پنو:د خیبر پښتونخوا په بنو کې وسلوالو ځانمرګو د ښځو په جامو کې د پولیسو په یوې تاڼه حمله کړې ده، چې په نتیجه کې یي درې پولیس ژوبل او خپله ځانمرګي برید ګر ووژل شول.د بنو تاڼې یو پولیس چارواکي رسنيوته وویل چې وسلوالو لومړی د تاڼې په ودانۍ د لاسي بمونو حمله وکړه، او بیا یي ډزې پیل کړې ، چې پکې درېپولیس ژوبل شول او برید ګر هم ووژل شول.په سیمه کې ګرځبندیز لګول شوی او امنیتي ځوکوانه هم سیمې ته لیږل شوې دي.
تحریک طالبان پاکستان د پیښې پړه منلې ده. له دې وړاندې هم په بنو کې دغه وسلوالې ډلې په یو جیل برید کړی وو، او خپل سلګونو ملګري یي خوشي کړي وو.