کور / تازه خبرونه / هلمند : ١٨ ميله وسلې ډاياګ ته وسپارل سوې

هلمند : ١٨ ميله وسلې ډاياګ ته وسپارل سوې

د هلمند ولايت مقام له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ ئې د ډاياګ يا د غېرقانوني کسانو د بې وسلې کولو پروګرام ته اتلس ميله درنې او سپکي وسلې سپارلي.
چارواکي وايي چي دا وسلې ئې د تېري مياشتي په اوږدو کي په بېلابېلو پلټونکو عملياتو کي نيولي.
دا لومړى ځل نه دئ چي د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ له لوري ډاياګ پروګرام ته وسلې سپارل کېږي بلکي تر دې څه موده وړاندي هم د دې قوماندانۍ له لوري اويا ميله سپکي او درنې وسلې د ډاياګ پروګرام ته وسپارل سوې.