دموکراسي ته په پښتوکي ولسواکي وايي او ولسواکي داده چي ولس پخپله پرخپل خان واکمن وي.
دموکراسي د دیکتاتوري ضد ده ځکه هلته قدرت ، د یوه شخص ، څواشخاصواو یوه ګروپ په انحصارکي وي او دلته واک او ځواک پرټولوویشلی وي.
په دموکراسي کي د حکومت مفهوم دادی چي ولس د خپلو چارو د سمبالښت لپاره له خپله منځه څوتنه د معاش په مقابل کي په کارګماري او نورخپل خپل عادي ژوند او معیشت ته دوام ورکوي.
ولي په دکتاتوري کي برعکس یویاڅوتنه ، خواسته یاناخواسته د ولس دامورو متولیان وي او دقدرت واګي يي پخپلو لاسونوکي ټنګي نیولي وي.
دلته دحکومت اراکین، چارواکي ، حاکمان او واکمان بولي اوهلته له مشره نیولي ترکشره مامور، دولس خادم اوکاریګربلل کیږي.
پخوادیکتاتوري دیره وه او اوس ولسواکي.
د اوسنۍ دنیایوشمیرولسونه اوس د بشپړي دموکراسي لرونکي دي او د ولسواکونظامونومزایاڅکي او یوشمیرنوربیاد نیمه دموکمراتیکونظامونوپه درلودلوسره د منزل مقصود پرلورپه حرکت کي دي.
خوداسي سته ولسونه چي لاهم د استبداد ، استعماراو استثمارترتوروتمبوشاته داسارت ژوند تیروي.
کوم ولسونه چي د علم په ډګرکي مخ پرترقۍ روان دي او د نوي عصرله ارتباطي وسائلوڅخه په استفاده يي ترخپل او خپل وبل ترمنځ اړیکي جوړي کړي دولسي انقلابونوخوراډيرچانس لري.
په اوسني دورکي خلک د زړو وراسته سویو نظامونوضد دی او د نویو نظامونولپاره هاند او هڅي کوي.
اوس د ولسونودنیکمرغۍ معیاربدل سوی دی ، اوس هغه ولس نیکمرغه ګڼل کیږي چي پرخپل سرنویشت په خپله حاکم وي.
هغه چي حکومت د خلګو له منځه د خلګوپه خوښه د خلګو لپاره کارکوي او قوانین د کاغذ پرځای پرمځکه نافذ وي.