کور / تازه خبرونه / هوايي ډګر ته ٢٠ دانې ټيکسي موټر ورکړل سول

هوايي ډګر ته ٢٠ دانې ټيکسي موټر ورکړل سول

دکندهار ښار او هوايي ډګر تر ټرمينل پوري دځانګړو ټيکسي موټرونو تګ راتګ پيل سو
کندهار افغانستان-.ياد سوي ٢٠ عرادې ټيکسي موټرونه به دکندهآر ښار څخه تر هوايي ډګر تر ټرمينل او همداراز دټرمينل څخه تر ښار پوري دمسافرو دلېږد رالېږد دنده لري او يوازي به دهوايي ډګر لپاره ځانګړي وي .
د يادو ټيکسي موټرانو د تګ راتګ پروسه د کندهار والي له لوري پرانستله سوه او نوموړي وويل چي په راتلونکي کي به ټيکسي موټران تر دې ډېر او عصري کړي.
هغه دهغو ٥٠ عرادو کاسټر موټرونو يادونه هم وکړه چي ديکشنبي په ورځ به په کندهار ښار کښي په ګرځلاو پيل وکړي او دښاري ملي بس په څير به ښاريان ديوه ځاى څخه تر بل ځاى پوري رسوي او نوموړي موټرونه به دټرانسپورټ رياست له لوري فعاليت کوي .
دغه راز دکندهار نړيوال هوايي ډګر امر احمدالله فيضي هم ديادو ټيکسي موټرونو فعاليت دمسافرو دټرانسپورټي ستونزي حل وباله خو زياته يي کړه چي په راتوونکي کښي به دنوموړو ټيکسي موټرونو تعداد تر دي هم ډير کړي ځکه په وينايي چي دتير کال په پرتله يي په پروازونو کښي دري برابرهه ډير والى راغلى او تمه کيږي چي تر دي هم زيات سي.
ښاغلي فيضي دغه راز وويل چي سږکال په پلان کښي لري تر څو دکندهار ښار څخه بهرنيو هيوادونو ته دميوه جاتو دليږد لپاره په هوايي ډګر کښي يو سوړ ساتنځاي هم جوړ کړي چي په وينايي نوموړي سوړ ساتنځاي به دUSAID مرستنديه اداري له لوري په120000 امريکايي ډالره په راتلوونکي يوه مياشت کښي جوړ او د70 ټنه ميوې دځايولو ظرفيت به ولري .
ديادووني وړ ده چي دکندهارنړيوال هوايي ډکر دهيواد دلويو مصروفو هوايي ډګرونو څخه شميرل کيږي او د هيواد يو له لويو عايداتي منابعو په توګه پېژندل سوى دى