کور / تازه خبرونه / د قبايلي سيمو ۲۵۰زره ماشومان نه واکسينيږي

د قبايلي سيمو ۲۵۰زره ماشومان نه واکسينيږي

پاکستان نن په خپل هیواد کې د ګوزڼ یا پولیو پرضد واکسین پیل کړ، خو په دغه کمپاین کې به د لومړي ځل لپاره په قبایلو سیمو کې، چې طالبانو پرې بندیز لګولی، نژدې ۲۵۰زره ماشومان نه واکسین کیږي.موده وړاندې طالبانو ویلي و، په شمالي او جنوبي وزیرستان کې به تر هغه د واکسین کمپیان ته اجازه نه ورکوي، چې امریکا پر دغه سیمه د بې پيلوټه الوتکو بریدونه، نه وي بند کړي.د خوړو نړیوال سازمان، چې له مالي پلو د دغه واکسین ملاتړ کوي دغه اقدام یې وروسته والی بللی دی.پاکستان د نړۍ یو له هغو دریو هیوادونو څخه دی، چې لا هم د پولیو پیښې په کې لیدل کیږي.