۱۷/۰۷/۲۰۱۲
(دافغان اقتصاد پوه استاد شریف بهاند ژوند اوعلمي هڅوته یوځغلند نظر)
بیا هم ویر،دویریاد،دویرسیوری،زموږاوږې اوزموږ زغم.دادی نن د۲۰۱۲ کال د جولای اوه لسمه (۱۷) نیټه ده.یوکال مخکې په همدې ورځ دلومړي ځل له پاره د« لراوبر» ویبپاڼې خبر ورکړ:
« افغان اقتصاد پوه،شریف بهاند نن یکشنبه په جرمني کې دورپیښې ناروغۍ له امله په حق ورسیدئ … »(http://www.larawbar.net/27617.html )
په دې ډول داستاد شریف بهاند دمرګ دخبرپه اوریدوسره دبهاندکورنۍ اودافغانستان علمي ــ فرهنګي کړیوخپل یوزړه سواندی پوه له لاسه ورکړ؛اودادی نن یې ویریوکلن شو.دده دویردادروندپیټی،دده کورنۍ،دوستان،هم مسلکان،شاګردان،دعلم اوفرهنګ لارویان دخپل روح پراوږوچلوي.ماته خوداسې بریښي چې استادموپرون خاوروته وسپاره،خو« شیرین عمرچې تیریږي دریغه،دریغه …»
دا دی یوکال له هغې ورځې تیرشوچې استاد شریف بهاند موتوروخاوروته وسپاره.
که په ویروي که په خوشالتیا،وخت نه دریږي،خوزموږله پاره دروند ځکه دی چې یوخوا دوطن،خلکواوجګړې ویراونه تمامیدونکې خواشیني؛بل خوا استاد شریف بهاند په داسې وخت کې خدای رانه واخیست چې غم دپاسه غم شواوزموږ زخمونه یې داسې سره راتازه کړل چې زغمل اوچلول یې نورنو …
داستاد شریف بهاند دویردیوکلن کیدوپه پلمه دده ژوند،زدکړو،ترسره کړودندو،آثارولیکلوــ ژباړلومقالواوعلمي فعالیتونوته دلاس لرلواسنادواوله ده نه راپاتې آثاروپه رڼا کې،یوځغلند نظراچول کیږي:
استاد محمدشریف بهانددمحمدعمر زوی،د۱۹۵۲ میلادي کال دفبرورۍ په اتمه نیټه دکابل په بریکوټ کې زیږیدلی دی.دلومړي ځل له پاره قلم،کاغذ اوتوره دړه په لاس دلومړنیوزده کړوله پاره دکابل دچاردهي دعلاوالدین تجربوي ښوونځي ته لاړ.دلومړنیوزده کړو له بشپړلووروسته، په ډیره مینه دکابل نجات لیسې ته ورغی اوپه ۱۹۷۳ کال کې یې دا لیسه پای ته ورسوله.
دلیسې له پای ته رسولووروسته یې دکابل ښاروالۍ دپلان جوړولوپه څانګه کې ماموریت پیل کړ.دوه کاله وروسته،په ۱۹۷۶ کې دلوړوزده کړو له پاره دکابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته ورغی اوپه ۱۹۷۹کال کې یې دهمدې پوهنځي دپلا ن جوړولو له څانګې نه،په بریالیتوب سره د B-A Economic لوړه درجه دیپلوم ترلاسه کړ.
کله ددولت عادي مامورشو،کله دپوهنتون استاد،کله دیوې علمي تحقیقاتي موسسې غړی،کله دمیډیا دلارې لاروی،کله دعلمي مقالواوکتابونولیکلوال اوژباړونکی اوپه پای کې ښوونکی،مدرس اواستاد.
د۱۹۸۰کال په دریمه میا شت کې یې دصدارت دتفتیش اوکنترول په ریاست کې دکارکوونکي په توګه کارپیل کړاوڅه موده وروسته دپوځي خدمت دترسره کولوله پاره،دپوځ دایرې ته ورننوت.
استاد شریف بهاند د۱۹۸۲میلادي کال په نهمه میاشت کې دکابل پوهنتون داقتصاد پوهنځي په علمي کدرکې ومنل شو.د۱۹۸۳کال په نهمه میاشت کې دلوړوزده کړو له پاره بهر ته لاړاوپه ۱۹۸۵ کې یې دجرمني دهمبولت پوهنتون داقتصاد له پوهنځي نه په لوړه درجه دماسترۍ دیپلوم ترلاسه کړاوپه بریالیتوب سره وطن ته راستون شو،خودحاکموسیاسیونودپالیسۍ له مخې دپوهنتون دعلمي کدر امتیازورنه واخستل شو.
خودی بیا هم مآیوسه نه شو،غلی کینناست اودخپل مسلک علمي لاره یې پرې نه ښوده.د۱۹۸۵کال په یولسمه میاشت کې دافغانستان دعلومواکادیمۍ دټولنیزوعلومودڅانګې په غړیتوب ومنل شو.خوبیا دعسکرۍ داحتیاط ددروې له پاره پوځ ته ولیږل شو،ددې دورې له پای ته رسولو وروسته بیا هم خپلې دندې ته راستون شواوپه ډیرې علمي مینې سره یې دافغانستان دعلمومو په اکادیمۍ کې خپل علمي کارونه پرمخ بیول.
د۱۹۸۸کال په نهمې میاشتې کې یې دآلمان دیموکراتیک جمهوریت دهمبولت له پوهنتون څخه ددکتورا دبورس په ترلاسه کولوسره دغه هیواد ته ستون شواوپه لوړوزده کړویې پیل وکړ.
په ۱۹۹۲کال کې کله چې په افغانستان کې تنظیم واکي اوټوپک سالاري رامنځ ته شوه ،داستادشریف بهاند له طرزتفکراواصولوسره یې داسې منافات درلودل،لکه مرګ اوژوند.دهمدې دلیل له مخې بیا افغانستان ته ستون نه شواوپه آلمان کې یې ژوند اوکار پیل کړل.
د۱۹۹۵کال له فبرورۍ میاشتې نه،د۱۹۹۶کال ترسپتمبرپورې یې دآلمان دملي شتمنۍ دخصوصي کولوپه شرکت کې دیوه اقتصاد پوه په توګه دنده ترسره کړه.
د۱۹۹۶کال له نهمې میاشتې نه د۱۹۹۷کال ترجولای پورې یې د منجمنت اوادارې په یوه اړین کورس کې کډون وکړچې دکورس موضوع یې داسې وه:
« داقتصادتصدي،منجمنت،محاسبه،دکارحقوق اوکمپیوتري چارې »
کورس یې په بریالیتوب پای ته ورساوه،بیا دخپلومسلکي دندودترسره کولوله پاره چمتوشو.
د۱۹۹۷ کال له اګست نه د۱۹۹۹کال ترنهمې میاشتې پورې یې دآلمان په بیلابیلوشرکتونوکې کاروکړاوترڅنګه یې دهمبولت پوهنتون دختیځ پیژندنې په پوهنځي کې دپښتوژبې په تدریس بوخت شو.
په همدې وخت کې یې له دې کارونوسره سره دافغاني ټولنې دځانګړنواواقتصادي جوړښت په اړوند په سمینارونوکې هم فعال ګډون درلود،مقالې یې ورته لیکلې اولکچرونه یې اورول.
د۱۹۹۹کال دسپتمبر له میاشتې څخه یې د ۲۰۰۲ کا ل دمارچ ترمیاشتې پورې دپرمختیایې هیوادونواوافغانستان په اړوند دڅیړنیزوپروژودغړي په توګه دنده ترسره کړه اودهمدې دندې ترڅنګه یې دختیځ پیژندنې په پوهنځي کې دپښتوژبې تدریس ته دوام ورکړ.
د ۲۰۰۲ کا ل له اپریل څخه د۲۰۰۵ کا ل تر اکتوبرترمیاشتې پورې دآلمان غږپه تلویزیون کې دپښتوخپرونې دغړي په توګه وټاکل شو.
بیا د۲۰۰۶ کال له فبرورۍ میاشتې څخه د۲۰۰۷ کال ترفبرورۍ پورې دهمبولت پوهنتون په چوکاټ کې دافغانستان دستونزوپه اړه دیوې څیړنیزې پروژې دغړي په توګه په کاربوخت شو.
د۲۰۰۸ کال له مارچ میاشتې نه یې غیردولتي آزاده دنده ترسره کوله اودهغه ترڅنګه یې خپل علمي فرهنګي کارنه هم پرمخ بیول.
دیادورسمي اوغیررسمي دند وترڅنګه یې دغه ویاړلې دندې هم ترسره کړي دي:
ــ دافغانستان دژبوتدریس،
ــ دافغانستان دکـلتوراوټولنیزجوړښت دڅرنګوالي په باب په سیمینارونوکې ګډون،
دیوه لارښود استاد په توګه دمحصلینودعلمي لیکنوسمون اودعلمي کارونوپه برخه کې له هغوسره مرسته.
وروستۍ دنده یې د۲۰۱۰ کال په جنوري کې پیل کړه،هغه دآلمان په یوې اکادیمۍ کې داستادۍ ویاړلې دنده وه.
استاد شریف بهاند پرته له مورنۍ ژبې پښتوڅخه،په فارسي اوجرمني ژبوبشپړلاسبری درلود،پرې غږیده،لیکنې یې پرې کولې اوپه ژباړوکې یې ګټه ورنه اخیسته.ده په پښتو،فارسي اوجرمني ژبو،دنړیوال اقتصاد،سیاست اوټولنیزوستونزوپه باب په لسهاوو مقالې اوکتابونه لیکلي اوژباړلي دي.
څنګه چې اقتصاد اوسیاست زما دتحصیل اوتحقیقاتوڅانګه نه ده،ځکه ځان ته دا حق نه ورکوم چې دده دآثارواومقالودښیګڼواونیمګړتیاووپه باب څه ووایم.دلته به دده دعلمي کارونودپیژندنې په خاطر،ده اودده علمي کارونو ته ددرناوي له پاره اودراتلونکوڅیړنودلاروښانتیا په خاطر؛دده دهغوآثارو،مقالواوژباړویادونه وکړم چې ما ته مالومې دي.دلته یې زه یوازې سرلیکونه،دخپریدونیټې اودخپریدوځایونه په نښه کوم :
زما دمعلوماتوله مخې استاد شریف بهاندپه کابل پوهنتون کې دتدریس اودافغانستان دعلومواکادیمۍ کې دغړیتوب په دوره کې هم ځینې څیړنیزې مقالې لیکلي دي چې داوس له پاره په لاس کې نه شته. په افغانستان کې دټوپکي ناتار په رامنځ ته کیدوسره د ډیرو مادي اومعنوي شتمنیودله منځه تلو ترڅنګه دافغانستان شخصي اودولتي کتابتونونه هم تالان اوله منځه ولاړل،دهمدې دلیل پر بنا هلته داستاد دلیکنودخپریدوآدرس او پته پیدا کول داوس له پاره یوڅه ګران کار دی.
دلته په اروپا کې دافغان ویبسایټونوپه رامنځ ته کیدوسره داستادشریف بهاندمقالې په ځینو ویبسایتونوکې خپرې شوې دي،خولومړنۍ څیړنیزې علمي تحقیقي مقالې یې په افغان جرمن آنلاین (afghan-german.com) کې را څرګندې شوې.
په افغان جرمن آنلاین کې اوه (۷) لومړنۍ مقالې پرته له نیټې خپرې شوې دي اواتمه مقاله یې بیا په(۲۰۰۶/۰۹/۰۹) نیټه د ((خونړۍ پولې)) ترسرلیک لاندې خپره شوې ده.افغان جرمن آنلاین ځکه لومړی یادوم چې په بینوا ویبپاڼه کې هم داستادلومړنۍ مقاله پرته له نیټې چاپ شوې ده اودهمدې مقالې په مآخذونوکې افغان جرمن آنلاین ویبپاڼه دمآخذ په ډول ښودل شوې ده.
دافغان جرمن آنلاین دلیکوالودآرشیف په لست کې داستاد شریف بهاند نه دیرش (۳۹) مقالې ثبت شوي دي،خودا په حقیقت کې اته دیرش مقالې دي،دفهرست په لست کې،په شپږمه اواومه شمیره کې یوه مقاله دوه ځلي ثبت شوې ده.ددغومقالوسرلیکونه اودخپریدونیټې په لاندې ډول دي:
۱ــ حقیقت ممنوع (درګیری های اضلاع متحده امریکا با اسامه بن لادن):
فصل اول (ارتباطات سري میان اضلاع متحده امریکا وطالبان)
فصل دوم (وزارت خارجه منحیث میانجی طالبان) ،
ددې مقالې دنشریدونیټه نه ده ثبت شوې.
نویسنده:ژان چارلزبریسار،ګیوم دسکي،
مترجمان:دوکتورمحمدآجان مرزي وشریف بهاند
۲ــ حقیقت ممنوع (درګیري های اضلاع متحده امریکا با اسامه بن لادن):
فصل سوم (یک خط عبوري ګازبرای طالبان)
فصل چهارم(ملاعمر،متحد ناراحت کننده)
نویسنده:ژان چارلز بریسار،ګیوم دسکي.
مترجمان:دوکتورمحمدآجان مرزي وشریف بهاند.
دخپریدونیټه نه لري.
۳ــ حقیقت ممنوع (درګیري های اضلاع متحده امریکا با اسامه بن لادن):
فصل پنجم ( مذاکرات به هر قیمت)
فصل ششم (ګزارش نامه مذاکرات ممنوع)
دنشریدونیټه نه لري.
نویسنده:ژان چارلزبریسار،ګیوم دسکي.
مترجما ن :دکتورمحمدآجان مرزي وشریف بهاند
۴ــ دنفتوپه مرسته په نړیوا ل ځواک اوښتل(نوي نړیوال نظم ته لاره)
لیکوال: اف،ویلیم انګدا ل،
ژباړونکی: شریف بهاند.
دخپریدونیټه نه لري.
۵ــ دریمه زریزه : د امریکا متحده ایالتونه،ناتواونړیوال نظم (جیوپولیتیکي څیړنه )
لیکوال:شریف بهاند.
دخپرید ونیټه نه لري.
۶ــ نړیوال کیدل (Globalization) (دیویشتمې پیړۍ ستراتیژي)
لیکوال : شریف بهاند.
دخپریدونیټه نه لري.
۷ــ خونړۍ پولې:
دامقاله دوې برخې لري.لومړۍ برخه کې یې په افریقا،منځني ختیځ اونږدې ختیځ په ستراتیژیکوسیموکې دمصنوعي اوغیرمنصفانه پولو رامنځ ته کولوپه باب علمي ــ څیړنیز بحث شوی دی،اوداپوښتنه په کې رامنځ ته شوې چې دغه غیرمنصفانه پولې په څه دول دچا له خوا،څه وخت اودکوموموخو له پاره رامنځ ته شوي دي،چې له ګټوڅخه یې زیان ډیردی.په دویمه برخه کې یې« دنوي اولاښه منځني ختیځ څرنګوالی» څیړل شوی دی.
لیکوال:رالف پیترز ،
ژباړن:شریف بهاند،
دخپریدونیټه:۲۰۰۶/ ۰۹/۰۹
۸ــ دنړیوال کیدو په پیر(عصر) کې دامریکا دمتحده ایالتونوامپراتوري.
لومړۍ برخه (دیویشتمې پیړۍ له پاره دبوش دکترین)
لیکوال:یورګین واګنر ،
ژباړونکی:شریف بهاند ،
دخپریدونیټه نه لري.
۹ــ دنړیوال کیدوپه پیر(عصر) کې دامریکا دمتحده ایالتونوامپراتوري
دویمه برخه ( دټول وژنو وسلوله پراختیا څخه مخنیوی اودوارمخکې کولوحق اوجګړه د
شک پربنسټ)
لیکوال: یورګین واګنر،
ژباړونکی: شریف بهاند.
دخپریدونیټه نه لري.
۱۰ــ کلتوري ټکراودهغه دپایلواغیزپراقتصاد،سیاست،ښوونې او روزنې.
لیکوال: شریف بهاند.
دخپریدونیټه نه لري.
۱۱ــ دسوکالۍ له پاره نړیواله جګړه (لومړۍ برخه)
لیکوال : ګابورشتاینګارت،
ژباړونکی :شریف بهاند.
دخپریدونیټه نه لري.
۱۲ــ دسوکالۍ له پاره نړیواله جګړه (دویمه برخه)
لیکوال :ګابوشتاینګارت،
ژباړونکی:شریف بهاند.
دخپریدونیټه نه لري.
۱۳ــ نړیوال امنیت اونړیوال مسؤلیت (لومړۍ برخه)
لیکوال :شریف بهاند.
دخپریدونيټه نه لري.
۱۴ــ نړیوال امنیت اونړیوال مسؤلیت (دویمه برخه)
لیکوال : شریف بهاند.
دخپریدونیټه نه لري.
۱۵ــ چند قطبي شدن نظم جهاني (قسمت اول)
نویسنده :شریف بهاند.
دخپریدونیټه نه لري.
۱۶ــ بریتانیا:دطبیعي زیرموپه باب زړې نوې ستراتیژۍ ( لومړۍ برخه )
لیکوال :شریف بهاند،
دخپریدونیټه:د۲۰۰۷ کا ل اپریل.
۱۷ــ دآیروآسیا ( Eurasien) دسیمې پرسرسیالي (لومړۍ برخه)
لیکوال :شریف بهاند،
دخپریدونیټه :د۲۰۰۷کا ل اکتوبر.
۱۸ــ دآیروآسیا ( Eurasien ) دسیمې پرسرسیالي ( دمتحده ایالتونوستراتیژي اودروسیې اوچین موخې (دویمه برخه )
لیکوال شریف بهاند،
دخپریدونیټه:د۲۰۰۷ کا ل اکتوبر.
۱۹ــ دآیروآسیا (Eurasien ) دسیمې پرسرسیالي (دفسیلي انرژۍ زړې نوې نقشې) ( دریمه برخه )
لیکوال شریف بهاند،
دخپریدونیټه: د۲۰۰۷ کا ل دسمبر.
۲۰ ــ د ډا لرواو یوروترمنځ پټه سیالي ( لومړۍ برخه )
لیکوال :شریف بهاند ،
دخپریدونیټه: د۲۰۰۸ کا ل جنوري.
۲۱ــ د ډالرواویوروترمنځ پټه سیالي (دویمه برخه)
لیکوال:شریف بهاند،
دخپریدونیټه:۲۰۰۸ /۰۲/۰۲
۲۲ــ د ډالرواویوروترمنځ پټه سیالي ( دریمه برخه )
لیکوال: شریف بهاند،
دخپریدونیټه:۲۰۰۸/۰۲/۱۸
۲۳ــ د ډالرو اویوروترمنځ پټه سیالي ( څلورمه برخه )
لیکوال شریف بهاند.
دخپریدونیټه:۲۰۰۸/۰۲/۲۷
۲۴ــ دکوزوو خپلواکي،دآزادۍ په نامه دآزادۍ له منځه وړل ( لومړۍ برخه )
لیکوال:شریف بهاند،
دخپریدونیټه:۲۰۰۸/۰۳/۱۷
۲۵ــ په نړیوالواړیکوکې دنوي پړاوپیل ( لومړۍ برخه )
لیکوال:شریف بهاند،
دخپریدونیټه:د۲۰۰۹ کا ل دفبرورۍ ۲۶ .
۲۶ــ نا څرګند ځواک،دافغان ناورین لامل .
لیکوال:شریف بهاند،
دخپریدونیټه:د۲۰۰۹ کال داپریل لومړۍ.
۲۷ــ پرده دوم بازي بزرګ .
لیکوا ل :شریف بهاند،
دخپریدونیټه:د۲۰۰۹ کا ل داګست ۲۸.
۲۸ــ دبشردرښتو(حقوقو) په منل اوپلي کیدوکې لوړې اوژورې(دبشردرښتودنړیوالې اعلامیې دخپریدودیوشپیتم کا ل په ویاړ)
لیکوال:شریف بهاند،
دخپریدونیټه:۲۰۰۹/۱۲/۰۸
۲۹ــ دبشردرښتو(حقوقو) په منل اوپلې کیدوکې لوړې اوژورې (دبشردرښتودنړیوالې اعلامیې دخپریدودیوشپیتم کال په ویاړ)،(دویمه برخه)
لیکوال : شریف بهاند،
دخپریدونیټه:۲۰۰۹/۱۲/۱۲ .
۳۰ــ طبیعي زیرمې،دسوکالۍ وسیله که دجګړې لآمل؟ (لومړۍ برخه)
لیکوال:شریف بهاند،
دخپریدونیټه:د۲۰۱۰کال داګست دیرشمه.
۳۱ــ ناتود دښمن په لټه (لومړۍ برخه)
لیکوال:شریف بهاند،
دخپریدونیټه:۲۰۱۰/۱۲/۲۶.
۳۲ــ طبیعي زیرمې،دسوکالۍ وسیله که دجګړې لامل؟ (دویمه برخه)
لیکوال:شریف بهاند،
دخپریدونیټه:۲۰۱۱/۰۱/۱۳.
۳۳ــ طبیعي زیرمې،دسوکالۍ وسیله که دجګړې لامل؟ ( دریمه برخه)
لیکوال :شریف بهاند،
دخپریدونیټه:۲۰۱۱/۰۲/۲۷.
۳۴ــ دپوځي اډودجوړولواړتیا اودهغوموخې (لومړۍ برخه)
لیکوال:شریف بهاند،
دخپریدونیټه:۲۰۱۱/۰۴/۱۱.
۳۵ــ دپوځي اډودجوړولواړتیا اودهغوموخې ( دویمه برخه)
لیکوال:شریف بهاند،
دخپریدونیټه:۲۰۱۱/۰۴/۱۷.
۳۶ــ دپوځي اډودجوړولواړتیا اودهغوموخې (دریمه برخه)
لیکوال:شریف بهاند،
دخپریدونیټه:۲۰۱۱/۰۵/۰۳
۳۷ــ اروپايی ټولنه،متحده ایالتونه اوناتو؛سیال که همکار؟
لیکوال:توبیاس فیلوګر،
ژباړونکی:شریف بهاند،
دخپریدونیټه:۲۰۱۱/۰۵/۱۹.
۳۸ــ دپوځي اډودرامنځ ته کولواړتیا اودهغوموخې (څلورمه برخه)
لیکوال شریف بهاند،
دخپریدونیټه:۲۰۱۱/۰۶/۰۷
له افغان جرمن آنلاین ویبسایت نه وروسته،په بینوا ویبپاڼه) benawa.com )کې داستاد شریف بهاند مقالې دپاملرنې وړدي.زما دڅیړنوله مخې په بینوا ویبپاڼه کې داستاد څلورمقالې خپرې شوې دي،خودا هغه مقالې دي چې په عین وخت،یا دوخت په لږڅه توپیر سره په افغان جرمن کې هم خپرې شوې دي.دهغوڅلورومقالوسرلیکونه اودخپریدونیټې دا دي:
۱ــ پراقتصاد،سیاست،ښوونې او روزنې کلتوري ټکراودهغه دپایلواغیز.
لیکوال:شریف بهاند،
دخپریدونیټه:نه لري.
۲ــ خونړۍ پولې،
لیکوال:شریف بهاند،
دخپریدونیټه:۰۷/۰۹/۲۰۰۶
۳ــ دنړیوال کیدوپه عصرکې دامریکا امپراتوري(لومړۍ برخه)
لیکوال:یورګین واګنر،
ژباړونکی:شریف بهاند،
دخپریدونیټه:۰۳/۱۰/۲۰۰۶
۴ــ دنړیوال کیدوپه پیر(عصر) کې دامریکا امپراتوري(دویمه برخه)
لیکوال:یورګین واګنر،
ژباړونکی:شریف بهاند،
دخپریدونیټه:۰۳/۱۰/۲۰۰۶
په ټول افغان ویبپاڼه کې هم داستاد شریف بهاند ډیرې مقالې پیدا کولای شو،خوتوپیریې دا دی چې په ټول افغان کې ځینې مقالې راغلي دي چې په نورویبسایتونوکې نه شته.دلته یې دنوروځانګړنوله یادونې تیریږم،یوازې دمقالې په سرلیک اودخپریدوپه نیټه باندې بسنه کوم:
۱ــ خونړۍ پولې(۰۷/۰۹/۲۰۰۶)
۲ــ کلتوري ټکراودهغه دپایلواغیز،پراقتصاد،سیاست،ښوونې اوروزنې(۲۹/۱۱/۲۰۰۶)
۳ــ نړیوال امنیت اونړیوال مسؤلیت،لومړۍ برخه،(۲۰۰۶/۱۲/۰۲)
۴ــ دسوکالۍ له پاره نړیواله جګړه،لومړۍ برخه،(۲۰۰۶/۱۲/۲۴)
۵ــ نړیوا ل امنیت اونړیوال مسؤلیت،دویمه برخه،(۱۳/۰۳/۲۰۰۷)
۶ــ داروآسیا(Eurasien) دسیمې پرسرسیالي،لومړۍ برخه،(۲۰۰۷/۱۰/۰۹)
۷ــ دمتحده ایالتونوستراتیژي اودروسیې اوچین موخې،دویمه برخه،(۲۰۰۷/۱۰/۲۵)
۸ــ چند قطبي شدن نظم جهاني،لومړۍ برخه،(۲۰۰۷/۰۴/۰۷)
۹ــ بریتانیا:دطبیعي زیرموپه باب زړې نوې ستراتیژۍ،لومړۍ برخه،(۲۰۰۷/۰۴/۲۴)
۱۰ــ نړیوال کیدل(Globalization)،دیویشتمې پیړۍ ستراتیژي،(۲۰۰۷/۰۷/۱۳)
۱۱ــ داروآسیا(Eurasien) دسیمې پرسرسیالي،دریمه برخه،(۲۰۰۷/۱۲/۱۱)
۱۲ــ دډالراو یورو ترمنځ پټه سیالي،لومړۍ برخه،(۲۰۰۸/۰۱/۲۵)
۱۳ــ دډالراویورو ترمنځ پټه سیالي،دویمه برخه،(۲۰۰۸/۰۲/۰۲)
۱۴ــ دډالرواویوروترمنځ پټه سیالي،دریمه برخه،(۲۰۰۸/۰۲/۲۳)
۱۵ــ دډالرواویوروترمنځ پټه سیالي،څلورمه برخه،(۲۰۰۸/۰۳/۱۷)
۱۶ــ په نړیوالواړیکوکې دنوي پړاوپیل،لومړۍ برخه(،۲۰۰۹/۰۲۲۶)
۱۷ــ نا څرګند ځواک،دافغان ناورین لامل،(۲۰۰۹/۰۴/۰۷)
۱۸ــ پرده دوم بازي بزرګ،(۲۰۰۹/۰۸/۲۹)
۱۹ــ دبشردرښتو(حقوقو) په منل اوپلي کیدوکې لوړې ژورې،لومړۍ برخه،(۲۰۰۹/۱۲/۰۷)
۲۰ــ دبشردرښتو(حقوقو) په منل اوپلي کیدوکې لوړې ژورې،دویمه برخه،(۲۰۰۹/۰۸/۱۲)
۲۱ــ طبیعي زیرمې،دسوکالۍ وسیله که دجګړې لامل؟ لومړۍ برخه،(۲۰۱۰/۰۸/۳۰)
۲۱ــ طبیعي زیرمې،دسوکالۍ وسیله که دجګړې لامل؟ دویمه برخه،(۲۰۱۱/۰۱/۱۲)
۲۲ــ طبیعي زیرمې،دسوکالۍ وسیله که دجګړې لامل؟دریمه برخه،(۲۰۱۱/۰۲/۰۳)
۲۳ــ طبیعي زیرمې،دسوکالۍ وسیله که دجګړې لامل؟څلورمه برخه،(۲۰۱۱/۰۲/۲۸)
۲۴ــ ناتوددښمن په لټه کې،لومړۍ برخه،(۲۰۱۰/۱۲/۲۷)
۲۵ــ ناتوددښمن په لټه کې،دویمه برخه،(۲۰۱۱/۰۱/۰۲)
۲۶ــ دپوځي اډودجوړولواړتیا اودهغوموخې،لومړۍ برخه،(۲۰۱۱/۰۴/۱۱)
۲۷ــ دپوځي اډودجوړولواړتیا اودهغوموخې،دویمه برخه،(۲۰۱۱/۰۴/۱۶)
۲۸ــ دپوځي اډودجوړولواړتیا اودهغوموخې،دریمه برخه،(۲۰۱۱/۰۵/۰۲)
۲۹ــ دپوځي اډو دجوړولواړیا اودهغوموخې،څلورمه برخه،(۲۰۱۱/۰۶/۰۸)
په لراوبرویبپاڼه کې هم که لټه وشي داستاد مقالې په کې ترلاسه کیدای شي.ددې مقالې دلیکلوپه ورستیوورځوکې مې په(لر اوبر) کې داستادپه یوه مقاله سترګې ولګیدې،داستاد دلومړي تلین دورځې درارسیدو له امله مې ونه شوکړای دلراوبرغني آرشیف له سره ترپایه ولټوم،څومقالې یې چې زما ترنظرتیرې شوې دلته دنمونې په ډول یادوم:
۱ــ داروآسیا(Eurasien) دسیمې پرسرسیالي(سریزه)،(۱۳/۱۰/۲۰۰۷)
۲ــ داروآسیا(Eurasien) دسیمې پرسرسیالي،دویمه برخه (د ۲۰۰۷ کال اکتوبر)
۳ــ دایروآسیا (Eurasien) دسیمې پرسرسیالي دریمه برخه (۱۳/۱۲/۲۰۰۷)
۴ــ دډالراوایروترمنځ پټه سیالي (څلورمه برخه) ،( ۲۷/۰۲ ۲۰۰۸)
دغه رازکله چې د۲۰۰۸ کال په اګست کې د((آزاد افغانستان ))(afgazad.com)په نامه دافغانانوبل ویبسایت پرانستل شو،استاد شریف بهاند خپلې لیکنې دوطنوالوداستفادې له پاره هلته هم وراستولې.په ((آزادافغانستان)) نومي بریښنا پاڼه کې داستاد شریف بهاند دغه مقالې خپرې شوې دي:
۱ــ ناتوددښمن په لټه،لومړۍ برخه،(د۲۰۱۰ کال دسمبر)
۲ــ ناتوددښمن په لټه،دویمه برخه،(۲۰۱۱/۰۱/۰۳)
۳ــ طبیعي زیرمې،دسوکالۍ وسیله که دجګړې لامل؟ دویمه برخه،(دریمه زریزه اودطبیعي توکوپرسرسړه جګړه)،(۲۰۱۱/۰۱/۱۲)
۴ــ طبیعي زیرمې،دسوکالۍ وسیله که دجګړې لامل؟دریمه برخه،(دسیا ل دله پښوغورځولوستراتیژي)،(۲۰۱۱/۰۱/۱۴)
۵ــدپوځي اډودجوړولواړتیااودهغوموخې،دویمه برخه،(پوځ دنړیوالیدوتضمینونکی)،(۲۰۱۱کال اپریل)
۶ــ دپوځي اډودجوړولواړتیا اودهغوموخې،دریمه برخه،(دمتحده ایالتونوپوځي قومنداني اودهغوموخې)،(د۲۰۱۱ کال دمی دریمه)
۷ــ دپوځي اډودرامنځ ته کولو(جوړولو)اړتیا اودهغوموخې،دریمه،(دناتوپوځي سازمان اوافغان غمیزه)،(د۲۰۱۱ کال دجون اوومه)
په دې ډول ګوروچې په افغان جرمن آنلاین،بینوا،ټول افغان،لراوبر اوآزادافغانستان ویبپاڼوکې د استاد شریف بهاند مقالې خپرې شوې دي،چې ما یې پورته په امانتدارۍ سره دسرلیکونواوخپریدودنیټو یادونه وکړه؛خوددې خبرې یادول اړینه ګڼم چې په پورته یادویبسایتونوکې دځینومقالو،ځینې برخې یا هیڅ نه شته،اویا هم وړاندې وروسته دچاپ له پاره لیږل شوي دي اویا هم وړاندې وروسته چاپ شوي دي،اوسړی نه شي ویلای چې دژباړن اولیکوال،استاد شریف بهاند خپل شخصي ملحوظات به وواوکه به یې دنه ژباړې یا نه چاپ اویا هم وړاندې وروسته چاپ ته لیږلوکې به څه ستونزې وې؛له بده مرغه داستادشریف بهاندبې وخته مړینې دا غوټه پرځای پریښوده اوداوس له پاره څوک څه نه شي ویلای.
دا چې پرته له پورته یادوآدرسونوڅخه،په نوروځایونوکې داستاد شریف بهاند مقالې اوآثارخپاره شوي دي که نه؟زه داوس له پاره څه نه شم ویلای،دا پوښتنه جلا څیړنې او وخت ته اړتیا لري.
داستادشریف بهاند دنوروآثارواومقالو دیادولوپه برخه کې باید ووایم چې،استاد داقتصادي اوسیاسي لیکنوپه برخه کې یوجدي اوپرکاره قلموال و،له ډیر لږوخت نه یې هم ډیره اعظمي استفاده کوله،دلیکنې په برخه کې اودلیکنې دشکلي مسایلو په برخه کې یې تل له ژبپوهانواومسلکي اشخاصوسره مشوره کوله اودخپلولیکنواوژباړوله پاره یې تل له مسلکي پوهانوسره سراوکار درلود؛تر وسه وسه پورې یې دشکل اومحتوی دواړوپه برخه کې دتیروتنومخنیوی کاوه اوهڅه یې کوله چې یوه پا که،دماخذونوپه ښوولوسره،په علمې معیارونو باربره لیکنه لوستونکوته وړاندې کړي.
له استاد شریف بهاند نه دراپاتې اسنادواوپاڼوڅخه دده مستقلوآثارلست،داسې معرفي کولای شو:
Ausgewählte Fragen der Volkswirtschaftsplanung der DDR unter dem Aspekt ihrer Anwendung in der DR Afghanistan zur Vervollkommnung des dort existierenden Systems der Industrieplanung.
دا داستاد شریف بهاند دماسترۍ تیزس دی چې په ۱۹۸۵ کال کې لیکل شوی دی.
2.Aktuelle Fragen der internationalen Politik in Asien – Die gegenwärtige Konfliktlage in Afghanistan und die Aufgaben einer Regierung der nationalen Aussöhnung.
ددې دووآثاروپه باب باید یادونه وکړم چې داوس له پاره مې دژباړې په برخه کې څوک پیدا نه کړل چې مرسته راسره کړې وای،چې یوڅه نوره رڼا مې پرې اچولې وای؛دهمدې له پاره مې یوازې دکتابونودنومونوپه لیکنه بسنه وکړه.که مې دعناوینوپه برخه کې تیروتنه کړي وي،لومړی له استاد شریف بهاند نه اوبیا له لوستونکوونه بښنه غواړم.
څنګه چې دواړه کتابونه په جرمني ژبه لیکل شوي دي،دهمدې له پاره یې پریږدم دهغواقتصاد پوهانوراتلونکوڅیړنوته چې داقتصاد پوهنې ترڅنګ په جرمني ژبې هم لاسبری ولري.
۳ــ دبشردحقوقودنړیوالې اعلامیې پښتو،دري اوآلماني متن.
ژباړونکی:شریف بهاند
په دې رساله کې د بشردحقوقودنړیوالې اعلامیې بشپړمتن په پښتو،دري اوجرمني ژبوچاپ شوی دی،کوم متن یې چې داوس له پاره زما په واک کې دی،دخپریدونیټه،دخپریدوځای اودخپروونکې مؤسسې یا شخص نوم نه لري.
۴ــ پرده دوم بازي بزرګ (تحقق منافع ستراتیژیک درپوشش دموکراسي)،دانش خپرندویه ټولنه،کابــل،۱۳۸۸هجري/۲۰۰۹ع .
۵ــ داروآسیا (Eurasien) پرسرسیالي (جیوپولیتیکي څیړنه)،خپریدوته چمتو،
۶ــ نړیوال کیدل (دیویشتمې پیړۍ ستراتیژي)،دژباړوټولګه،خپریدوته چمتو،
۷ــ حقیقت ممنوع (ژباړه)،
۸ــ دپرمختیایي هیوادونواقتصادي سیاست،دافغانستان په بیلګه (ترلیکنې لاندې وخو له بده مرغه چې …)
که زه دهرې مقالې آدرسونه په جلاجلا ډول ولیکم،خبره اوږدیږي اودا دیوې مقالې له حوصلې نه وتلې خبره ده.ښاغلي لوستونکي کولای شي چې دیادو ویبسایتونوآرشیفونه خلاص کړي اوپه هغوکې داستاد شریف بهاند په قلم لیکلې اوژباړلې مقالې ولولي.
داستاد شریف بهاند روح دې ښاد وي.