کور / تازه خبرونه / کندهار : د کروندګرو سره د تخمونو مرسته وسوه

کندهار : د کروندګرو سره د تخمونو مرسته وسوه

کندهار افغانستان- د کندهار ولايت په ډنډ ولسوالي کي له ١٢ سوه تنو هغو بزګرانو او مځکه والو سره چي تېرکال يې د دولت څخه اصلاح سوي تخمونه او کيمياوي سره نه وې تر لاسه کړې د يادو سوو توکو مرسته وسوه.
دغه مرسته نن د ولسوالۍ په مرکز کي د ولسوال، پرمختيايي شورا د رئيس او ځينو نورو مشرانو لخوا وړو بزګرانو ته ووېشل سوه.
د ډنډ ولسوال احمدالله نازک وويل سږ کال يو ځل بيا دوى د کر هڼي رياست په همکاري د يوه روزنيز پروګرام د لاري هغو کرونده ګرو ته چي تېر کال د يادو مرستو څخه برخمن سوي نه وه ،د ١٦٠٠ افغانيو په بدل کي هر کس ته يو کيټ مواد چي په هغه کي دوه پارسله تور کود ، يو پارسل سپين کود او يوولس ډوله د سبزيجاتو اصلاح سوي تخمونه شامل دي ورکړل .
د ولسوال په خبره چې ددې ډول پروګرامو پلي کولو يې په ولسوالي کي نه يوازي زراعت پياوړى کړى بلکه د امنيت له ټينګښت او سمون سره يې هم خورا زياته مرسته کړې ده.
هغه زياته کړه چي ددې مرستو او پروګرامونو سره خلکو ته په بيلا بيلو برخو کي کار پيدا کيږي او کله چي کار پيداسي معلومه خبره ده چي هلته د مخالفينو سره د تماس نيولو کچه تر ټولو کښته ځي.
د ډنډ ولسوالۍ يو شمېر بزګرانو چي مرستي يې تر لاسه کړي وې د دولت له نېک نيته مننه وکړه او دغه ډول مرستي يې زياتي مؤثري وبللي.
ددې بزګرانو په وينا چي د اصلاح سوو تخمونو او زراعتي کودونو مرسته ددوى په حاصلاتو کي زياتوالى راولي چي ورسره ددوى عايدات لوړيږي او د نورو له احتياجه وزي.
ډنډ ولسوالي د کندهار ښار څخه سهيل لويديزي خواته په ٧ کيلو ميترۍ کي پرته ارامه ولسوالي ده چي د امنيت ترڅنګ پکښي حکومتدارۍ هم ښه وده کړې او د پوهي ډېوه يې هم تر نورو هغو زياته روښانه ده.