کور / ترخې خبري / د يوې افغانې (پښتنې) کورنۍ ژوند وژغورئ

د يوې افغانې (پښتنې) کورنۍ ژوند وژغورئ

د کابل ښاروالۍ غير اسلامي او غير انساني چلند:

سې شنبې ، د جولاى مياشتې 17، 2012

د دارلامان ماڼۍ په محوطه کې له درو کلونو راهيسې يوه ډېره بې وزله کورنۍ اوسېده چې په يوه داسې خېمه کې يې ژوند کاوه چې نه د تېر ژمي په څېر له سختې يخنۍ څخه او نه د اوس په څېر له سېزونکي لمر څخه په امن کې وه. واړه ماشومان به يې په ژمي او اوړي کې له بې وزلۍ څخه پښې لوڅي ګرځېدل او له خلکو څخه به يې د مرستې غوښتنه کوه. د ژوند هېڅ ډول آسانتياوو ته لاسرسى نه لري، په شا او خوا سيمه کې يې د څښاک لپاره اوبه نه ترسترګو کېږي او ماشومان يې تل ناروغ وي. مېرمن يې هم د ژمې د سختې يخنۍ او تنګې خېمې له امله چې په نېغ ډول درېدل او ګرځېدل پکې نا ممکن دي په پښو شله شوې. د کابل ښاروالۍ له پرون راهيسې د ماڼۍ په محوطه کې کار پيل کړى، د ماڼۍ له څلورو خواوو يې شنه پرده چاپېره کړې او بوټي او خځلې ځنې پاکوي. خو پرته له دې چې دغه کورنۍ ته له مخکې خبر ورکړي چې له دې ځاى څخه کډه وکړي، پرون مازديګر يې خېمه او نور توکي ټول ورته تيک او پرک کړي او مجبوره کړې يې ده چې له دې ځاى څخه کډه وکړي. شپه يې د داود خان تپې ته څېرمه (چېرته چې د مرحوم داود خان جسد خاورو ته سپارل شوى) د سړک پر غاړه چې اميد سبز ښارګوټي ته غځېدلى په بوټو او اغزو کې تېره کړې. خېمه او ځينې نور کالي يې هلته انتقال کړي خو لا تر اوسه يې خېمه درولې نه ده، يو لس کلن زوى يې اوس هم د لاسي کراچۍ په واسطه له دارلامان ماڼۍ څخه هغه سيمې ته چې تقريباً دوه کيلو متره واټن دى کالي انتقالوي، نور ماشومان او مېرمن يې د سړک پر غاړه په بوټو او اغزو کې تر سېزونکي لمر لاندې ناست دي. زه د خپل اسلامي او انساني مسئوليت له مخې دغه زړه بږنوونکى خبر له ټولو هېوادوالو سره شريکوم او له ټولو څخه هيله کوم چې له دغې کورنۍ سره هر ډول ممکن مرسته وکړي او خپله سيمې ته ورشي او د دغو مظلومانو حالت له نږدې څخه وګوري، په ځانګړې توکه له جورنالستانو او رسنيو څخه هيله کوم چې د دغې کورنۍ له حالت او د ښاروالۍ له دغه نه بښونکي عمل څخه هېوادوال او نړيوال خبر کړي. دا په داسې حال کې ده چې روژې مبارکې ته يوازې درې ورځې پاتې او د هر مسلمان دنده ده چې په روژه کې د بل مسلمان له حالت څخه ځان خبر کړي.

د سيمې د آدرس يا نورو معلوماتو لپاره په لاندينۍ شمېره له ما سره اړيکه ونيسئ:

0772273716