کور / تازه خبرونه / هلمند : دوه مسجدونه ګټي اخستني ته وړاندي سول

هلمند : دوه مسجدونه ګټي اخستني ته وړاندي سول

په هلمند كې دوه جوماتونه جوړاوگټې اخيستنې ته وسپارل شول
ياد شوي جوماتونه چې يوباب يې د نادعلي ولسوالى په ازبكانوكلي اوبل ددې ولسوالى په چاه انجيرسيمه كې جوړشوي د يكشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې د ولايت مقام د دفتررئيس محمد لعل احمدي،د ارشاد حج اواوقافورياست مسؤلينواود نادعلي ولسوالى مسؤلينوگډون درلود د پټى په پريكولوسره گټې اخيستنې ته وسپارل شول.
ددې پرانيستې پرمهال دولايت مقام د دفتررئيس محمد لعل احمدي وويل چې ددې جوماتونود جوړلوچارې لس مياشتې وړاندې د حج اواوقافووزارت لخواپيل شوې چې چارې يې د څه كم درى نيم مليونه افغانيوپه لگښت چې د همدې وزارت د پرمختيايي بوديجې څخه وركړل شوې بشپړې اوگټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د نوموړي په وينا چې د يادوشويوجوماتود احاطې د ديوالوچارې هم د همدې وزارت د پرمختيايي بوديجې څخه د څه باندې يونيم مليون افغانيوپه لگښت جوړشوي چې په هرجومات كې په يوه وخت ۲۰۰ تنه لمونځ ادا كولى شي.
دا په داسې حال كې ده چې له د وړاندې هم د بيلابيلوادارولخوا نه يوازې په نادعلي بلكې په لښكرگاه،موسى كلا،گرمسيراونوروولسواليوكې ورته جوماتونه په پاخه اواساسي ډول جوړاوگټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.