کور / تازه خبرونه / کندهار : د ١٥ حوزې آمر ووژل سو

کندهار : د ١٥ حوزې آمر ووژل سو

د کندهار ښار د پنځلسمي امنيتي حوزې آمر رحمت الله د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کي ووژل سو.
پېښي په ده خواجه کي رامنځ ته سوې او د کندهار ولايت د والي وياند د پېښي پخلى کوي او وايي چي نوموړى هغه وخت ووژل سو چي کله د خپل کور څخه د دندي پر لور روان ؤ.
نوموړى وايي چي په دې اړه ئې تر اوسه څوک نه دي نيولي خو په اړه ئې پلټني پيل کړي.