خدمتګار ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې په افغانستان کې د شخصیتونو د ترور لړۍ ته کتنه کړې او لیکلي یې دي، د دغو ترورونو اصلي مقصد څه دی؟
په مقالې کې راغلي که دغه وژنې د هرې ډلې له خوا کیږي، خو ښکاره ګټه یې په هیواد کې د سولې او ثبات دښمنانو ته رسیږي.
لیکوال کښلي له همدې امله د افغان حکومت دا تکراري خبره سمه ده؛ چې له هرې حملې وروسته وايي، دا د افغانستان د دښمنانو کار دی.
خدمتګار لیکلي له همدې امله د افغانستان خلکو ته لازمه ده؛ چې پر یو بل د شک کولو پر ځای په هیواد کې نظام جوړونې او د قانون حاکمیت ته خپل ټول پام واړوي.
محور ورځپاڼې دغې پيښې ته په اشارې سره په خپل یوه تحلیلي مطلب کې ليکلي؛ چې د منځنۍ اسیا په دروازه کې د نوې جګړې ویره راولاړه شوې.
د مقالې د لیکوال په باور د افغانستان په شمال کې بیلابیل عوامل د ناامنیو د یوې نوې څپې لپاره سره یو شوي. په مقالې کې راغلي چې په شمال کې د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د ایغور جنګیالي، د بدخشان سرحدي سخت دریځي او له نظام نه ناراضیان ددغو ناامنیو اصلي عاملین دي، چې سره یو شوي دي.
ویسا ورځپاڼې هم په سمنګان کې د تیرې ورځې د حملې په اړه د (جګړه او جونړۍ پایلې یې بیا تکراریږي) تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې.
د ویسا په مقالې کې راغلي، که چیرې جګړه پای ته ونه رسیږي او ښکیلې خواوې ونه توانیږي چې د خپلو اهدافو د پرمخ بولولپاره پرته له جګړې بله لار ونیسي، نو د مهمو شخصیتونو د وژنې دا لړۍ به دوام وکړي.
د مقالې د لیکوال په باور که چیرې د افغانستان له خلکو پوښتنه وشي چې تر ټولو لویه غوښتنه یې څه ده، نو په یوه غږ به ووايي، په هیواد کې د سولې راوستل.
هیواد دولتي ورځپاڼې هم د خپلې ننۍ ګڼې په لومړي مخ کې د سمنګان ولایت د پيښې په اړه د څیړنې لباره د جمهور رئیس حامد کرزي له خوا د یوه پلاوي د ګمارلو خبر ورکړی دی.
دهیواد ورځپاڼې سرمقاله په هیواد کې د الکترونیکي تذکرو د ویش د پروګرام په اړه ده.
په سرمقالې کې راغلي، د اوسنیو تذکرو یوه ستونزه دا ده چې په ګاونډیو هیوادونو کې یې جعلي کاپي ګانې په اسانۍ سره جوړیږي او جوړې شوي، چې له امله یې په هیواد کې دننه ځینې ستونزې جوړیږي.
هیواد لیکلي چې د وزیرانو شورا په خپلې وروستۍ مصوبې کې د کورنیو چارو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو ته لارښوونه کړې چې د اوسنیو تذکرو پر ځای د الکترونیکي یا بریښنایي تذکرو د رامنځ ته کولو او ویشتلو لپاره جدي ګامونه واخلي.