د بند امیر زون منتخبې لوبډلې د یو ورځنیو لوبو پای لوبې ته لاره ومونده
د افغانستان د پنځو زونونو دمنتخبو لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو په لومړنۍ نیمه پای لوبې کې د شنبې په ورځ د سرطان میاشتې په ۲۴ نیټه، بند امیر زون مس عینک ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو پای لوبې ته لاره ومونده.
د لوې ټاس د مس عینک زون منتخبې لوبډلې وګاټه او په خپله یې د بیټینګ پریکړه وکړه ، مس عینک لوبډلې په ۲۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او بند امیر زون ته یې یواځې د ۷۵ منډو هدف ورکړ
د مس عینک زون د منتخبې لوبډلې لوبغاړي په بیټینګ کې پاتې راغلل او په پرله پسې توګه یې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې، د بند امیر زون له لوري محمود د مس عینک ۵ لوبغاړي یو په بل پسې وسوځول او د لوبې له میدانه یې ویستل.
د بند امیر زون منتخبې لوبډلې بیټینګ پیل کړ او په ۱۲ اورونو کې یې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو سره وکولای شول د مس عینک له لوري ورکړل شوی هدف ترلاسه کړي، بند امیر زونو په ۸ ویکټو مس عینک ته ماتې ورکړه او د افغانستان د زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو پای لوبې ته لاره ومونده.
ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو په دوهمه نیمه پای لوبې کې سبا د سپین غر زون منتخبه لوبډله د بوست زون د لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي.
د یادونې وړده چې ننۍ لوبه په کابل کې د شمشاد تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه ښودل کیده او ټاکل شوې ده چې د سبا او بله ورځې لوبې به هم د شمشاد تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه وښودل شي.