يوې آلمانۍ اوونيزي اشپېګل په خپل يوه ګزارش کې ليکلي دي چې د افغانستان په شمال کې چيري چې آلماني ځواکونه د نظارت او څارني په حال کې دي ، هلته د هري ورځي په تېرېدو سره اړو دوړ زياتيږي او په دې توګه د ملکي کسانو د تلفاتو شمېره هم ورځ په ورځ جګيږي ، دغي وضعي و آلماني مقاماتو ته زياته اندېښنه اړولې ده .
دغه آلماني اووه نيزه ليکي چې د سږني ژمي په ورستيو اووه نيو کې د افغانستان د شمال امنيتي وضعه تر هر وخت نه زياته خراپه سوېده .
ددې ګزارش له مخې د آلمان د پوځ تر ټولو لوړ پوځي مقام چې د“وولفګان ګاشنايډرهان” په نامه ياديږي ددې هيواد د دفاعي مجلس په وړاندي ويلي دي چې د افغانستان په شمال کې د آلماني ځواکو پر ضد د ټروريستي حملو زياتوالی زياتي اندېښنې را پيدا کړي دي .
اشپیگل همدارنګه ليکلي دي چې د افغانستان په شمال کې د وضعي د خرابتيا په وجه د آلمان پوځي ځواکونه د ډېر عصبانيت او سر در ګومۍ په حالت کې د ي .