي چاري به د دولتي چارواکو په لاس کي وي .
ښاغلي فراهي زياته کړه چي د انتقال له پروسې سره سم به د دغه ولايت ښې حکومتدارۍ او د ظرفيت لوړوني ته هم جدي پاملرنه کوي او دا چاري به په ريښتنې توګه پر مخ بيايي
کليپ (( فراهي ))
د انتقال د پروسې په نننيو مراسمو کي په روزګان کي د بهرنيو ځواکونو ملکي استازو ژمنه وکړه چي له دې ولايت سره به په ملکي او پرمختيايي چارو کي مرسته کوي .
د ارزوګان د امنيتي چارو مسؤوليت پر داسي محال افغان ځواکونو ته سپارل کيږي چي اوس هم له دې ولايت څخه اکثره وختونه د نا امنۍ خبرونه ورکول کيږي .